۲۰۱۶ میلادي کال، په داسې حال کې پای ته ورسېد چې د هراړخیزو غمیزو سوخت یې زموږ هر وطنوال د خپل وجود په ذره- ذره محسوسوي او د نوي کال لپاره یې د لا ډېرو بدمرغیو پېشبینۍ کیږي.
د نوي کال لپاره تر ګردو حیرانوونکې دا ده چې د یوه کافر او عیسوي ستر ځواک –امریکا- پر ضد جنګېدونکي طالبان، د یوه بل عیسوي کافر –روسیې- پښو ته ټیټیږي او دې ته د جهاد نوم ور کوي؛ هغه روسیه چې تر پرونه یې پر ضد د جهاد ډنډوره نه ختمېده او افغان ملت د دې جهاد له احسانه ځان نه شوای خلاصولای.
له بلې خوا، هغه پاکستان چې ځان یې د اسلام پوخ سنګر باله او زموږ مجاهدین یې د امریکا په امکاناتو، د شوروي کمونیستانو په مقابل کې سمبال و وسلوال کړل او دا یې د عصر تر ګردو لوی جهاد وباله؛ نو نن دا دی طالبان د صلیبي امریکایانو په وړاندې، د پرونیو روسانو په وسلو سمبالوي او یوه بل لوی جهاد ته یې سوقوي.
موږ پر خپل افغان ولس د بیدار او خبردار ږغ کوو چې که روښان او را ویښ نه شو او په خپل ملي ژوندانه کې یوه ژور بدلانه ته شعوري لار خلاصه نه کړو نو یوه ورځ به د یوه کافر پر ضد، د بل کافر په وسله و پیسه د مقدس جهاد په نوم جنګیږو، چې هغه مو مات کړ نو بله ورځ به د هغه زموږ په لاس مات شوي کافر په وسله و پیسه، د خپل پروني ملاتړي کافر په مقابل کې، د یوه بل جهاد په نوم خپل وطن و وطنوال تبا کوو؛ دا تر ګردو غټه ننګونه ده او موږ یووار بیا په ډاګه کوو چې هیڅ ډول ګواښو ته تسلیمېدونکي نه یو.
راځئ چې نور عقل ته مراجعه وکړو او نور دې ډرامې ته د پای ټکی کښېږدو!
راځئ چې نور له دې ډول ریشخندي کالونو څخه زدکړه وکړو او نور د دا رنګه خونړیو و شرموونکو کالونو هرکلي ته ور و نه وځو!
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/پنځمه / پرلپسي ۱۰۹ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۲/ ۱۳۹۵