اغا ملوک سهار

د سهار چای مو نه و څښلی، مطالعه مې کوله. يوه ملګري ته مې وويل غواړم یو داسې اپلېکيشن جوړ کړم چې خلک له کوره رايه واچوي، د کانکور ازموينه پکې ورکړي او نتيجه یې هماغه شېبه وګوري، له پوليسو او ډاکتر، اطفايې سره د چټ له لارې مشکل حل کړي، او ځېنې نورې برخې ولري. له يو يونيک اکاونټ څخه د هويت تعين وسي.

هغه خندل، راته ویل یې ته راځه يو ځل چای وخورو. ماښام ته مو يو بل ملګري چې په هند کې يې کمپيوټرساينس لوستی و، را ميلمه کړ د شپې تر دوو بجو ناست وو. ما وړانديزونه کول دوی رد يا تاييدول. دله بل سهار نه وروسته مې تلاشونه پيل کړل، نه مې کتاب پريښود، نه ګوګل، نه استاد، نه تخنېکي متخصص، نه بله هره ممکنه منبع څو چې مې په خپله مفکوره کې نوښت تعريف کړ، او ټولو ته مې پرې قناعت ورکړ چې دلته خلاقیت شته او دا ممکنه ده. وروسته مې د مخابراتو وزارت د ډيوې جايزه، چې نړيوال بانک يې مالي ملاتړ او څارنه کوي وگټله.

له دې جايزې ورهاخوا يې هم عايد درلود، ولسمشر او نورو مشرانو وروبللم خپلې خاطرې، تجربې یې راسره شريکې کړې، تشویق يې کړم. لسګونو رسنيو ورباندې راپورونه خپاره کړل، طرحه د ولسمشر دفتر تاييد کړه دا چې په برښنايې تذکرو پورې تړلې وه، نو تر څو چې تذکره پاته وې دا به هم وځنډيږې.

يو ښه خبر و په داسې وخت کې، زما په بګرونډ، او کرکټر يې زيات تاثير وکړ. زه له ډيرو علمي کسانو سره اشنا سوم، زياتې تجربې، مشورې يې راسره شريکې کړې، بالاخره ماته يې ډير څه رازده کړل.

نو د خپلو مثبتو فکرونو قدر وکړئ، پېل هميشه کوچنی، ساده وي، مثبت اوسئ، مثبت اوسيدل، تلاش کول، مازغو ته غذا ورکول، له تاسو هرڅوک جوړوي. منفې اوسيدل مو ټيټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *