اعلامیه
یکشنبه ۳/۱۲/۱۳۹۳
د لوګر د مدنی ټولني مشر خان ولي احمدزی ددغه ولایت له یوشمیر ځوانانو سره په لیدنه کې زیاته کړه چې په دي ورستیو کې د لوګر په ګډون د افغانستان په ډيری ولایتونو کې د تېرو څلورو میاشتو راهیسي دولتی اداري د خلکو پرمخ تړل شوي، ناامنۍ، بي کاري او پراختیايي کارونه په ټپه ولاړ دي.
دلوګرد مدني ټولني مشر وایې د تیرو څو میاشتو راهیسي دلوګر په کډون دافغانستان په ډیر ولایتونو کې یوشمیر کړیو د ځمکو په غصب او بډو لاس پوري کړي دي ځینو سرپرستانو خو دولت دروازي دخلکو پرمخ تړلي دي.
ښاغلي احمدزي له افغان ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې ژر ترژره دي پاتي دیرشو ولایتونو لپاره نوي والیان او یاهم پاتي والیانو ته صلاحیتونه ورکړل شي څو ژر ترژره زمونږ هیوادوال له ستونزو څخه خلاص شي.
د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې اداری څلور ولایتونو ته نوي والیان غوره کړي او د پاتی نورو دیرشو ولایتونو چارې سرپرست والیان پرمخ وړي.
د لوګر دځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولنی مرکزي دفتر