کله چې ډاکټر غني د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړ نو افغانانو د نړۍ له دغه دوهم متفکر څخه یو څه بل شی جوړ کړ. د (داکټر غني) نه یې (غني بابا )کړ. بس یوازې خدای ېي ورته نه ویل نور ېي نو ټول صفتونه او نومونه ترې قربان کړل. دومره لوړ مقام یې ورکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ هم ورته کوچنۍ ښکارېده. خو چې کله ولسمشر شو نو له لومړۍ ورځې نیوکې پرې پیل شوې. هر افغان ولسمشر ته ځانګړې مشورې ورکولې او لارښوونه یې ورته کوله چې څه باید وکړي. ځینې بیا په مخالفت کې دا هم وویل چې اشتباه مو کړې وه چې رایه مو ورکړه خو ایا په دې اړه مو کله فکر کړی چې دا هر څه ولې او ګرم څوک دی؟

په هیڅ داسې هېواد کې چې کلونه کورنۍ جګړې پکې شوي وي ماحول په یوه شپه کې نه پاکېږي. د کورنۍ جګړې نه وروسته په هر هېواد کې د هغه کسانو په وړاندې چې په جګړه کې ښکېل وي د چلند درې لارې شته. لومړی هغه یې د مجازاتو لاره ده چې به جګړه کې ښکېلو واړو مجرمینو ته په نړیوالو محکمو کې سزا ورکول کېږي او په دې توګه ولسونه خپلو قاتلینو ته مجازات ورکوي لکه افریقايي هېواد راوانډا .

دویمه هغه یې د بخښلو لاره ده چېرې چې په جګړه کې واړه ښکېلې خواوې یو بل ته بخښنه کوي او له ملت سره په تفاهم کې ټول سره پایلې ته رسي لکه جنوبي افریقا.
درېیمه لاره د هېرېدو هغه ده چې له جګړې وروسته پکې په جګړه کې ښکېل نه مجازات شي او نه هم وبخښل شي بلکې تېر په هېر شي او د لسګونو زرو انسانانو وژونکي بې له هېڅ ډول مجازاتو سره مخ نه شي.

له دغو درېیو چلندونو څخه افغانستان کې تر ټولو خطرناک هغه چې د جګړې د مجرمینو هېرول دي خپل شوی. دا هغه حالت دی چې ولس له جنګ څخه د تنګوالي له وجې جنګ له یاده وړي. په جنګ کې ښکېل وګړي ټوپکونه په ځمکه ږدي او یوه سیاسي څېره خپلوي. ټول پلویان یې هم په یو سیاسي ماحول کې تر شا ودرېږي. دلته جنګ تم وي، پرمختګ هم کېږي، خو په جنګ کې ښکیلو خلکو خپل قدرت له لاسه نه وي ورکړی. په داسې حالت کې تر ټولو لویه ستونزه د قدرت وېشل او د قدرتمندو لاره بندول دي.

افغانستان یواځینې هېواد نه دی چې له دې حالت څخه تېرېږي. نور هېوادونه هم ددې حالت نه تېر شوي دي. په ورته شرایطو کې بدلون په یو او یا هم درې کلونو کې نه راځي. بدلون یوه داسې پروسه ده چې د ټولنې په خوښه له هر کور څخه پیلېږي او په حکومت باندې ختمیږي. دا په دې مانا چې په ټولنه کې د خلکو ونډه بدلون راوړي. او د ټولنې یو عام وګړی هماغومره د بدلون راوستو مسول دی چې سیاسي مشران.

ډاکټر غني زمونږ او ستاسو له منځه یوازې یو فرد دی چې رهبرۍ ته مو ټاکلی دی. هغه ته د حامد کرزي د وخت هغو چاغو شويو غوایانو سره هم ټکر ورترغاړې دی چې ورځ تر ورځې یې قدرت زیاتېږي.
ځیني بیا وايي چې په افغانستان کې دیارلس کاله دیموکراسي‌ پلې وه او افغانستان د کورنیو جګړو د حالت نه وتلې دی په داسې حال کې چې ډاکټر غني ته بد وايي او د کرزي پلوي کوي.
 
دا سمه ده چې په افغانستان کې ټاکنې شوي دي او ولسمشر ټاکل شوې دې، خو په دې تېرو څو کلونو کې افغانانو یو ولسمشر درلود او هغه هم حامد کرزی و. دا چې ټاکنې څو وار بیا بیا وشوې دا سمه ده خو ټاکل شوې کس یو و. یانې د هېواد په سطح افغانان نوي حکومتدارۍ او نوې رهبرۍ سره نه وو مخ شوي. د ډاکټر غني ټاکنو افغانستان ته د رهبرۍ یوه نوې څېره معرفي کړه. یو دلیل همدا و چې خلکو  په لومړیو کې د ډاکټر غني څخه توقعات ډېر درلودل. هغوی یوه نوې څېره، نوې کړنلاره او تېرو رهبرانو نه بهتر انسان غوښت خو دا ېي هیره کړې وه چې په افغانستان کې د قدرت تږي لا ژوندي دي. سیاسي‌ صحنه د افغانستان نه ده بدله شوې. هغه کسان چې  په کورنیو جګړو کې ېي لاسونه په وینو ککړ وو او د کرزي په حکومت کې وو اوس هم ډېري ېي بدون ددې څخه چې په حکومت کې وي یا نه په سیاسي صحنه کې ډېر قدرت لري‌. خلک د کرزي نه بغېر د بل ولسمشر د رهبرۍ سره اشنا نه و او نه هم د هغه د کار طرز سره. ډېري انتقادونه چې کېږي هغه د نوي حکومت د حکومتدارۍ سره د نه بلدتیا  او د تېرو حالاتو د هېرولو له وجهې کېږي. په حقیقت کې افغانستان د ولسواکۍ په لور اوس اول قدم کېښود.
د څوکۍ ویش په داسې حالت کې چې جګړه مار قشر د سیاسي قشر یوه لویه برخه وي یوه عامه خبره ده. دا کار په خوښه نه دی بلکې د تاریخ جبر دی چې موږ ته راترغاړې دی او باید ویې منو. څه چې غني ته په برخې ځي نو هغه ته باید سم کسان وټاکل شي. دا منم چې ولسمشر ځینې داسې کسان ټاکلي چې باید نه وای ټاکل شوی او ځېنو داسې کسانو ته ېي څوکۍ ورکړي چې باید نه یې وای ورکړی خو دا ویل به هم سمه نه وي چې هغه هیڅ کار نه دی کړی. اوس مو چې ورته رایه ورکړې ده نو ولې ېي دومره ژر مخالفت به یې له تعقله ډېره لرې خبره وي. له بله پلوه د دولت په هرې ناکامۍ کې هغه کسان هم په پوره اندازه مسول دي چې د واک د وېش سبب دي. اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله چې په نوي حکومت کې پوره نیمايي برخه حقدار دی نو په واړه ناکامیو کې یې هم په ورته ډول مسول دی. یوازې د غني ګرَمول به لویه بې انصافي وي.
اوس د دې وخت دی چې احساسات کنټرول شي. نوي حکومت ته وخت ورکړل شي او کړنې یې په سمه توګه وڅارل شي. د ښو ټاکنو تقدیر یې وشي او د بدو هغو یې غندنه وشي. درې میاشتې تېرې شوې او لا ډېر وخت پاتې. 
مونږ یو ډېر لوي او اوږد سفر مخې ته لرو. دا اوس زمونږ مسولیت دی چې سیاسي صحنې ته داخل شوي ټوپکمار او ټوپکسالاران د چوکیو څخه کوز کړو او د یو ملت په رقم قدرت پخپلو لاسونو کې واخلوو. راځئ پر تعقل ولاړ سیاست وکړو او زغم رامنځته کړو.
10 thoughts on “نوي حکومت ته وخت ورکړئ/ حبیبه اشنا”
  1. ډيرپه زړه پوری مطلب دی ډيری داسی خبری دی چی ولس پری خبر ندی دفساد سره مبارزه کول داکومه ساده خبره نده دهغی خاينی کتلی سره چی ټول وطن يي دجهاد په نامه برمته کړی جدی اوکلکی مبارزی ته ضرورت لری دا دټولوخلکو ونډی ته ضرورت لری چي په دی لاره کی دجمهورريس غنی ملاتړ وکړی

    1. کور ودان. ښکلې لیکنه ده. په حقیقت مبتني ده. ځیني کسان ډېر بې صبره دي او ځیني د وطن سره د دښمني دپاره بد رد وايي او پلمه کابینه ګرځوي

    2. زه له تاسو سره موافق یم، خور جانې خدای دط پعه قلم برکت کړه. نارینه ګانو خو خولې پټې کړي شاباش دې ستا وي چې حقیقت دې ووایلو

  2. حبيبه جان اشنا؟
    كاملاء در سره موفق يم!
    مكر داخو وواءي جه دا كارونه دبل جا دي جه به اشرف غني تحميل شوي.
    زه يو بي طرفه انسان يم به واقيعتونو ستركي نه بتوم.
    ايا داملت دؤو نفرو به قباله كي دي كه نورملتونه هم به دي خاوره كي داساسي قانون به درشل كي حقوق لري اوكه نه ؟.يا دي قانون اساسي تطبيق ،او يا دي قانون اساسي ملغي اعلان او لويه جركه دي راوغو شتل شي جه اساسي تصميم ونيسي.
    دكابل شهر دغلو او رهزنانو دك مسلح كرزي حتي دملت ضد مرمي وسائط ءي به زور به خبله قبضه كي نيولي هيخوك ءيد استرداد توان نه لري.
    دي حالت ته خه خوش بيني ولرو.
    يو شه برجسته مثال.
    دانتخاباتو دكميسون بخواني ريس او به كأبينهء كي دوزارت داخله دباره كانديد وزير جه دخبلي بخواني دندي به لرلو سره جه كوم سلاح او وسائط او نور امتيازات لاس ته راوري به دغه اوزده لويه مسافه جه كلونه در بر نيسي تر اوسه به خبله قبضه كي نيولي او دولت ته ءي نه دي مسترد كري به شخصي او حزبي جاروكي تري كار اخلي.
    اوس داراته ووايه جه داغل او دده غله ملكري ددي لياقت لري جه داسي يوه جوكي أشغال كري اوكه جواب ،نه وي نو ولي اشرف غني ته مونز ءءءءءءءءءءونه وايو.
    ايا خوركي ته خبله قضاوت وكره جه دا ملا صاحب داسي جرمونه مخكي إنجام كري دبعدي إصلاحاتو طمعه ورخخه كيزي او كه دبد بختي منتظر أوسو .
    محترم كانديد وزير صاحب بخوا سلاح او وسايط وري اوس ددي دباره كانديد دي جه تول وزارت داخله سره د تعميره اوتولو ملحقاتو بنجشير ته انتقال كري بيابه اشرف غني واءي .به خدا در انتخاب او سهوه كرديم مرا به بخشيد..

  3. حبیبه جانی خوری – بالکل صحیح وای چه باید هر حه باندی همه جانبه فکر او غور وشی ستاسو وینا یوره دتاید وړ ده ب

  4. ډېره خوندوره وه، کله چې مې ولوسته په حقیقت پوه شوم. تر اوسه لا ډېر کم وخت تېر شوی چې حکومت کې د نور اصلاحات وشي. له داسې لېوانو سره کوم چې اوس ډاکټر لاس او ګریوان دی، همدا ډاکټر یې په رام کولو پوهېږي. پښتانه زغم لري، خو لا نور زغم ته اړتیا شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *