تاند- د موبایل ټېلفون مشهورې کمپنۍ نوکیا د لومړي ځل لپاره اندروید سمارت فون (لمسي ټېلفون) بازار ته راوایست.

د نوکیا دا نسبتاً ارزانه سمارټ فون (نوکیا ایکس) نومېږي او د مایکروسافټ د ونډوز فون د سافټ وېر پر ځای د ګوګل له اپرېټنګ سیستمه پکې کار اخیستل شوی دی.

د هسپانیا په بارسلونا کې د دغه ټېلفون د معرفي کولو په غونډه کې وویل شول چې د دې ټېلفون د معرفي کولو هدف دا دی چې د دنیا خلک په لږ بیه سمارټ ټېلفون واخیستلی شي.

د نوکیا ایکس بیه ۱۲۲ امریکايي ډالره اېښودل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *