احمدولي سرحدي – د نوي حکومت رامنځ ته کیدل  دزابل په ځایی اوسیدونکو کی نوي هیلي را  پیدا
کړي دی ، هغوي وایی هیله مند دی چی دا نظام به دفساد پروړاندي جدی
مباریزه وکړي  او ملي قدرونه به رامخ ته کړي ، بلخوا بیا یوشمیر نور
اوسیدونکی دامنیت راوستل او دپوهني او بیا رغوني پروسه ته لیواله دي ،

له هغه ورسته چی نن دوشنبه په ارګ کی دنوي افغان ولسمشرمعاوینینو او
اجرائیه رئیس دلوړي مراسم ترسره شول ، افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي په
ډاګه کړه چی د اداري فساد پروړاندي مباریزه او په قضایه ارګانونوکی
اصلاحات دده دکارونو لمړیتوب دي
دنوی ولسمشر ددي وینا سره سم دغه خبرو دزابل په اوسیدونکو کی نوي هیلي
راپیدا کړي ، هغوي وایی اشرف غني احمدزي یوازنی  کس دي چی دهیواد  جوړولو
لپاره ښه طرحي لري ، دوي وایی نوي ولسمشر باید هغه ژمني پوره کی چی
دټاکنو پرمهال یی دهیوادوالو سره کړي وي….
بلخوا بیا یوشمیرنور ځایی اوسیدونکی وایی چی دغه ولایت نورو ولایتونو ته
په کتو ورسته پاته دی ، ددوي په وینا پوهنه روغتیا امنیت او دپولیسو
دشمیر کموالي هغه څه دي چی دسیمي دورسته پاته سبب ګرځيدلي
دیادوني وړده چی دلوړي دمراسمو پرمهال نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي
په خپله یونیم ساعته وینا کی خپلی ټولي کړني چی په راتلونکو پنځو کلنوکی
به یی ترسره کوي اوس ته په ډاګه کړي ، ویل کیږی چی نوي افغان ولسمشر یا
دهغه کوم بل استازي په په راتلونکی کی دامریکا سره امنیتي تړون هم لاسلیک
کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *