تاند – د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوې برخې د نتیجې له اعلان وروسته دواړو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ویلي دي چې دوی له نورو سره په خبرو بوخت دي. عبدالله وایي چې د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره له زلمي رسول سره په تماس کې دی څو یو ایتلاف جوړ کړي خو تر دې دمه یې دا خبرې په ابتدایي مرحله کې دي.

 اشرف غني احمدزي بیا د یکشنبې په ورځ د لس فیصده نتیجې تر اعلان وروسته وویل چې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون یې له ډیرو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د یکشنبې مازدیګر د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لس فیصدو نتیجه په دې ډول اعلان کړه:

عبدالله عبدالله ۴۱ اعشاریه ۹٪ اشرف غني احمدزی ۳۷ اعشاریه ۶ ٪، زلمی رسول ۹ اعشاریه ۸ ٪ عبدالرب رسول سیاف ۵ اعشاریه ۷٪، قطب الدین هلال ۲  اعشاریه ۷٪.دا رایي د شپږ ویشت ولایتونو لس فیصده تشکیلوي.

د دې نتیجو تر اعلان وروسته یو شمیر کسانو اعلان وکړ چې که چیرته انتخاباتو دوهم پړاو ته ولاړ شي دوی به له اشرف غني احمدزي سره دریږي. په دې ډله کې د زلمي رسول د جنوب ختیځ زون د ټاکنیز کمپاین مشر او د ولسې جرګې غړي کمال ناصر اصولي د خپل فیسبوک له لارې خبر ورکړ، که انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي دوی به په خپل ټول توان او قدرت د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي ترڅنګ ودریږي.

یو شمیر لویدیځو رسنیو د یکشنبې د ورځې د لس فیصده نتیجو له اعلان وروسته وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ښایي دوهم پړاو ته ولاړ شي خو ځینو چاپي رسنیو لکه نیویارک ټایمز ولیکل چې درغلۍ که وڅیړل شي پر نتیجو به یې اغیز جوت وي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت د یکشنبې د ورځې تر نتیجو مخکې او د دوشنبې په ورځ له ولس سره په خپل فیسبوک کې ژمنه وکړه چې درغلۍ به دقیقې څیړل کیږي او پر ده د ولسې جرګې د یو شمیر وکیلانو له لورې فشار دی خو دی به دا ډول فشارونو ته سر ټیټ نه کړي. د ستار سعادت په وینا د ولسې جرګې د رییس په ګډون اکثر وکیلان د ځانګړیو کاندیدانو ملاتړي او کپماین کوونکي دي.

5 thoughts on “نوي ایتلافونه د لس فیصده نتیجو له اعلان وروسته”
  1. سلامونه
    فکر نه کوم چی ډاکټر صاحب دی اتیلاف ته غاړه کیږدی ځکه دهغه تر شاټول ملت ولاړدی اوولاړبه وی نوفکر کوم چی ډاکټرصاحب اشرف غنی ایتلاف ته اصلا اړ نه دی
    اوباید چی ویی هم نه کړی

  2. په دی چل ول دی نو ر ملت ته دوکی نه ورکوی او نه دی اشرف غنی صاحب ویروی چی ولا دی به وډار شی او ایتلافی حکومت به جوړ کړی د ایتلافی حکومت نه هیڅ ښه خاطره نه لرو ۱۲ کاله یی ارزیابی کړی حاص حلق وه چی د یو پوزیشن نه بل ته بدلیدل چی یوه لویه بدبختی د افغا نستان ته راوړله نور د ا ایتلافونه افغانانو ته د منلو نه دی پریږدی چی اشرف غنی یو شفافه او ازاده کابینه جوړ کړی او اشرف غنی صاحب دی دوی ده دی اخطارونو څحه نه ویریږی دی په ده باندی یو فشار دی که ایتلاف ونه کړی نو مونږ به داسی وکړو

  3. محرم ورور عبدالستار. سعادت ته خما بيغام ؟
    كرانه وروره ما (٢٥ (كاله خدمت بخبله خاوره كي كزي قسم درته خورم جه يوه أفغاني رشوت مي هم نه دي اخستي اوبه دي لاره كي مي به وخت وأزمان سره سخته مبارزه كزي تر جنرالي ورسيدم ولي به كابل شهر كي سر بناه نلرم فعلاء هم به هالند كي أوسيزم د هالند دولت حتي يو سنت كمك هم رأ سره نكوي شكرزامن أمن لرم ما دير شه سآتي او دخبل زوند خخه نهايت راضي يم دوالي جه ستركي مي جانه نه دي تيتي اولا دونه مي نهايت أحترام كوي وأي جه. مونز ته دي به افغانانو كي لوي افتخار كتلي
    نو وروره نن ستاد شخصيت امتحان ورخ ده د مادياتو تابع نشئ واقيعتونه تر بشو لأندي نكري تاريخي افتخارات وكته داجه ته باك أوسي دهيجا زور هم در بأندي نه رسيزي.
    جلالزوي

  4. سلام و ټولو ته:
    په مطبو عاتو کی د سپکو کلیمو استعمال مناسب کار نه دی. لیکن دلته یو متل دی چی د محترم زلمی رسول دپا ره ډیر پر ځای دی . هغه متل عبارت دی له ( کوټ کوټ دلته لری او هګی بل ځای اچوی).
    زلمی رسول د خپل تیرو مشرانو په څیر دوه مخی پالیسی مخ ته بیائی. د پښتون پا نامه د پښتنو رائی راټولوی او کله چی د رښتیا میدان ته راسی نو بیا هګی بل ځای واچوی. ‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *