تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي وايي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به ممکن راتلونکې دوشنبې ترسره شي.
د عبدالله عبدالله یوه ویندوی فاضل سانچارکي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، غالباً به نوی ولسمشر د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي.
تراوسه پوري څه نه دي ویل شوي چې د نوي ولسمشر اشرف غنی احمدزي د لوړې په مراسمو کې به د کومو هیوادونو چارواکي ګډون وکړي.
سانچارکي دا خبره پرون د دوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکېدو وروسته د اشرف غني احمدزي له یوه ویندوی او د انتخاباتي ټیم له یوه فعال غړي فیض الله ذکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه.
په دې غوندّ کې ښاغلي ذکي وویل چې د ملي یووالي د حکومت په موافقې کې د افغانستان اساسي قانون په پام کې نیول شوی دی.
ذکي همداراز وویل چې د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د لوړې له مراسمو پیلېږي.
It will shame to the foreigner who attending this corrupt noristani and karzai shora e Nizar anti PASHTOONS unity