د ملي وحدت حکومت له اوږده ځنډ وروسته د نویو والیانو د ګومارنې لړۍ پیل کړې ده. سرپرستو والیانو چې څه باندې اووه میاشتې يې په خورا ناغېړۍ او بېغورۍ دندې ترسره کړې اوس يې کډې بار دي او د خپل کاله پر لور د سفر موزې په پښو کوي.
د ملي وحدت حکومت تر اوسه ټولې ګومارل شوې څېرې نوې نه دي، بلکې د ځینو مهمو پوسټونو او ولایتونو والیان تکراري څېرې دي، د دغو تکراري څېرو له کارونو او شخصیتونو سره خلک څه ناڅه اشنا دي. خلکو چې له ډېرو هیلو او ارزوګانو سره رايې ورکړې، په دې هیله وو، چې نوی حکومت به ژور اصلاحات راولي او په هره پرېکړه کې به د ولس د هیلو خیال ساتي، خو هسې چې د خلکو ارزو وه، هسې ونه شول.
وايي چې په اخور دې لوی شي غاښ يې مه ګوره، اوسني والیان د پخواني حکومت پاتې شونې دي، په دې ټولو والیانو د نالایقو او بې کېفیته کسانو مطلق حکم کول نه دي پکار، خو ټولو ته ښه او وړ شخصیتونه ویل هم د خودغرضۍ پرېکړه ده.
پراخ فساد او سترې مافیاوې په هره سیمه او ولایت کې شته دي، خو په سرحدي او هغو ولایتونو کې چې ډېر عواید لري، تر نورو سیمو ډېر دی او هره ډله په دې هڅه کې ده، چې د خپلو اهدافو د پوره کولو او تعقیب لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
چاپړوسو او وجدان پلورونکو خلکو ته څوکۍ او مقام تر خپل حیثیته ډېر مطرح او مهمه وي.
والیان چې د مرکزي ادارې استازي دي او د دوی په واک سیمو کې د ښې حکومتوالۍ او خلکو ته د خدمت په نیت ټاکل شوي وي، کارونه يې د سیمه ییزو زور واکو لخوا له ننګونو سره مخامخ کېږي.
دا زور واکي دومره ځواکمن دي، چې ان ځینې وخت خو پرې د سیمه ییز حاکم (والي) زور هم نه رسي.
د دغو زور واکو د زور بېلګه مو څه موده له مخه په ننګرهار کې ولیدله، د ننګرهار پخواني والي مولوي عطاء الله لودین د خپلې استعفاء لامل دا ښوده چې پر سیمه ییزې مافیا يې زور نه رسي او مرکزي اداره يې غږ نه اوري. په ننګرهار کې د مافیا لویه برخه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي، پخواني قومندانان او نور بانفوذه خلک دي.
مخکې مو وویل چې مافیا په ټول هېواد کې فعال ده، خو په سرحدي ولایتونو کې دومره قوي ده، چې ان د والیانو پر ضد کرايي لاریونونه راوباسي او مرکزي ادارې ته دا تمثیلوي چې رښتیا هم والي بې کفایته شخص دی، دا چاره څه موده مخکې په خوست کې تکرار شوه او د خوست د پخواني والي عبدالجبار نعمي پر ضد په خوست کې حاکمې مافیا پراخ لاریون وکړ چې لاریون کې ځانمرګي بریدګر چې موخه يې د ولسي جرګې وکیلان وو ملکي کسان ووژل.
دغه راز څو ورځې له مخه په کندهار کې د ولسمشر اشرف غني دا خبره چې په کندهار کې پرته زما له استازې د بل چا خبره نه چلېږي او بل قوت نشته دا ثابتوي چې په کندهار کې زورواکو او مافیايي کړیو خلک تر پزې راوستي او حکومتي چارې يې ټکنۍ کړې دي.
زور واکي او مافیايي کړۍ هغه دوې ډلې دي چې د نوي حکومت واليان به وننګوي او ښايي ځینې والیان چې له مخه مو وویل څوکۍ پرې تر خپل حیثیته هم ډېره ګرانه ده له دغو ډلو سره به جوړ جاړی وکړي او خپل واک به وغځوي.
د زور او زر خاوندان به تر خپلې وسې هڅې وکړي، چې نوي والیان د ځان په رنګ کړي او دوی په دغه چاره کې ځانګړې تجربه او تخصص لري.
ځانګړې تجربه او تخصص په دې معنا چې د والي تر معرفي کېدو لږ وخت وروسته دوی د والي دفتر ته لار کوي او والي په ځینو ډالیو نازوي، چې دا ډالۍ په اصلیت کې د والیانو د خپلولو لومړی تکتیک دی.
د مافیايي کړیو مشران چې والي صاحبانو ته مشه دارې لونګۍ ور په سر کړي، بیا نو والي دوی ته خړسترګی وي او په هر قرارداد او د پروژو په پلي کېدو کې د مافیايي کړیو خبره والي ته سر په سترګو د منلو وړ وي.
د ولسمشر د ځانګړي فرمان او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا تر اوسه ننګرهار، کندهار، هرات، میدان وردګ، سمنگان، کاپیسا، دایکندي، لغمان، بامیان زابل، پروان، پنجشېر، پکتیکا، فراه، کندوز او ځینو نورو ولایتونو ته نوي والیان ټاکل شوي دي او د ځینو نورو د ټاکل کېدو اوازې ګرمې روانې دي.
دغه والیان د خپلو کارونو د پیل په ورځو کې خلکو ته ژمنې ورکوي چې متوازنه اقتصادي پراختیا، غوره حکومتولي، د سراسري امنیت تامین، د ادارو ترمنځ د کاري همغږۍ رامنځته کول، د خدماتو د عرضې د کیفیت لوړول او په ادارو کې د خلکو متناسب حضور ته لار هوارول یې د کار مهم لومړیتوبونه دي.
دغه ډول ژمنې خلک هم غواړي او د عوامو ارزو هم همدا ده، خو ایا والیان به څه چې وايي په عمل کې هم همداسې وکړي؟
په ولایتونو کې حاکمو مافیايي کړیو سربېره پردې چې په زرګونو جریبه ځمکې غصب کړې دي، د لویو پروژو قراردادونه هم د دوی په لاس کې دي. دغه راز د مالیې له ورکولو تېښته، د برېښنا له لګښته انکار، د مارکیټ انحصار او د نورو سیمو او یا هم د بهرنیو پانګوالو د پانګونې مخه نیول هغه چارې دې چې د سیمه ییزو مافیايي کړیو کار دی.
که نوي والیان څو ټوپکمار او د زر او زور څښتنان چې د زرګونو خلکو ژوند يې ور تریخ کړی دی مهار نه کړای شي، نو تحول، تداوم او اصلاحات هسې خوشې خبرې دي او د ولس د غولولو لپاره شعار و او شعار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *