د اپارتمان دروازه یې پرانیستله. بې له دې چې د کرمچو بندونه خلاص کړي، په زوره یې له پښو وایستل. یخچال ته ورغی. واز یې کړ. د خوراک لپاره یې څه خاص و نه موندل. د یخچال دروازه یې کلکه پورې ووهله. د کوچ پر سر پرتې خیرنې جامې یې یوې خوا ته کړې، ځان یې پر کوچ واچاوه. د پتلون له چپه جیبه یې د سیګرېټو ډبی راویست. په حساب درې سیګرېته پاتې ول.

_ اوف دا خو د نن شپې لپاره کم دي.

سیګرېټ یې بل کړ. تلویزون یې روښانه کړ. چاینلونه یې بدل را بدل کړل. څه یې و نه موندل. بیرته یې ګل کړ. مخامخ چوکۍ ته یې وکتل. له خیرنو جاموغونډۍ جوړه وه.

_ چې دا جامې مې مینځلې وای… ځه، بیا به یې وکم.

سیګرېټ یې بل کړ. جورابې یې ویستلې، د کوچ پر سر د خیرنو جامو کوټې ته یې ور خطا کړې.  تمام شوی سیکرېټ یې د میز پر سر په ناولي بشقاب کې واچاوه. د میز له لاندې یې بالښت راواخسیت. سترګې یې پټې کړې. د موبایل ټنګ شو، راویښ شو. د مور مسیج یې و: زړګیه نوی کال دې بختور شه. له خوشحالیو ډک کال ولرې. راپاڅېد، پرده یې کښ کړه. له کړکۍ یې لاندې وکتل. د بلاک پارکنګ خالي غوندې و. پاس یې وکتل، ښار څراغان و. سيګریټ یې بل کړ. د سیګریتو تش قوطی یې د کوچ شا ته غورځار کړ.

_ لعنتي!

د چوکۍ له سره یې جورابې راواخیستې. په پښو یې کړې. د تور جمپر‌ زنځیر یې تر اخره کش کړ. له کوره ووت چې ګوندې کوم پرانیستی دوکان ومومي او سیګرېټ واخلي.

پای

جنوري، پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *