احمدضیا ضیا

له نن څخه دیارلس کاله وړاندېافغانستان ته د نړېوالو له راتګ سره سم افغان سیاستوالو فکر کاوه، چې نور نو هېواد ګل او ګلزارشو: امنیت به راشي، اقتصاد به وده وکړي، هېواد به ودان شي او ډېر ژر به د یوه آباد او بسیا افغانستان خاوندان و اوسو.په سترو کنفرانسونو کې د نړېوالې ټولنې ملیارډونو ډالرو ژمنو سره د عادي افغانانو په زړونو کې هم ورته هیلې را ژوندۍ شوې وې؛ له همدې امله په خصوصي سکتور کې هم څه ناڅه پانګونې صورت و موند او یوځل بیا په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د اقتتصادي ودې او پرمختګ څرک په لګېدو شو؛ خو له لږ ځنډ وروسته د خلکو دغه هیلې په اوبو لاهو شوې او په دې وپوهېدل چې د بهرنیانو دغه بې حسابه مرستې د افغانستان د آبادۍ نه، بلکې ورانۍ په موخه لګول کېږي؛ ځکه ولیدل شو چې د راغلو پیسو یوه برخه د بنسټیزو اقتصادي پروژو پرځای په لنډمهالو سیاسي پروژو چې د نړیوالو ځاني موخې په کې نغښتې وې لګېدې؛ چې په ملي اقتصاد یې هېڅ اغېز نه درلود؛ او بله برخه یې د قراردادونو په نامه حکومت کې د پخوانیو ټوپکمارو او مسلح مخالفینو په واک کې ورکول کېدې. د نړېوالو او په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو دغه راز بېځایه سخاوتونو نه یواځې افغانستان ته ګټه و نه رسوله بلکې دغه هېواد یې له ګڼو امنیتي ، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړ. نا امني په مستقیم ډول د کابل تر دروازو او په غیر مستقیم آن د ښار تر منځه رارسېدلې؛ او نور نو په ټول هېواد کې داسې کوم ځای نه دی پاتې چې هېوادوال پکې ځانونه خوندي او ارامه وګڼي، له سیاسي پلوه افغانستان د یوې ځواکمنې مافیا په منګولو کې داسې ولوېد چې له امله یې اوس هېواد د نړۍ په کچه د فاسدو هېوادونو په کتار کې دریم ځای خپل کړی دی. له اقتصادي اړخه افغانستان اوس له بل هروخته په ډېر نازک حالت کې قرار لري؛ رښتنی خصوصي سکتور چې په مټ یې د افغانستان بیا رغونه شونې وه په عمدي ډول مات او ګوښه کړل شو او ځای یې اقتصادي مافیا خپل کړ؛ تولیدي سکتور په ټپه ودرول شو او سوداګريز وارداتي سکتور ته وده ورکړل شوه چې په پایله کې یې افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو بې کيفیته توکو ته په یوه مناسب مصرفي مارکېټ بدل شو. د اساسي قانون د لسمې مادې پر بنسټ د افغانستان اقتصادي سیستم د آزاد بازار سیستم دی؛ د دغه سیستم یواځنۍ ښه ځانګړنه د پلورونکو ترمنځ سیالي یا رقابت دی چې پېرودونکي ترېنه ګټه اخلي، مګر په خواشینۍ سره چې موږ د انحصارګرې مافیا له برکته له دغه یواځني مزیت نه هم ګټه پورته نکړی شوه؛ ځکه چې مارکېټ په بشپړ انحصار کې واقع شو. د مصرفي توکو نرخونه د مافیا په داسې کنټرول کې راغلل چې په خپله خوښه یې جګوی او ټیټوی شي. بیکاري چې په ټولنه کې د ستونځو مور ګڼل کېږي، تر هاغه بریده لوړه شوه چې ساری یې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم نه لیدل کېږي؛ بلخوا غیر رسمي اقتصاد چې یوه خطرناکه او مزمنه ناروغي بلل کېږي په دې وروستیو کې په حیروانونکي ډول تر ۶۰ سلنې وده کړې ده.دا او دې ته ورته ټول هغه څه دي چې د بهرنیانو له ناسمو کړنو او د ولسمشر کرزي له دیارلس کلنې باج ورکونکې او مصلحتي ادارې څخه نوي ولسمشر ته په میراث ور پاتې دي.

ولسمشر کرزي په خپله کاري موده کې هغه جنګي مجرمین چې لاسونه یې تر منګولو د افغان بې وزله ولس په وینو سره وو؛ د پیسو او څوکيو په سخاوت بسیا کړي وو، او کله خو به دا سخاوت دومره زیات شو، چې فکر کېده؛ ښاغلی کرزی دغنمو ګودام په موږکانو ساتي؛ او همدا پرله پسې سخاوتونه وو چې د هېواد اقتصادي ماشین یې په ټپه ودراوو؛ داسې چې په تېرو دیارلسو کلو کې اقتصاد کوم ځانګړی تعریف نه درلود، اقتصادي مسائلو د دولت د پالیسي سر ټکي نه جوړول، په اقتصادي سکتوري ادارو کې همغږي نه وه ، اداری – مالي فساد تر ټولو خپلې جګې کچې ته رسیدلی و آن تردې چې د هېواد په کچه ځینې اړین تصمیمونه د ننه په حکومت کې د سیاسی – اقتصادي مافیاوو لخوا، چې د ملي شورا په دواړو جرګه ګیو کې یې هم فعال حضور درلود، نیول کېدل. د هېواد په ۴۰ سلنه خاوره کې په بشپړ ډول د ګاونډیو هېوادونو پیسي چلېږي ، دا چې له ۸۰ سلنه زیاته راکړه ورکړه په بهرنیو اسعارو کېږي، عادي بودجه ۵۰ سلنه کسر لري او ملي عواید شخصي جیبونو ته ځي، په ملي او خصوصي مالي مؤسساتو د خلکو اعتماد ختم شوی، پانګه بهر ته ځې، تولیدي سکتور ګوډ شوی، د سوداګرۍ بیلانس کسر تر ۹۷ سلنه لوړ شوی، د بیکارۍ کچه تر ۵۰ سلنې لوړه شوې، په کانونو، مځکو او نورو ملي شتمنیو لوټ او تالان ګډی شوی؛ خو ځینې لا هم دعوا لري چې په تېرو ۱۳ کلو کې په بې سارې توګه ډېر څه ترسره شوي دي. فکر کوم مسخره او د نه منلو وړ خبره ده خو که ووایو چې هېڅ ندي شوي هم انصاف نه دی؛ مګر که چېرې دیارلس کاله عمر ته نظر وکړو نو کېدای شي په زغرده ووایو چې هېواد او هېوادوالو ته داسې څه شوي چې په نشت حسابېږي؛ او ډېر څه هغه چاته شوي چې اوس په بانکونو کې ملیاردونه ډالر او په دولتي ملکي او نظامي ادارو بشپړ کنټرول لري؛ چې په مټ یې واک ته په زور رسېدل غواړي؛ ولسواکې ننګوي او د ملي یوالي پرځای آن د تجزیې سورنی هم غږوي.

ولسمشر کرزي په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې ما له صفر نه پیل او راتلونکې ولسمشر ته مې هرڅه جوړ پرېښودل؛ چې اوس هغه کولای شي پرمټ یې خپلې چارې په ډېرې آسانۍ او سادګۍ سره پرمخ بوزي. د ولسمشر دې خبرې ته نه یواځې په مجلس کې ناستو بلکې ځینو نورو هم د تائيد سرونه و خوځول خو ډېرو ته کېدای شي شک پیدا شي چې سره له دومره ننګونو او ستونځو څرنګه ممکنه ده چې نوی ولسمشر دغه دروند ورپاتې پېټی په ښه توګه تر ځایه کړي. شخصاً زه دغه بار له هغه څه دروند وینم کوم چې ښاغلي کرزي سپک او آسانه ګڼلی دی؛ ځکه چې د زاړه کور له ورانولو او بیا ودانولو د نوي کور ودانول په څو واره آسانه او سهل کاردي. پورتني مثال ته په کتو سره دا به ډېره آسانه وای چې ښاغلي اشرف غني یوه نوې، پاکه او سالمه اداره را منځ ته کړې وی تر هغه چې د یوې ککړې ادارې څخه د فساد جرړې باسي او پاکوي یې ؛ دا به هم ډېره آسانه وی چې یو رښتنی ملي اردو یې جوړ کړې وی تر دې چې دا نا ملي اردو به ملي کوي؛ همدغه راز په اقتصادي اړخ کې ډيره به شونې وه چې نوي ولسمشر کورنیو عوایدو ته په کتو سره خپل د لګښت پیټی تړلی وی، ترهغه چې له ښاغلي کرزي راپاتې دروند یو په تشو لاسو ترځایه کوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې پروني باج خواره نن ځانونه رسمي حق خواره ګڼي.

دا چې نوی منتخب ولسمشر به د ملي نیمایي حکومت تر نوم لاندې د مقابل ټیم له پردي پالو شرخوښونکو او د خپل ټيم د ځینو فاسدو افرادو په شتون کې څرنګه وکړی شي؟ په هېواد کې سیاسي-اقتصادي مافیا په ګونډو کړي، د فساد جرړې پاکې او سالمه اداره را منځ ته کړي، وران ویجاړ اقتصاد یوځل بیا په پښو ودروي، له نړیوالو؛ په تېره بیا ګاونډیو هېوادنو سره دخپلو ګټو پربنسټ ښې اړیکې ټینګې کړي، هېواد او هېوادوالو ته د رښتینې سولې زېری راوړي. زما په آند مخکې له وخته ده چې له دومره پراخو ستونځو او ننګونو سره سره بیا هم وویل شي؛ هو نوی ولسمشر د دې جوګه دی چې دا هرڅه په ښه توګه سمبال او ورپاتې ټولو ناخوالو ته په یومخیز ډول د پای ټکې کېږدي. مګر هغه څه چې په ولس کې د نوي ولسمشر د ښو کړنو او لاځلېدو له پاره؛ تریوه بریده هیلې او ډاډ ژو��دی کوی شي له یوې خوا د ښاغلي غني ټینګ عزم ، کلکه اراده ، علمي پانګه او کاري تجربه او له بلې خوا د هغه ترڅڼګ د افغان مېړني ولس کلکه ننګه اوملاتړدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *