تاند د (ایچ ډي ایم آی ۲.۱) په نوم د نویو کېبلوتو له راوتلو سره به د ویدیويي تصویر کیفیت خورا لوړ شي یعني روزولوشن به یې ۱۰۲۴۰ پر ۴۳۲۰ پیکسلو ته ورسېږي.
د ایج ډي ایم آی لومړنیو سیمونو د ویدیويي تصویرونو کیفیت فول ایچ ډي Ful H یا ۱۹۲۰ پر ۱۰۸۰ پیکسلو ته ورساوه. او وروسته د تصویرونو د کیفیت او د کېبل د کیفیت له ښه کېدو سره ۳۸۴۰ پر ۲۱۶۰ پیکسلو ته ورسېد.
له څه مودې وروسته نور هم زیات شو خو اوس استثنايي حد ته لوړ شوی دی.
همداراز دا کېبل د ډاتا یا معلوماتو د لېږدولو اندازه په هر ثانیه کې ۴۸ ګېګابایټو ته لوړوي حال دا چې پخوا یې په ثانیه کې ۱۸ ګېګابایټه داتا لېږدولای شوای.
له دغه کېبل څخه استفاده د ږغ د انتقال په برخه کې هم لوی بدلون راوړي. دا سیم په هره ثانیه کې ۳۷ میګابایټ لېږدوي، حال دا چې تر دې وړاندې په هره ثانیه کې یو میګابایټ ږغ انتقالېدای شوای.
دا کېبلونه به د راتلونکي کال په نیمايي کې بازار ته راووځي.