فریدالله منګل

لیکوال: عبدالکلام –

دا نن چې په نړۍ کې موږ کوم حیرانونکي بدلونونه وینو دا په حقیقت کې د یو شخص او یا هم د یوې ډلې د تصوراتو او نوښتونو پایله ده. هر نوښت ګڼ فرصتونه منځ ته راوړي، او هر فرصت د بې شمېره نوښتونو د منځ ته راتګ سبب کیږي.

خلاقیت یا نوښت دی چې نړۍ یې د خپل واک او کنټرول لاندې راوستلې. ددې لپاره چې بدلون منځ ته راوړو، نو دری اساسي ټکي دي چې باید په پام کې ونېول شي.

ـ د بېساري نظریې سره راتلل

ـ همدې نظريې ته پرختیا ورکول

ـ او په دې لار کې د یو څه خطر منل

په معاصره نړۍ کې د ناسمې سیالۍ سبب د نوښت نه شتون دی. که په زرهاوو تجاران یو بل ته ورته توکي پلوري، او یا یو ډول خدامات وړاندې کوي، دا په حقیقت کې نوښت ندی بلکې دوی خپلو منځونو کې شخړو ته لار پرانیزي. موږ تل خپل نوښتګر فکر د ځان سره پټ ساتو، خو که موږ د نوښت لپاره خپله هڅه جاري وساتو او د فکر بڼه مو د نورو خلکو له افکار بدله کړو، نو موږ په دې توانیدلی شو تر څو په نړۍ کې ګڼ نوښتونه رامنځ ته کړو، او په دې ډول به هر یو بریالۍ شخص واوسي.

نوښت ډیر څه د ځان سره لري لکه: شتمني، دندې، او فرصتونه د نوښت له امله رامنځ ته کیږي، دا نوښتونه نورو بې شمیره نوښتونو ته لار پرانیزي. که هغه شیان چې موږ ترې په ورځني ژوند کې استفاده کوو نظر وکړو لکه: برق، ټي وي، تیلیفون، موټر، کمره، کمپیوټر، انټرنټ … دا په حقیقت کې د یو شخص د نوښتګرې مفکورې پایله ده، او موږ ترې نن خوند اخلو. د بیلګې په توګه که ووایو چې په معاصره نړۍ د موباییل پرته ژوند ستونزمن دی. که چیرې توماس ایډیسون ګروپ نه وی اختراع کړی ښايې اوس مو هم ګیس او یا د شمعې رڼا ته مطالعه کولای. دا چې د نورو په فکر د پنځول شوو نوښتونو څخه نن موږ خوند اخلو، نو اړینه ده چې داسې یو ساده سوال هر وخت له ځانه وپوښتو:«د راتلونکي نسلونو لپاره ما څه تر سره کړي؟»

په کوم صنعت کې چې تاسو لیواله یاست، نو هڅه وکړئ چې د نوموړي تجارت د محصولاتو او خداماتو په اړه ډیر معلومات راټول کړئ، او ځان ته چیلنج ورکړئ تر څو بېسارې مفکوره منځ ته راوړئ. هر وخت د مارکیټ خاله ته ځیر واوسئ او پر وړاندې یې موجوده ستونزې وسنجوئ، تر څو په دې ډول په نړۍ کې اغیزمن بدلون منځ ته راوړئ. «هر نوښت د څه؟ په توري پيل کیږي نه د څنګه؟» که تاسو د نوښت اهمیت په یاد ولرئ نو تاسو به د سیالۍ په اړه هر څه هېر کړئ. دا نن چې په نړۍ کې څه شته ټول پوره نه دي او نور نوښت ته اړتیا لري، نوښت یو پرله پسې بهیر دی. نوښت تله اسو سره مرسته کوي تچې مو نوو ارزښتونو ته ورسوي، او نوې لارې او امکانات په لاس درکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *