(د کوریا په جګړه کي د وژل سوي شل کلن عسکر په نوم لیک )

 دا لیک مي د عسکر کینت شیډرک ، شل کلن ، ځای لویدیځه ورجینیا ( امریکا) په نوم لیکلی دی عسکر کینت شیډرک لومړی امریکایي عسکر چي د کوریا پر سنګر د کوریا یانو په ضد د جګړې په مهال و وژل سو دغه عسکر ( دا مهال ) امریکایي اولسمشر ټرومین هلته استولی وو مایې د مرګ خبر د پرون ماښام په ورځپاڼه فري پریس بلیټن کي لوستی وو د جنرل مېک آرتهر پوځي هیډ کوارټر یې زښت په ویاړ سره د مرګ خبر خپور کړی وو لاکن د ویر هیڅ څرک ورځني نه څرګندیدولو ، نه د وژل سوي چاله خپلوانو سره د خوا خوږۍ کوم څرک ورځني جوتېدلو ، نه  د وژل سوي چا د ژوند ، د هغه د عادتونو ، بود و باش په اړه څه ورځني جوتیدل دا هم نه جوتیدله چي د هغه بڼه څه ډول وه ولي چي د دې خبر سره چي کوم عکس خپور سوی وو هغه د امریکي جنرل مېک آرتهر عکس او د وژل سوي شل کلن عسکر شیډرک عکس وو  څنګه چي مي د ده د مرګ خبر ولوستلو سمدستي مي د هغه په نوم د لیک لیکلو پریکړه وکړه :

زه پوهیدم چي مړی زما لیک خو لوستلی نسي لاکن په دې هیله حتماً یم که چیري کوم بل عسکر دا لیک ولولي د وژل سوي عسکر د دریشۍ د کیڼي خوا په دننه جیب کې بې ور واچوي چي د شل کلن عسکر شیډرک د سرو زرو  ساعت ورپکي پروت دی ، چي د محبوبا خندرویه عکس هم یې  د مور  وروستی لیک ورپکي پروت دی او بیا چي د جنرل مېک آرتهر نوکران یې پاته سوي شیان خپلوانو ته ورسپاري ، زه په دې هیله یم چي دا لیک به هم په څه نه څه ډول له دې شیانو سره لویدیځه ورجینیا ته ورسیږي او هلته بې د دغه عسکر شیډرک خپلوان ولولي د هغه ملګري او بې شمېره نور ځوانان ( د شیډرک پشان ) چي عمرونه یې شل کلنه وي ، چي د لوېدیځه ورجینیا استوګن دي چې د شیډرک په څېر د مرګ په سزا برخمن ګرځېدلي وي نو ځکه دا لیک زښت لازمي دی که څه هم مړو ته ژوند رسېدلی خو نسي لاکن ژوندي خو ژوندي نومیدلی سي :

 په کوم خبر کي چي د شیډرک د مرګ یادونه سوې وه هغه کي دا هم لیکلي وو امریکایي پوځیان کوریا یانو ډېر زیات ژوبلولي دي او په ډېره چټکتیا سره یې پر شا تمبولي دي ، په دومره بیړه چي هغوی خپل ټپیان او د وژل سوو عسکرو مړي هم هلته پریښودلو د دې مطلب دا سو چي ته ( ای شل کلن ځلمی پوځي ) تر اوسه هم هلته پاته یې –  شیډرک سرتیرې ته تر اوسه د کوریا پر کوم لوړ غونډي به مړ پروت یې او زه ستا په ځګرکي ښخي مرمۍ ستا د سترګو په ناهیلي کي لیدلای سم ، ستا زرين ویښتان چي په لمر کي وځليږي زړه د غم او کرکي را ډک سي او دا پوښتنه کوم چي هغه څوک وو چي ته یې دلته راوستې لتا یې ستا ځواني ، ستا محبوبا او ستا د مور مینه چور کړه او ته یې د خپل هېواده دومره لیري پر پردي او نابلده غونډي وژلو ته اړ ایستلې ، هغه څوک وو چي تا ته یې توپک درکړو او په قهر یې درته وویل :

ولاړ سه د خپلي شل کلني ځوانۍ واړه ارزوګاني او هیلي د نالیدلي کوریا دښتو او غرونو ته ډالۍ کړه په ځګر کي مرمۍ ښخي کړه ؟ هغه څوک وو؟…. هغه کوم ځواکونه وو ؟…. موږ ته  یې پلټنه په کار ده ولي چي د سولي تږې نړۍ د دې پوښتني ځواب غواړي – ته به هم وایې عجیبه غوندي انسان دی په دومره لوی زړه راته لیک لیکي بخښنه غواړم په بیړه کي ځان معارفي کول مي د پامه و وتلو ، زما نوم کرشن چندر دی څه موده وړاندي د لاهور په یوه وړه کوڅه کي اوسيدم ، د دې کوڅې نوم چوک متي وو ، نه یم خبر نن سبا یې خلک په کوم نوم نوموي به، دا یو حقیقت دی کیدلای سي ستا ورباندي اعتبار راسي یا رانسي چي کومو خلکو ستا ژوند لتا واخستلو هم دغه خلکو زما هیواد ، زما ښار زما کوڅه د ما واخستلو او څه ډول چي نن ته خپل کورته بیرته ستنیدلای نسې هم داسي زه هم خپلي کوڅې ته بیرته ستنېدلای نسم …. چي دا ټول تش یو اتفاق دی د جبره ډک اتفاق ، یو جابر قسمت چې لتا سره هم یې لما سره دا چلند وکړلو ، یا خو یو وحشي او د ظلمه ډکه دسیسه ده د ځینو سیاستمدارانو او د ظلم کونکو ځواکو نو چا چي لتا ستا ژوندون او د ما څخه زما وطن واخستلو ، تا او ماته په شریکه د دې پوښتني ځواب لټول په کار دی ، ماضي او حال به سره ګنډو د مستقبل لاره لټول ده :

دا رښتیا ده چي زه کله هم ستاسو امریکا ته درغلی نه یم وماته کله پاسپورټ راکول سوی نه دی ، نه خو انګرېز سرکار راکړی دی او نه کانګریسي سرکار ، پر دې برسېره زه ستا سو امریکا له نژدې پېژنم ، د دې د خدو خال واړه ښایستونه هم یې د دننه ټولي بد رنګۍ راته څرګندي دي د امریکا څېره په لومړي ځل ما په یوه وړوکې کیسه کي ولیدله خپل د انګرېزي د درس  په لومړي کتاب کي ، دا د امریکا د لومړي جمهور ریس جارج واشنګټن کیسه وه ، هغه څه ډول رښتیا ویل او په رښتینولۍ یې عمل کولو دې کیسې زه په وړوکوالي کي زښت اغیزمن کړم او ما به دا ډول پاموله چي امریکا د رښتیا ویونکو هیواد به وي چي پکي هیڅوک به هم درواغ نه وایي ، بیا چي زه ځلمی سوم د نوروزدکړو په خاطر مي د لاهور په یوه امریکایي  فارمن کرسچن کالج لاهور کي داخله وسوه ، دلته مي د امریکا د هغه ستر و  وګړو څیرې ولیدلې چا چي د انګرېزي شهنشایت په ضد د آزادۍ جګړه وکړه چا چي د غلامۍ په خلاف د جنوبي امریکا سره د خپلو وروڼو د حق او صداقت په خاطر کورنۍ جګړه وکړله او مریانو حبشیانو ته یې د آزادۍ ورکولو په خاطر ټول توان په کار واچولو –  د نړۍ د نورو قومونو په زړونو کي لوی احترام او مینه پرته ده ، و داسي امریکا ته زه په ټیټ سر سلام کوم ، د آزادۍ تلوسه د تحریراو تقریر قدر و قمیت مي د خپلو امریکایي پروفېسرانو زده کړو ، پر جمهور یت باور درلودل مي هم له دوی زده کړو ما ابرهام لنکن ولیدلو ، د امریکا پر ساحل مي غوړیدلې د آزادۍ ملایکه ولیدله او د هغه بوخت اتلانو د اتلولۍ کارنامې مي ولوستلې ، چا چي د امریکا قبایلي منظر په یوه ژوندي ، ځلیدونکي ، غوړېدونکي توانمن او پراخ تمدن باندي بدل کړو ، هلته مي مارک ټوین ، ډري زر او والټ وهټمین ولوستلو چي پخپلو نظمونو کې لما سره دا ډول خبري وکړې لکه چي هغه زما ګاونډیان وي او د څنګ په کور کي مي میشت دي یوه  ورځ د تاریخ پروفېسر وماته په سوغات کي یو ګراموفون راکړو دا د پال رولبن سندره وه ، او ماته د ده په سندره کي د تخلیق ټول توان او د ده ټولي خوشالیاني پرتې وځلیدې او په سترګو کي مي د امریکا د دښتو ٫٫ ډیفو ډیل ٬٬ ژړ ، ژړ بې شمېره ګلونه را وټوکیدل او بې شمېره لاسونو پخپلو سپېڅلو او ایماندارو ګوتو د امریکا کارخانې چالاني وساتلې ما د بې شمېره ماشومانو خنداوي واورېدې چي په ترڅ کې بستې ورسره وې له مکتبونو را روان دي ، او د دې خنداو سره مي د هغه بې شمېره ویالو خنداوي هم واورېدې چي په ګڼو ځنګلونو کي د ټولو له سترګو وډر د دوو  ملایکو غوندي غاړه غړۍ وې ، حیرانونکې وه چي د پال رولبن یوې سندري په خپل یوازیتوب کي کوم څه رانغاړي ، د امریکا پراخ ښایست او زړه وړونکې بڼه

…..زه د پال رولبن او د خپلو نورو امریکایي ملګرو احسان منونکی یم چي د دوی په مرسته مي د خپلي نابلدتیا پلو ایسته کړو او د امریکایي وګړو په څېر دي، کټ مټ هم داسي سپېڅلي  ساده مینه ناک زړه لرونکي لکه څه ډول چي زما د وطن خلک دي :

لاکن یوه بله امریکا هم سته چي هغه د خلکو امریکا نه ده د خلکو حق ورځني چور کوونکې پر خلکو حکومت کوونکې د پوځي واکمنو او  غټو تجارانو امریکا – امریکا چي د ٫٫ فوډ ٬٬ ده د ٫٫ ډلر ٬٬ ده د ٫٫ ډوهان ٬٬ ٫٫ راک فیلر ٬٬ او د ٫٫ مورګان ٬٬ ده او د نورو یو شمېر داسي سوداګرو او پانګوالو ده چي زه یې هیڅ د نومونو سره بلد نه یم لاکن دومره حتماً  پوهیږم چي هم دا هغه امریکا ده چي ته یې په کوریا کي  د مرګ په خوب بیده کړې دا عظیم تجاران د سرو سپینو زرو ، اوسپني ، کویلې ، پټاټو ، تېلو ، زهرجنو داروګانو او دوسلې د کوټیانو څښتان هم دا هغه خلک دي چي هر ساکښ او بې ساه شی د شخصي ګټي لپاره خرڅوي ، چاچي ته د خپلي یو څه ګټي په خاطر په کوریا کي وپلورلې :

کېدای سي څه مهال چې وتاته توپک درکولو هغو تاته دا راز څرګند نکړو تش به یې دا درته ویلي وي چي ته د امریکایي  قوم د حق د ژغورني په خاطر کوریا ته روان یې تاته هغه وخت له دغه رهبرانو پوښتنه کول په کار وه چي هغه کوم امریکایي حق دی او په کوریا کي څه غواړي او ولي دغه حق بیرته امریکا او مغربي ورجینیا ته نه راغوښتل کیږي چي د وطنیت په رښتوني اخلاص او سپېڅلې تلوسه یې هم دلته وژغورم ؟

شیډرکه تا لویه تېروتنه وکړه چي دي له خپلو رهبرانو دا پوښتنه ونکړه او لویه سزا دي یوړه ، زه پوهیږم چي ته یې یوازي لوی ګناه ګار نه یې ، نه یې تا مسول پاموم ولي چي زه په دې پوهیږم چي دا امریکایي سامراجي تجاران څومره هنرمن او چالاک دي ، د جاپان سره تر جګړې یوه ورځ وړاندي ٫٫ پرل بار پر ٬٬ تر ورځي دغو تجارانو جاپان ته اوسپنه استوله د دوو سینټو د ګټي لپاره یې خپل هیواد خرڅ کړو او ته به ګمان کوم دوی د دوو سینټو د ګټي وړ بللی نه یې او اوس به نور یوشمېر امریکایي شیډرک تر مرمیو قربانیږي او بیا به د دوی سر خلاصیږي چي تر اوسه موږ د کوم څه لپاره جنګېدلو هغه امریکي جمهوریت نه وو هغه د کویلې یو کاڼی وو او پر هغه د کوریا د خلکو حق وو هغه د تیل خاک یو څاڅکی وو چي د فلسطین ( عربانو ) د خلکو حق وو ، هغه د ربړ یوه ونه وه ، د قلعي یو کان وو چي د ٫٫ ملایا ٬٬ او د ٫٫ هند چیني ٬٬ د خلکو حق وو، ته جمهوریت پلي کولو نه د نورو حق تروړلو ته راغلی وې دا دي تېروتنه وه چي د خپلو رهبرانو دي په دې اړه هیڅ پوښتنه ونکړه :

ما به داسي پاموله چي انسان ډېر کارونه هسي په بې پامي  کي کوي لاکن زه دا هم اټکلوم یو څوک چي توپک واخلي او دبل په کور ورننوځي نو هغه ته له ځانه ډېري پوښتني کول په کار دي چي هم دغه لاره ده ؟ له دې پرته بله کومه لار پاته نه ده نو ولي زه پر حق یم ، د بل په کور د ورننوتلو زه کوم حق لرم ؟ دا پوښتني د توپک تر اخیستلو وړاندي حتماً سنجول په کار دي ولي چي توپک ژوند اخلي ورکولای یې نسي او موږ اسیا میشت زښت زړه وړونکی یو دود لرو موږ چي د څه غوښتلو لپاره د چا کور ته ورځو توپک نه وړو له ځان سره ګلان ور وړو او ما اوریدلي دي چي ستاسو په مغربي ورجینیا کي زښت زړه وړونکي ګلان سته

 زما ملګرې !تا اسیا ته ګلان نه راوړل توپک دي راوړی دا ځکه د امریکایي  او آسیایي اړیکو کیسه دومره ځورونکې او غمجنه کیسه وګرځېده دا کیسه د نن څخه ډېره موده وړاندي پيل سوې ده په ۱۸۵۴ ء کال امریکي کموډور ، پیري دخپلو وړوکو سمندري بېړیو په مشري کي د جاپان پر ساحلو را څرګند سو او خپل توپکان یې پورته نیولي وو ویل یې د خپل هیواد ټول ورونه راته پرانیزي او امریکي تجارت دننه در پریږدی څه یې در پیاد کړه چي په ۱۸۵۹ ء کال نکلس د دهلي دروازه ټکوله د باسفوس څخه تر بنکاکه او تر دې هم وړاندي په اسیا یي هیوادونو کي د برتانوي ، پرتګیزي ، فرانسوي،لندني سامراجیانو چور او تالان لوېدلی وو ، دا خلک چي په اصل کي د ګټي او چور تالان لپاره آسیا ته راغلي وو او دنیا ته یې دا باور ورکولو چي هغوی وروسته پاته او وحشي آسیا ته د عیسوي کلتور او تمدن دودولو ته راغلي دي نن چي د آسیا په هر هیواد کي وطن پالونکي د خپلي آزادۍ لپاره خپل سرونه قربانوي نو سامراجیانو  خپله ناره پرېښودله او نن یې ناره دا ده چي موږ به اشتراکیت او کمیونزم په آسیا کي پرېنږدو موږ به خپل جمهوریت وغوړوو ، نن ناره بدله سوه لاکن ناره باز بدل نه دي :

 دا هم هغه د مرګ سوداګر دي په بدل لباس کي راغلي دي لاکن زه د دوی څېرې په دغه نقاب کي دننه هم صفا صفا لیدلای سم او زړه مي غواړي چي ته یې هم و وینې او ستا په څېر ډېر نور بې شمېره ځوانان یې هم و ویني کوم چي د جنګ خوراک ګرځول کیږي دا د دې بلي امریکې څېره ده چي پر خپل ډالري شهنشایت یې د سخاوت او خیرات نقاب غوړولی دی ، دا نقاب لیري کړه :

ای ملګرې !په داسي کړو به یې خاتمه را نژدې سي ، ما درته د امریکایي او لویدیځه سامراجیانو کیسه اوروله په کال ۱۸۵۶ ء په چین کي ملت پالو د ٫٫ باګسر ٬٬ پاڅون وکړو  لاکن لویدیځه سامراجیانو په شریکه دا پاڅون خورا په بې رحمي سره ورټلو اوپنځه زره کلن لرغونی  کلتور لرونکی هیواد ورونه یې بیا د دې نابلده ډاکو لپاره پرانستل چي دننه راسي د چین د خلکو زیار چورول یې موخه وه او د هغوی سیندونه قبضه کول یې نیت وو ، د چین خلک د خپلو ذخیرو ، دولت او قیمتي پیدا وار څخه بې برخي کول یې مرام وو ، د هغو وطني آبرو او حرمت یې تر خپلو پښو لاندي کول غوښتلو هم داسي دا ټول څه وسول :

لومړۍ جهاني جګړه وسوه ورپسې دویمه جهاني جګړه پېښه سوه چي وروسته په پای کي ظاهراً داسي ښکارېدله چي غونډ چین او جاپان د امریکایي سامراجي اقتدار په ولکه کي سو او بیا کوریا هم ، د کوریا په منځ کي د ۳۸ عرض البلد لاندي پر ټوله نړۍ امریکي ډالر خپلي پښې ټینګي کړي وې دا ډول  د کوریا دا زړه وړونکی هیواد ټوټې ، ټوټې سو چي لرغونې کلتوري سلسله یې  کم تر کمه څلور زره کاله قدامت درلود، که چیري زه وتاته و وایم چي دا د انسانیت په ضد یو جرم دی نو کېدای سي چي بې ځایه به نه وي ولي چي ترننه د کوم قو م زړه دا ډول د طول البلد او عرض البلد په کرښو کچه سوی نه دی کوریا له یوې اوږدې مودې یو هیواد دی ، یو قوم دی ، یوه ژبه ده ، یوه سندره ده ، د مغربي او امریکي سامراجیانو د  واړه دسیسو او جګړو وروسته به هم یو پاتیږي ، دا زما عقیده ده چي نن کوم یو پردی طاقت یا قوت دا حق نلري  چي هغوی دي یو قوم دوې ټوټې کړي او څوک چي داسي کوي موږ هغوی جمهوریت خوښوونکي نه نوموو هغوی ته جمهوریت دښمن وایو ، پر کوریا د کوریا د خلکو حق دی هغوی چي څه ډول غواړي هغسي دې قسمت رغوي هم دې ورانوي ، د څه ډول حکومت چې زړه سي هغسي حکومت دي جوړ کړي ، خپل رهبر دي انتخاب کړي خپل اقتصادي او سیاسي نظام دي بدل کړي او هغوی دا بشپړه واک لري چي د دوی خارجه او داخله پالیسۍ به څه ډول وي د بیرغ رنګ به یې څه ډول وي او پر دا ټولو خبرو یو په  دوه  د دوی حق دی او کوم بل څوک پردی دا حق نلري چي د دوی په اړه خپله پر یکړه پر دوی وتپي که چیري د کوریا خلک په ګډه په ناسته یوه ستونځه اواروي نو ډېره ښه ده لاکن که چیري هغوی دا ستونځه په خپلو کورنیو جګړو خلاصوي نو هم څو ک بل یې په منځ کي د خبرو حق نلري البته صلاح ورکولای سي دغه کورنۍ جګړې ته ښه یا بد ویلای سي لاکن توپک په لاس د هغه په کور ور ننوتلای نسي اخر په امریکا کي خو هم کورنۍ جګړې پيښي سوي دي ، د شمالي امریکا خلکو د جنوبي امریکا د خلکو د مرییتوب په ضد تر څو کلونو کورنۍ جګړه کړې ده لاکن خوارو کوریایي خلکو خو کله هم په دې جګړه کي مداخلت  ونکړو د برتانیه کورنۍ جګړې مي هم پیاد دي څه مهال چي هغوی د خپل باچا چارلس اول  سر  ورځني غوڅ کړلو دا مهال هم د کوریا شاه د برتانیه د شهنشاهیت د حمایت په خاطر خپل پوځیان برتانیه ته نه وو استولي نو بیا دا نن ولي برتانیه د کوریا سیند ته خپلي سمندري بېړۍ راستوي د څه لپاره ؟

 د ۳۸ عرض البلد د ژغورني په خاطر ؟ دا هم یو عجبه ټوکه ده کومه حیرانونکې نه ده که چیري د پیښو دغه رفتار هم داسي پاته وو او امریکایي سامراجيان  د کوریا څخه دا ډول تښتېدل نو یوه ورځ به برتانیه د خط استوا د ژغورني مسولیت په غاړه اخلي ، لاکن نن ورځ آسیایي وګړي د دې ۳۸ عرض البلد له مکاریو ښه بلد سوي دي چي امریکایي عسکر جنګ د ۳۸ د ژغورني په خاطر نه بلکې د یوه بل عرض البلد د ژغورني په خاطر قربانیږي چي د آسیا زړه د یوه سره څیري بل سر ته یې  رسیږي ، دا ظالم سامراجي عرض البلد چي د کوم هیواد سره تیریږي هغه سره دوې ټوټې کړي د فلسطین سره چي تیریږي نو فلسطین په اسرایل او په عرب کي  سره و ویشل سي له برما سره چي تېریږي نو کیرن ریاست او اپر ادري ریاست کي سره و وېشل سي له انډونشیا سره چي تیریږي نو نیوګني له انډونشیا څخه جلا سي له هند چین څخه چي تیریږي نو د ویت نام په مقابل کي بودایي تالۍ څټ حکومت را پیدا کړلای سي :

دا عرض البلد آسیایي قومونه یو کوي نه ، له توانه یې اچوي چي دا ډول په دایمي توګه مریان پاته سي او د سامراجیانو د تسلط تر بار لاندي  ولاړ نسي ، مغربي سامراج لومړی خو په آسیایانو کي خپل دلالان او تالۍ څټ لټوي  هم  دوی د خپلو ګټو لپاره د قومي رهبرانو په بڼه رغوي او نور وطن پالونکي کمونسټان معارفي کوي هم دا ډول د خلکو د ګمراه کولو هڅي کوي ورپسې د دا تش په نوم ملي رهبرانو د سایوان تر سوري لاندي خپل سامراجي چور تالان روان ساتي تر جګړې وړاندي او تر جګړې وروسته هم دا ټول

څه هم دا ډول کېدل لاکن تر جګړې وروسته چي په ټوله آسیا کي ملي غورځنګونه  په شدت سره را څرګند سول نو سامراج زیر زمین پناه واخستله او خپل وطني ایجنټان او دلالان یې را پورته کړل چي په دوی هم پوره نسوه نو سامراج خپله توپک را واخستلو په کوریا کي ودرېدل دا د سامراج وروستۍ جګړه ده :

ای ملګرې ! د هم دې توپک مرمۍ نن ستا تر ځګر پوري ووري ووته زه غواړم چي ته په دا ستونځو په هر اړخیزه توګه وپوهیږې او ستا غوندي په زرو او په لکونو نور امریکایي ځوانان هم په دې حقیقت ښه وپوهیږي ولي چي د دوی پر هم دغه ډول فکر باندي د نړۍ د امن دار او مدار دی نن ورځ د امریکا د خلکو او د امریکا د ځوانانو دا لوی مسؤلیت پامیږي او زه دا هیله څرګندوم چي دا ټول خلک به د تاریخ د دې غوښتنو په پوره کولو کي حتماًً  له موږ سره مرسته وکړي ولي چي دا خلک به سره یو ، یو کړي بې شمېره شخصي  شل کلن  شیډرکان بې وګرځوي په هم دې خاطر دوی ته له خپلو امریکي بادارانو چا چي په کوریا کي دا جګړه پیل کړې ده حتماً دا ویل په کار دي چي هغوی په دې جګړه کي د سامراج ملګري نه دي بلکې د آسیا د خلکو ملګري دي دوی ته حتماً دا ویل په کار دي چي موږ په آسیا کي د هیڅ یو ٫٫ ازم ٬٬ په ضد نه جنګیږو هغه که کمیونزم وي ، بت ازم وي یا که اسلامي فکر وي دا د آسیا د خلکو خوښه ده هغوی چي کوم ازم غواړي خپله خوښه یې ده سره وژني ، ډېریږي او که غوړیږي د خپل قسمت واکمن دي که چیري امریکا د نورو قومونو د قسمتونو د واکمنۍ زیار باسي د دې بې انصافۍ موږ هیڅ وخت حمایت نکوو ، موږ به د سامراج ٫٫ نوي مریان ٬٬ نه سو ، نه په یورپ کي ، نه په امریکا کي ، نه په کوریا کي او نه د آسیا په کوم یو میدان کي :

خلک پرېږدی خپل تقدیر پخپله جوړ کړي ، بیا یې ګوره چي څومره ښکلی تقدیر جوړوي .

زماله  لیکه  چیري داسي و نه پاموې چي زه ستا پر مرګ غمجن نه یم داسي نه ده خبره تش دومري ده چي نن زما په سترګو کي ستا لپاره اوښکي پاته نسته ، ما خپلي اوښکي ډېره موده وړاندي څڅولي دي ، ما په خپل زړه کي دومره غریبۍ او ټولنیزه بې انصافۍ لیدلي دي چي په لیدلو سره یې زما د سترګو اوښکي تمامي سوې لاکن زه ستا پر مرګ غمجن یم او  هم زیات ځورېدلی یم زما پزړه کي ستا د وژونکو لپاره د کرکي پرته نور څه نسته ستا رښتونی وژونکی څوک دی ؟

ولي د شمالي کوریا هغه عسکر دی چي د خپلي میرمني او ماشومانو د حفاظت په خاطر یې ستا په ځګر کي مرمۍ ښخي کړې او که کوم بل څوک ، دا هم یو جالبه کیسه ده، ایا اورېدل یې غواړې ؟

په ۱۹۰۵ ء کال څه مهال چي د روس او جاپان تر منځ جګړه سوې وه او جاپان ټول مخالفتونه راسپڼل په چین ور داخل سوی وو دا د هغه ورځو خبره ده چي د فاتح جاپاني پوځونو سره یو ځلمی امریکن جګړن هم ورسره ملګری وو چي د ویسټ د دې پوځي مامور نوم میک پانټ امریکا څخه را استول سوی وو آرتهر  وو دا جګړن په ظاهره د یو ناپېیلي پوځي مبصر په حیث د جاپاني پوځیانو سره یو ځای سفر کولو ، زه چي اوس پر دې ټوله پيښه فکر کوم نو راته داسي ښکاریږي شاید همدا جګړن مېک آرتهر په کال ۱۹۰۵ ء د امریکي سامراج او یورپ لپاره په آسیا کي نوي تجارتي منډیاني لټولې او په آسیایي هیوادونو کي یې خپلي حرصمندي او استحصالي سترګي ګنډلي وې ماته داسي ښکاري چي په کال ۱۹۰۵ ءچي جګړن میک په کوم مشن راغلی وو هغه زښت په ګرانه په کال ۱۹۴۵ ء کي تر سره کړو( یاده دي وي چي په کال ۱۹۴۵ ء  امریکي سامراج د جاپان په دوو ګڼو ښارونو هیروشیما او ناګا ساکي  باندي د اټوم بمانو باران و ورولو چي په نتیجه کې په لکونو بې ګناه انسانان سپین ژیري ، میرمني ، ماشومان ، رنځوران او ځوانان پکښي و وژل سول او د دواړو ښارونو کورونه د خاورو سره خاوري سول تر نن ورځي یې مځکي شاړي او د کښت څخه بې برخي دي حالانکې د دې بمبارۍ په مهال دویمه نړیواله جګړه ٫٫ ۱۹۳۹-۱۹۴۵ ء پای ته رسېدلې وه ) وماته داسي اندیښنه را ولاړه سي څه مهال ۱۹۰۵ ءچي هغه امریکي جګړن میک د کوریا په سیند کي پخپله بېړۍ کي سپور وو نو هغه ستا تر زېږون ډېر وړاندي ستا د مرګ حکم اورولی وو نن چي زه د دې حکم په اړه فکر کوم نو په دومره سړه سینه فکر  ورباندي کوم چي ستا پر مرګ مي په سترګو کي اوښکي نه را ډنډیږي د کرکي لمبې پکي پورته کیږي د هغه جابرو او ظالمانو په خلاف چا چي نولس او شل کلن امریکي ځلمیان د کوریا په مقتل کي ور غوځار کړل ، دغه ځلمیانو ته اوس لا مکتب او لېسه لوستل په کار وو ، دوی ته د جګړې لوبه نه فټبال ، هاکي ، ټېنس او د والي بال لوبي په کار وې د دوی په وړاندي ښکلي ځوانۍ غوړېدلي پرتې وې چي د تېرولو یې دوی کامل حق درلودلو :

دا حق چي چا لتا تروړلی دی زه یې په ډکوستر ګو په ضد جنګېدلای نسم دا ځکه نن ستا لپاره زما له سترګو اوښکي نه څڅیږي له دې یې داسي نه واټکلوې چي ستا پر مرګ غمجن نه یم .

ای شل کلنه عسکره !فکر کوم ستا جنرل مېک آرتهر به هم ستا په مرګ دومره ځوریدلی نه وي لکه څومره چي زه درباندي غمجن یم ولي چي د امریکي جنرل لپاره ستا حیثیت د هغه په پوځي نقشه کي د یوې وړې نخښي پرته نور څه نه دي لاکن زه پوهیږم او دا مي ده ته هم یوار ویلي دي څه مهال چي د جګړې په ډګر کي یو عسکر جنګیږي نو څه کیږي څه مهال چي شل کلن شیډرک د مغربي ورجینیا استوګن د کوریا د جګړې  په ډګر کي و وژل سو ګویا د تاج محل په ډول تعمیر ولویدی د ساینس کوم نوی ایجاد د علم او هنر کوم لافاني خیال و وژل سو کوم چي تر ننه چا سپړلی نه دی او ټوله دنیا یې په ځان پسي غمجنه کړه ، کېدلای سي د شل کلن شیډرک مرګ د جنرل مېک آرتهر لپاره د یوې نخښي تاوان هم نه وي لاکن نن هلته چیري چي له ده سره مینه لرونکي ایمانداره خلک اوسیږي هغه په رښتیا هم د شیډرک په مرګ غمجن دي ولي چي هغوی پوهیږي چي دا مرګ بې ګټي وو چندو ارزښت یې نه درلود ولي چي دا زموږ خاوره چي نن یې دا حال دی د خپلو واړو سارایي نیمګرتیاوو باوجود زښت زړه کښونکې او زړه وړونکې  ده دلته زرخیزه کروندې او ناوې دي چي د غنمو ، جوارو ، وربشو ، باجري ، مالوچو وني او بوټي پکي ځنګیږي ، دلته بې شمېره داسي ژوري  درې او غرني پېچومي لري چي په غېږ کي د زمردو په څېر ځلیدونکي ځنګلونه لري چي پرښي یې د سرو او سپینو زرو او نورو زرینو کاڼو ځلیږي دلته په میلونو پراخ سیندونه او خوړونه غځېدلي دي چي پخپلو تاندو سینو کې د برق توان او  توښ یې د مور د شودو غوندي خوندي ساتلی  دی ، دلته موږ ټول خلک په آرام او سکون سره او د غوړېدونکي ودي سره اوسېدلای سو دا خاوره دومره شتمنه ده  دومره ښکلې او بډایه ده که چیري موږ هڅه وکړو نو زموږ ستري آرزوګاني تر سره کولو صلاحیت او قوت په ځان کي لري :

موږ که چیري د دې دنیا پرته د کاینات په نورو اړخونو سترګي وغړوو نو به موږ بې شمېره شمس و قمر او لاتعداده ستوري په دې پراخه فضا کي په څرخ اخته  و وینو ، دومره زیاتي دنیاګاني که یو څه هڅه وکړي هر انسان ته یو ستوری رسیدلای سي ، د کاینات دا غوړېدلې ستره او پراخه سلسله له زرونو کلونو د انسان د جرات آزمویني منتظر پاته ده ، اړتیا د دې امر ده چي موږ د کوریا پر یوه کوښني غونډي د جنګېدو پرته خپلي سترګي د زمان او مکان وروستي حدونو ته واړوو ، اړتیا د دې ده چي موږ په اربو او کر وړو روپۍ د اټوم او هایډ روجن په خطرناک او انسان وژونکوکیماوي موادو  خرڅي نکړو او که دا روپۍ د علم ، ساینس او هنر په ګټه تمامي کړي نو انسان په رښتونې توګه انسان ګرځېدلای او د کاینات په مرکز کی درېدلای سي ، دا زما باور او کامل یقین دی زه چي دا وروستۍ څو کرښي وتاته لیکم نو زما نظر د څه ساعت لپاره ترکړکۍ پر دباندي منظر پرېوزي او چیري چي زه ناست یم د هغه ځایه زه د فطرت یو ښکلی او له سکونه ډک منظر وینم ، د وزرونو په څېر غوړېدلي زړه وړونکي د کوپرې زرغونه بلګونه چي د خورما  په دنګو ونو خواره واره پراته وو چي د تیارې په ازغنو لوړو ژورو کي تر لیري غزېدلي وو او  اوس چي کله فکر کوم راته ستا خیال ودریږي:

 عسکر شیډرک شل کلن د مغربي  ورجینیا استوګن او زه فکر کوم د هغه  نورو یو شمېر شیډرکو چي ستا په ډول شل کلن دي او د مغربي ورجینیا استوګن دي ، د اوکساس اوسېدونکي دي اوهیو ، سنناهي ، ټیکسانه ، بوسټن او د شکاګو استوګن دي :

شیډرک عسکره ! هغه ځلمیان چي لا تر اوسه شل کلن نه دي چي تر اوسه لا ۱۹ کلن ۱۸ کلن ۱۷ کلن اویاهم  د شپاړسو کلونو دي وروسته راته د هغه شیډرک خیال را تر زړه سي چي لا تر اوسه تش درې کلن دی زما بچی دی او زه په خیال خیال کي وایم نا ، نا داسي کله هم کېدلای نسي ، هغوی به هیچري هم بیا کوم غونډي ته لیږلای نسي نو ځکه زه چي تر خپلي کړکۍ دباندي لیري پر دا غونډي باندي ستا مړی ګورم نو د ځان په اړه یوه پریکړه وکړم – امن ، امن نن هم دا اوس امن – زما په عصر کي امن او د هر یوه

عصر لپاره امن !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *