ویدو لاندې ده.

تاند- یو نوی الیکترونیکي موټر نندارې ته وړاندې شو چې په یو وار چارج کېدو ۶۴۳ کیلومتره لار کچ کوي او ډېر تر ډېره سرعت یې په یو ساعت کې ۲۵۹ کیلو متره دی.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا موټر، چې ایموشن (Emotion) نومېږي، فیسکر (Fisker) کمپنۍ جوړ کړی دی.

ایموشن به د ټیسلا سخت سیال وي.

د دې موټر دروازې زیات پام ځان ته اړوي خو یوازې یې ظاهري بڼه ښکلې نه ده بلکې د اي وي (EV) نوې ټکنالوژي کارول شوې ده.

یموشن موټرونه به په پراخه پیمانه په ۲۰۲۰ م کال بازارونو ته راووځي او لومړنۍ بیه به یې ۱۲۹ زره ډالره وي.

دا موټر د ټیسلا په شان چلېږي خو کاربوني او المونیمي فایبرونه پکې زیات کارول شوي دي له همدې کبله تر ټیسلا سپک دي.

له بلې خوا فیسکر کمپنۍ وايي، چې یوه بله بیټرۍ یې جوړه کړې چې د ایموشن د وړاندې کولو په وخت، یعني په ۲۰۲۰ م کال به یې راوباسي. دا بیټرۍ په یو وار چارج ۵۰۰ کیلو متره کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *