در یک گزاره ی مختصر که شاید به 50 سال قبل برگردد، ادیبی در مورد زنده یاد سراج الدین سعید، نگاشته است:
ښاغلى سراج الدين ((سعيد)) د ملا منهاج الدين زوى، په خټه شينوارى پښتون، په اوسنيو ليکوالو کى د اجتماعى مضامينو پوخ ليکونى دى. په ١٣١٩ هـ ق کال د کابل د ښار په ((ده افغانانو)) کى زېږېدلى. ابتدايى تعليم يى له خپله پلاره څخه او نور علمى تحصيلات يې په خصوصى ډول له خصوصى ښوونکو څخه کړى دى. په شرقى علوموکى ښه مطالعه لرى او د نويو غربى علومو له مطالعى څخه هم بى برخى نه دى، په تيره بيا په اجتماعى پوهنه کى د ښو معلوماتو خاوند دى. په پښتو او پارسی [دری] روان قلم لرى، او په عربى، اردو او ترکى ژبو پوهيږى او له انګريزى څخه استفاده کولاى شى. افغانى پوهان ده ته د يو فاضل او پوه پښتون په سترګه ګورى.
ښاغلى سعيد يو مخى، خوش صحبته او خنده رويه او اۤشنا پرسته سړى دى؛ مجلس ښه تودولاى شى. د بد نيتى، کينې او حسده سره اۤشنا نه دى. له هغه وخته چه د پښتو نوى نهضت شروع شوى دى، ده د خپل قلم مخه له فارسی څخه پښتو ته راګرزولې ده او په پښتو يى زياتى مقالې ليکلى چه د هيواد په اخبارو او مجلو کى خپرى شوې دى. ښاغلى سعيد، شعر نه وايى خو نثر يى ډير پوخ دى. د پښتو ژبى د نهضت او پرمختګ ټينګ طرفدار دى او په دې لاره کى د ده نظريه داده چه په پښتو کى بايد ښه ښه نثرونه وليکل شى او د پښتنو ليکوالو ترمنځ د ادبى وحدت روحيه ټينګه شى او پښتانه ليکوال زيار وباسى چه د پښتو سوچه او زاړه لغات راژوندى کړى او ترڅو چه خپل پښتنى لغت او محاوره لرى، بايد د پرديو لغاتو او محاورو څخه ځانونه وژغورى.
ښاغلى سعيد د رسمى ماموريتونو دورې هم تېرى کړى دى چه و وروستۍ ماموريت يې په لومړۍ رتبه په دارالتحرير شاهى کى مشاوريت و او اوس دا پوه پښتون په کورکى د ناروغى شپې ورځى تيروى.»
در چند جنبه ی تعریف مرحوم سعید، اما رابطه ی او با اجتماع، اجتماعی بودن را تعریف می کند. چنان چه در تذکار مختصر ادیبی که متاسفانه ندانستم کیست، رویت سراج الدین سعید در اجتماع خوانده می شود، چنین نقشی انعکاس بینشی نیز است که کسی در مجاورت مردم، آنان را کاملاً می شناسد.
درونمایه ی نوشته های مرحوم سعید، در دایره ی کل، روی جزییات متمرکز می شود. توجه بر ناهنجاری ها، قلم او را برای اصلاح می چرخاند و با فهم از این که اگر افاده ی منظور با ارزش های فرهنگی مردم توام شود، سهولت به میان می آید، نوع قلم را تباری می سازد.
از ریفورم اجتماعی تا نصب العین فرهنگی، اما غایه ی روشنگری ها و خدمات مرحوم سعید، بر محور زنده گی اجتماعی مردم اند.
در سالیانی که مرحوم سعید در اوج خلاقیت فرهنگی قرار داشت، جامعه ی افغانی، فاصله ی زیادی با ارتجاع اول نداشت. هرچند پایه های استواری که شهید اعلی حضرت نادرخان ایجاد می کند، طول این تجربه ی سیاسی را به حدود نیم قرن می کشاند، اما نیاز های شدیدی وجود داشتند که در قسمت تنویر مردم، فرهنگیان را ناگزیر می کردند با رعایت ثقلت برداشت هایی که عمدتاً تابو های سنتی و دینی بودند، مردم را برای کسب دانش، مسوولیت پذیری و توجه به اولویت ها تشویق کنند.
مرحوم سعید در کنار تخلیق آفریده های داستان گونه که اکثراً انتباهی و آموزنده اند، نمونه های نثری دارد که می توان گفت، شاید تلخیصاتی از گستره ی وسیع آثار اجتماعی او باشند. در نمونه های زیر «وقت»، «ارزش»، «هدف» و «بیداری» از جوهره ی وزن ادبی، اما با رویکرد اجتماعی بودن، تعلق خاطر مرحوم سعید را آشکار می کنند.
مغرور ته
ته نه پوهيږی، ځکه څوک نه شې پوهولی. ته ساده يې، ځکه څه نه شی سنجولی. ته د خودۍ په نشه کښی د وخت له اقتضااتو او ايجاباتو څخه بی خبره يې …
ته! هو ته! په دې ولی نپوهيږې چه څه بايد وکړو؟ درس نه وايې او وظيفه نه پېژنې، نو په دې حساب ستا تول ژوند يوه خطرناکه ډرامه ده، يو داسی ډرامه چه احساسات پاروی، مګر ته نه پاريږې. ته د چاسره ولی په يوه لياره نه شی تلی؟ او دا ولی د عمومی نفرت سره مواجه يې؟ که زما منې: د غرور په ځای د مينۍ او محبت سره ځان عادی کړه!
***
اديب ته
زه نه پوهيږم چه ته ادب ته په علم قايل يې او که په صنعت؟ ته ادب، حقيقت ګڼې او که تعبير؟ ادب د ادب دپاره غواړې او که په ادب سره د خلکو احساسات پاروې؟
ته! هو ته! ووايه چه ادب رنګينی او جلوه ده او که نه د حقيقت روښانول؟ زما دا پوښتنی د هغه اديب څخه نه دی چه هغه په صرف ادب نازيږی، بلکه زه د هغه اديب نه معلومات غواړم چه هغه په مطلب پوه وی، هدف ولری او د ادب څخه مطلوبه مفاده کولی شۍ.
***
ژونديو ته
ژوند د څه دپاره دی؟ که ژوند بی کاری وی، نو مرګ څه شی دی؟ ژوند، واسطه ده او که نه غايه او هدف؟ ژوند، ښه دی او که مرګ؟ زما په فکر ډير ژوندی دی چه د نورو ژونديو برخه خوری، بالعکس ډير داسی خلک مړه شول چه د هغوی د ژوند د ګټی او فايدې څخه تر اوسه خلک استفادې کوی.
حقيقتاٌ چه د ژوند په راز هر څوک نشی پوهيدلی. ژوند يوه لوبه ده چه په دې لوبه کښی سربيره پر منډو او ترړو په سل هاو او زرهاو هلی ځلی هم شته. نو ژوند ته بايد په عادی او سرسری نظرو نه کتل شی او نه دومره بايد د غور وړشی چه د يو با افتخاره مرګ نه هم مهم وګڼل شی.
څيرنه، تجربه او مشوره د ژوند مزيت زياتوی، جنبش او حرکت، جديت او فعاليت د ژوند معنی ده.
پوه خلک بايد د عامو خلکو سره د ژوند د ښودلو په مقصد کی مرسته وکړی.
***
محتاط ته
تا خو څه غوښتل، مګر په تته ژبه. تا څه ويل، مګر به زړه کښی دی پاتی شول. تا څه اوريدل، مګر په مغشوش ډول. تا څه احساس کولو، مګر باور دی پرې نه درلوده.
تا د ذايقی په خوند کښی هم بی خوندی محسوسوله، ځکه چه ستا افکارو ستا په حواسو تاثير اچولی و او تا ته چه کوم مهم مرض متوجه و، هغه همدا چه مضر احتياط دی کولو. ستا مرض سودا ده، مګر تا به ورڅخه د پوهی تعبير کولو، څکه عواقب دې ښه نه شو سنجولی او کله يو څه خوشبين او خوشباوره هم وې.
در چهار نمونه ی بالا که بیشتر شبیه قطعات ادبی اند، اما درونمایه، حول اجتماع مردم از مهارت های نویسنده حکایت می کند. او با قید جنبه های روانی، تاثیرات عوامل مختلف فرهنگی را تبیین می کند، اما در کل پیام می دهد که بر اثر ارزشمندی روشنگری، عناصری وجود دارند که بایسته های او برای اختیار اند؛ یعنی در تنقیدات سعید، تفهیم مساله ی اجتماعی بودن با تعیم این ایده ها توام می شود که مسوولیت پذیری با درک درست از زنده گی که بر محور ارزش های مدنی قرار دارد، ممد هایی اند که در تعیین نصب العین، انسان را هدفمندانه و آگاهانه به جلو می برند.
مرحوم سعید را می توان از آن نویسنده گان افغان به شمار رود که در جریان شگوفایی نهضت ادبی پشتو، با بینش فرهنگی در دایره ی قوم، اما اجتماعی می نویسند. آن مرحوم، در حالی که نویسنده ی متعهد بر ارزش های ملی بود، می دانست که تعمیم مفاهیم مدنی، روشنفکری و معارف، از اولویت های جامعه ی تباری اش نیز استند؛ چه کسب مسوولیت های خطیر دولتداری و حمایت هایی که پس از ارتجاع اول، روی ظرفیت بشری همتباران او استوار بودند، به نحوی مردم ما را در حاشیه ی ارزش های در حال رشد مدنی قرار می دادند. براین گونه، اجتماعی استحاله می شد که هرچند زمامدار کشور بودند، اما با نظامی گری از درک مولفه های مدنی که بخش عمده ی دولت را تعریف می کردند، دور می شدند.
مسوولیت های خطیر نظامی و نظامی گری های طولانی، یک بخش عمده ی ظرفیت های بشری تبار ما را جبراً از کسب آموزش هایی دور نگه داشته بودند که با رشد غیر متوازن در میان اقلیت ها، دسته های مخرب حزبی، به ویژه چپی- پرچمی را کمک کردند تا تغییرات انحرافی وسیعی در حاکمیت ها و طبعیت افغانستان ایجاد کنند.
هنوز نیاز ها به آن چه نصب العین امثال سعید ها بود، آشکار می کنند که پس از هفت ثور، همتباران ما با نوع دیگری از تغییر انحرافی (احزاب و تنظیم های جهادی)، نتوانستند توان و اقتداری را احیا کنند که بر اساس ظرفیت های بشری و عمق تاریخی آنان، همیشه برای پشتون های افغانستان محفوظ اند.
اگر در دورنمای تاریخی و فجایعی که بر افغاستان تحمیل شدند، دنبال حل پرسش برایم، به یقین آن چه سعید ها دنبالش بودند، به ضرورت اجتماعی بودن اولویت های معارف و فرهنگ می رسیم.
می توان گفت بر اثر ناهنجاری هایی که سلاح را در زنده گی ما نقش کرد، افهام و ادراکی ناچیز می شوند که می بینیم باوجود کثرت و ظرفیت های گسترده ی بشری، اما سهم اکثریت این کشور (پشتون ها)، نه فقط تامین نمی شود، بل به سراب می ماند.