په ځینو هیوادونو کې سړي سر عاید د کال څوسوه ډالره دی خو د ځينو نورو لسګونو زره ډالرو ته رسېږي. په ملتونو کې دومره ډېر توپیر له کومه شو؟
ټولنه د وګړیو مجموعه ده او چېرته چې د کار کسان ډېر وي، هغه ټولنه تر نورو ممکن سوکاله او نېکمرغه وي. وړ او مستعد کسان په کومو ټولنو کې زیات پیدا کېدای شي؟
په دې پوښتنې باندې زیات غور شوی دی او پنډ پنډ کتابونه ورباندې لیکل شوي دي. د کار کسان په هغو ټولنو کې زیات پیدا کېږي چې علم پکې عام وي؛ یعنې تر وسه وسه زیاتې نجونې او زیات هلکان یې د زده کړو امکان ولري.
په اوسنۍ زمانه کې چې علم او وسایل پېچلي شوي دي، د مهارت له حاصلولو پرته ژوند ورځ په ورځ مشکل کېږي. څو اونۍ مخکې جلال اباد ته نژدې د چرګانو یو لوی فارم ته ورغلم او هلته خبر شوم چې د فارم د کامیابولو او چلولو لپاره خارجي ماهرانو ته اړتیا ده. موږ په زرګونو کلونو په خپلو کورونو کې چرګان ساتلي دي خو که په اوسنۍ زمانه کې ګټوره مرغداري جوړوو، نو تخصص به یې زده کوو او دغه تخصص زده کړې غواړي چې په افغانستان کې یا نشته یا نیمګړې دي.
البته، له زده کړې څخه مقصد یوازې د مهارت حاصلول نه دي، بلکې د داسې کسانو روزل هم دي چې نوښتګر ذهن ولري او په عدالت باندې باوري وي.
که یو څوک په حساب کې تکړه وي، دا یو مهارت دی خو دا کمال د حساب ماشین هم لري. د حساب ماشین ابتکار نه شي کولای. ابتکار د انسان ځانګړنه ده. د زده کړو له کامیاب نظامه غوښتنه کېږي چې د ذهنونو په پرانیستلو او د نوښتګرو کسانو په روزلو کې برخه واخلي. د وروسته پاتې او پرمختللیو ټولنو د وګړیو تر منځ یو بنیادي فرق دا دی چې په پرمختللیو ټولنو کې مبتکر کسان زیات وي. د بې ابتکاره ټولنو وګړي خو اول نوښت نه مني او بیا چې یو کس پکې پیدا شي او نوښت وکړي، ټول هماغه نوښت تکراروي. ما یادېږي زموږ په کلي کې یوازې د اوبو ژرنده وه چې له لرې لرې ځایونو به خلکو غنم ورته راوړل او د نوبت لپاره به یې په ساعتونو صبر ورته کاوه. یو وخت چا ابتکار وکړ ماشیني ژرنده یې راوړه. په کال دوه کې څو نورې ماشیني ژرندې هم جوړې شوې چې طبعا په تاوان چلېدلې.
بې ابتکاره خلک به هر نوي شي ته د شک په سترګه ګوري. زموږ په ځینو کلیو کې شاید تر اوسه پورې لا واکسین ته د شک په سترګه وکتل شي. دنیا بدلېږي او ستونزې نوې کېږي. موږ که ابتکار ته تیار ونه اوسو، همداسې به نورو ته محتاج یو. د جلال اباد په هغه فارم کې یوه هندي متخصص د میاشتې په زرګونو ډالره تنخواه اخلي خو زموږ د اکثرو زلمو معاش د میاشتې څو زره افغانۍ دی. د فارم مالک یو وطنپال افغان دی او دا ورباندې ښه نه لګېږي چې د وطن ځوانان دې وچې شونډې ګرځي او نور دې نخرې کوي، مګر چې معارف او مهارت او ابتکار ته لازمه توجه نه کوو، دغسې نخرې به روانې وي.
د ماهرو کسانو او مبتکرو ذهنونو په روزنې سربېره د ټولنې د نیکمرغي او سوکالي یو بل شرط دا دی چې وګړي د عدالت په روحیه وروزل شي. که په ټولنه کې نارینه تر ښځو ځان بر ګڼي، یا شتمنو ته تر کسبګرو ځان زیات ښکاري یا مشران په کشرانو باندې د کلانکاري هوس کوي، معنا یې دا ده چې په ټولنه کې د وګړیو تر منځ د مساوي اوسېدلو روحیه کمزورې ده. په هغه ځای کې چې ځینې کسان د ځینو نورو له وېرې د زړه خبره نه شي کولای، هلته په عدالت باندې باور کمزوری او فرعوني خوی پیاوړی وي. که د ټولنې وګړي د یوبل پښو ته ځولنې وراچوي، د ترقي او سوکالي تمه دې نه لري. مهذبه ټولنه هغه ده چې د هر چا حیثیت پکې خوندي وي او له وګړیو سره د مور مېرې سلوک نه کېږي. د دې لپاره چې یو بل په واقعي معنا ومنو او بې انصافي ونه کړو، پکار ده چې د نظرونو، قومونو او کلتورونو توپیرونه ومنو او وزغمو. د ترقي او سوکالي په لور سفر به هاله راته اسانه شي چې د میکروریانو د سیمې درېشي والا او د بکوا د صحرا پټکی والا دواړه دې نتیجې ته ورسېږي چې موږ که د یو بل غوندې لباس نه اغوندو نو معنا یې دا نه ده چې د یوبل په لباس پورې به خاندو. په روغو ټولنو کې ګوندونه وي او ګوندۍ نه وي.
د ټولنې د ترقي او سوکالي لپاره پکار ده چې نه یوازې رسمي تعلیمي نظام بلکې کورنۍ، رسنۍ، دیني علما او ټول هغه لوري چې د وګړیو د ذهنیت په جوړولو کې برخه لري، خپل مسولیت ادا کړي او وګړي داسې وروزي چې زړونه یې لوی او ذهنونه یې پرانیستې وي.
د غضنفر صاحب په قلم دې برکت وي، تل داسې لیکنې د قلم له څوکې راوځي، چې نه یوازې نور ته درس ورکوي، بلکې ډیر داسې څه پکې وي، چې هغه د لوستونکي لپاره نوي او په زړه پورې وي، که ټول لیکوالان د غضنفر صاحب په څیر لیکنې وکړي، نو باور لرم، چې افغاني ټولنه به له سترو ستونزو ډیره ژر خلاصه شي.