له هندوستانه راګرځېدلي مسافر له ځان سره کلي ته نانځکه راوړې وه. چې چلانه به شوه، رقص به يې شروع کړ او کمال يې دا و چې چا به هم لاس ور ووړ، له نانځکې سره به په ګډا شو.

بدبختي دا وه چې مسافر د نانځکې د چلانولو چل زده کړی و، خو دا يې نه و زده چې بېرته به يې څنګه دروي.

ناڅاګرې نانځکې لومړی د راغلي مسافر د کورنۍ ښځې او نر له ځان سره په اتڼ ګډ کړل، وروسته خبره تر ګاونډيو ورسېده او بالاخره درست کلی په اتڼ وو، خو چا ته نه د خلکو د بېرته کښېنولو چل ورته، نه د نانځکې د درولو ځای ورمالوم و چې ورکښې‌ يې کاږي.

لسيزې وړاندې څو افراطيانو دلته له پاکستانه ورته نانځکه راوړه. د شهيد داوود خان پر ضد يې اتڼ ورباندې پيل کړ، خلک يې هم په دغه ګډه امۍ کې برخه اخيستلو ته وهڅول، خو د درولو چل يې نه ورته او کيسه تر دې ځايه ورسېده چې دا دی اوس هم د خدای زور د عزت خلک ببرې څڼې او تخته برېتونه د پاکستانۍ نانځکې په اشارو ګډېږي او مالومه لا نه ده چې دا لړۍ به تر څه وخته پورې روانه وي.

دا ځل بيا يوې مغرضې کړۍ له همدې هېواد څخه يوه بله ورته نانځکه راوړې ده او مقابلې ته يې، يوې بلې ورته کړۍ ايرانۍ نانځکه ميدان ته خوشې کړې ده، خو د درولو چل يې بيا هم يوه نه دی زده کړی، ځکه دښمن په قصد دغه چل دوی ته نه ورښيي.

مغرضو کړيو يو ځل بيا په تذکرو کې د افغان د شتون او نه شتون موضوع توده کړې، نانځکې ته يې تازه کوک ورکړی دی او د خدای زور څڼېور او برېتور يې ورسره په ګډا کړي دي.

دوی په لوی لاس د يوه باتور ملت، مظبوط هويت تر سوال لاندې راوستی، په لوی لاس يې د ورکېدو اوازې ګډې کړې دي، وېره يې خپرې کړې او خپل بازار يې تود ساتلی دی.

تذکره يو هويتي سند دی چې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره يې هر افغان ته ورکوي. دغه سند خپل څښتن له نورو انسانانو څخه بېلوي او يوازې پکې هغه ځانګړتياوې ليکل کېږي چې د سند څښتن يې لري.

د بېلګې په توګه د دغه سند په اخيستو سره، لومړی انسان له نورې نړۍ څخه رابېلېږي او د خپل هېواد تر حدودو محدودېږي. وروسته يې د ولايت نوم ليکل کېږي، بيا ولسوالۍ، بيا کلی او بيا په کلي کې د همدې کس نوم.

په دې خاطر چې د تذکرې خاوند نور هم له نورو بېل شي، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، عکس، د ګوتې نښه او حتی ځينې هېوادونه خو د تذکرې د خاوند کومه مالومه نښه هم پسې ورزياتوي، مثلا (پر تندي د يوه ژور زخم نښه)

په تذکره کې يوازې د هغو ځانګړتياوو يادونه کېږي چې د هېواد په حدودو کې يې نور کسان هم لري او په يادونه يې دغه کس له نورو څخه بېلېږې، د هغه څه يادونه نه کېږي چې ټول يې لري.

مثلا، په تذکره کې نه ليکي چې د دې سند څښتن انسان دی. ځکه مالومه خبره ده چې تذکره انسان ته ورکول کېږي.

هغه کسان چې دغه تذکره ورکول کېږي، ټول افغانان دي، که اوس بيا هم په تذکره کې افغان نوم ليکل کېږي، نو دا په دې مانا شوه چې د دې وطن اوسېدونکي يوازې افغانان نه، بلکې دلته، افغانستانی، ايران الاصله افغان، يا پاکستان الاصله افغان هم شته.

عين لکه د دين يادونه چې کېږي، دا دا مانه چې دلته يوازې مسلمانان نه، بلکې هندو، سيک او نور هم شته.

مغرضې کړۍ په لوی لاس موضوع جنجالي کوي، د ولس تر منځ ليکې کاږي، اوبه خړوي او بيا پکې خپل کبان نيسي.

تر اوسه له ځينو مغرضو کسانو پرته، هيڅ تاجک، هيڅ هزاره، هيڅ ازبک او هيڅ بل افغان نه دي ویلي چې زه په تذکره کې افغان نه منم. له افغان سره هيڅوک ستونزه نه لري، خو بيا هم ځينو کړيو وېره خپره کړې، افغا له خپل افغان څخه وېروي او يو د بل پر ضد يې راپورته کوي.

اساسي قانون وايي، د افغانستان هر اوسېدونکی چې د دې هېواد تابعيت ولري افغان دی، خو مغرضو کړيو بيا هم وېره خپره کړې چې افغانيت په خطر کې دی.

مغرضې کړۍ په دوو ټکو افغانان د خپل بل هېوادوال په ضد راپاروي.

لومړی وايي، په بهر کې به تذکره چا ته ورښکاره کړو، هلته به افغان نه وي پکې ليکلی، بهرنيان به مو خدايسته څه بولي!.

لاليه! تذکره په هېواد کې دننه کارول کېږي، بهر ته د تګ لپاره پاسپورټ دی او په پاسپورټ کې په غټو ټکو افغان ليکل شوی.

دويمه خبره يې دا ده چې نن که تر دې تېر شو، سبا به مخالف لوری ځان افغانستانی بولي، بيا به څه کوو؟

اول خو چې ته په تذکره کې د مليت لپاره ځای ټاکې، په لوی لاس مخالف لوري ته واک ورکوې چې سبا په خپله تذکره کې ځان ته افغانستانی يا ايران الاصله يا پاکستان الاصله افغان وليکي، ځکه تا ورته خالي خانه جوړه کړې ده او هغه وايي، زه په دې خانه کې دغه شی ليکم.

دويم دا چې ته څه بلا وهلی يې؟ ته مړ يې؟ پنځه کاله وروسته هغه دومره جرئت کوي چې افغانيت دې ردوي، ته دا نه شې کولای چې پنځه کاله وروسته يې خبره په خوله کې وروچه کړې؟

بيا هغه هېوادونه چې مليت يې په تذکرو کې نه دی ياد شوی، څه ورباندې شوي دي، تر اوسه چا هغوی ته افغان، يا امريکايي، يا پاکستانی ويلي؟

لالا وطن له يو لښکر ستونزو سره مخ دی، وطن د کورنۍ جګړې د ګړنګ پر ژۍ ولاړ دی، ګاونډي دي هغه ورځ له خدايه په زاريو غواړي چې ستا او ورور تر منځ پکې خبره واوړي او ته په لوی لاس ځې د دښمن پر ژرنده اوبه ورخوشې کوې، خپل مالوم هويت تر سوال لاندې راولې او خپله غاړه د دښمن چاړې ته سموې.

سمه ده چې په تذکره کې دې افغان ياد شوی وای، سخت خوند به يې کړی وای، که زما په خوښه کېدای، د تذکرې په بېکګراونډ کې به يوازې افغان افغان ښکارېده، خو اوس چې نشته، دا په دومره چيغو نه ارزي. دښمن يو ځل افغان له تذکرې وايست، اوس ستا چيغې ستا پر ضد کاروي. ته دوه ځله تاوان کوې.

ګوره لالا! دغه کسان چې دې نن پر شا ټکوي، د نظام پر ضد دې راپورته کوي، دا ستا د ارمان له غمه نه دي مړه. دا ليکنه دې نښه وي، که ته په لاريونونو او چيغو خپل هدف ته لږ هم نږدې شې، همدغه کسان به دې تر لمن کشوي او نه به دې پرېږدي چې هدف ته دې ورسېږې، ځکه بيا خو د دوی لوبه ختمه شوه، د دوی سوداګري درېږي.

دا ليکنه دې نښه وي چې د مغرضو کړيو د سر کسان به ځي، ستا د لاريونونو په سر به له دولت څخه امتيازات غواړي، څوکۍ به تر لاسه کوي او تا به بيا له خپل افغان سره لاس او ګرېوان پرېږدي.

اوس لا سر وخت دی، خلک مه خوځوئ، خلک د نظام پر ضد مه پورته کوئ، د ولس زور د خدای زور دی، د پارول شويو کسانو ارامول بيا نه ستا د وس خبره ده، نه ورباندې زموږ زور رسېږي.

لالا! لږ ګرېوان ته سر ټيټ کړه، مه ځه له دې پردي پالو او پرديو روزلو کسانو سره، لږ فکر وکړه، ستا اوسنۍ چيغې څو ښکاره تاوانونه لري.

  • ستا چيغې د ولس تر منځ کرکه او نفرت زياتوي، يو پر بل يې باور کمېږي او هر يو بيا له ځان پرته، بل افغان پردی بولي.
  • خپل ثابت هويت تر شک لاندې راولې او دښمن ته لاره هواروې چې هغه سبا ستا پر هويت ملنډې ووهي. هيڅ افغان د افغانيت پر ضد نه دی، يوازې څو کسان دي چې تاته درښودل کېږي، هغوی هم پردي مزدوران دي، هغوی نه پايي، نن شته، سبا خپله مري.
  • تر يوې نامالومې نېټې پورې د نويو، پرمختلليو برېښنايي تذکرو د وېش مخه نيسې. هر څومره چې دغه تذکرې ځنډېږي، هغومره دې ګاونډيان په رګونو درننوځي.
  • خلک احساستي کوې، سبا نيم پښتانه نوې تذکرې نه اخلي، د دې ستر محروميت ځواب به سبا څنګه ورکوې؟
  • او تر ټولو ستر زيان چې هېواد ته يې رسوې هغه دا چې خلک د نظام پر ضد راپاروې او بېرته يې د ارامولو ځواک بيا نه لرې.

مه کوه، خدای ته وګوره، لږ ګرېوان ته سر ټيټ کړه، که نور په هيڅ نه پوهېږي، د خپل دښمن کړو وړو ته خو دې وګوره.

هغه څه چې دې دښمن ته خوند ورکوي، ستا دښمن يې ستاينه کوي، پوه شه چې ستا پر زيان دي او په هغه څه چې دې دښمن خفه کېږي، پوه شه چې ستا پر ګټه دي.

نن دې ازلي دښمن هم پر شا ټکوي چې ځه لاليه، ډېر ښه روان يې، وکړه ښکنځلې، سپک کړه نور افغانان، ستا هويت د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.

جانانه! ژوره ساه وباسه، يو ځل لږ وړاندې وګوره، يو ځل د هېواد د يوې تاجکې مور تندي ته وګوره، ستا د مورکۍ غوندې نه ښکاري؟ د خپلې مور ګڼه لمن دې درياده کړه، بې موره هزاره ماشوم ته اجازه نه ورکوې چې ستا د مور په لمن کې پټ شي؟ ازبک کاريګر چې درسته ورځ د وطن لپاره خولې تويوي، پردی يې بولې؟

پل د رهنما پر پله که ږدې، نو هم ديده يې ږده

پټې سترګې، پټې خولې، په نورو پسې سيوري ځي

12 thoughts on “نوې تذکرې او زړې دسيسې/ سيدشاه سقيم”
  1. ښاغلی سقیم صاحب: په پکتیا کی یو متل دی او وایی چی: په کونښکلیو ښځو باندی څوک د چا سره جوړی نه کوی، معنی دا ده چی یو ښځه یو چا ته ته ورپه نوم شوه که چیری بل څوک دا ښځه تښتوی نو نامزاد د تښتول شوی کس سره روغه جوړه نه کوی مجبور دی چی پری مړ یی کړی . که یی نه منی نو د قانع صاحب د خدۍ لیکنه چی ستاسو د لیکنی په ظرفداری شوه ده ولولی چی په خدۍ باند څومره مړی شوی خدۍ بیا هم خپل میړه خپله کړی ده نو چی بیا وروسته مړی پری کو شه به دا وی چی هم دا نن یی پری وکړو.دا ځکه اوس هیواد هسی هم خراب دی کله که اباد شی او بیا یی سره ورانو ښه خبره نده. د نورو معلوماتو لپاره ما پدی هکله قانع صاح او یار صاحب ته خپلی لاندی عارضی وړاندی کوی دی هیله ده چی تاسو یی هم ولولی.
    قانع صاحب ته:
    ښاغلی قانع صاحب تاسو د پورتنۍ لیکنی په یوه بر خه کی لیکی ((افغان هویت ددې سیمې د زلزلو په لړزانده رګونو کې ګډ دی، افغان هویت ددې جغرافیې د بادونو د انګولا په اوازونو او وږمونو کې نغښتی دی، افغان هویت ددې منطقې د غرونو پر نه تمېدونکو سرونو د ابدیت منار دی، افغان هویت ددې وطن په هدیرو کې د ښخو شوو هډوکو په هر مالیکول کې ګډ دی او افغان هویت ددې وطن پر لمن د راټوکېدونکو ګلونو، ځوځانو، غاټولو بوټو او چمنونو د رنګ برخه ده.))
    نو بیا د مشکل چا جوړ کړی دی؟ او ولی یی جږړ کړی دی؟
    مشکل خو تاسو هم اشاره کړی ده چی ایران پلوه لکه عطا نور، پدرام او منصور جوړ کړی دی. خو دا دوهمه پوښنته به بیا موږ درته ځواب کړو.
    مشکل یی پدی خاطر ندی جوړ کړی چی د افغان په نوم به پیژندپاڼه درنده یا سپکه شی، دي که شک نشته چی د افغان د کلمی په لیکلو یا نه لیکلو زموږ ملی هویت ته د یو ی کوچنۍ زری په اندازه زیان هم نه رسیږی. خبره پدی که دا چی دوی تا افغان او افغانستان له سره نه منی . موږ دوی سبا ته وای چی افغان خو لری شو نو راځی چی اوس همدغه افغانستان خراسان ونومو بیا یی موږ کوم پړتړګ وکړو
    نو که نن افغانان د افغان له کلمی ورته تیریږی ښه به دا وی چی همدا نن د افغانستان نوم هم پر خرسان واړو تر څو سبا ته بیا د افغانستان او خرسان مسله ده بیا هم دا سیمه دا دا استخبرات دی او دا زموږ ترس دی او دا ویره ده.
    ښاغلی قانع صاحب یو بل مثال هم لرم ، که ستاسو په یاد وی وروسته له ټاکنو څخه او د ټاکنو د جنجالونو په جریان کیډاکټر اشرف غنی یوه خبره وکړه او ویی ویل چی ماته د یوه افغان وینه د تول افغانستان څخه ډیر ارزښت لری. زما په ګمان باید اشرف غنی دا خبره نه وای کړی دا ځکه دا همدغه ایران پلو ته یو شین چراغ وو او د هغوی زړور کول وو هغه وو چی دوی لا نوری پښی ټینګی کړی چی نیم په نیمه واک یی تر لاسه کړ. نو اوس چی د افغان له کلمی څخه ورته تیر شی باور د وشه که ارام خوب ترینه وکړی.
    نو زموږ مشوره به تاسو او نورو افغانانو ت دا وی چی راځیراولاړ شی چی دا دومره چی هر ورځ په ځانمرګیو کی وژل کیږی یو څو کسه د د همدغه لنډغرو سره هم ووژل شی چی یو واری له دغه هرورځ اخ او ډب څخه بی غمه شو او یا سبا ته پړی یا رسۍ راوخلی چی دا افغانستان ورسره څولور ټوټی کړو بیا که چا وچه خوړه او یا لمد

    یار صاحب ته :
    یار صاحب اګر چی دافغان د کلمی په هکله موږ خپله عارضه د قانع صاحب په لیکنه چی په ورته موضع یی په همدغه تاند کی لیکلی ده وړاندی کړیده. خو بیا هم اړینه ده چی تاسو ته هم خپله عارضه وړاندی کړم.
    زما په ګمان په پیژند پاڼه کی د افغان د کلمی دری طبقی یا ډوله اشحاص دی چی مخالفت یی کوی.
    لومړۍ هغه دی چی دوکانداری پر وکړی.
    دوهمه یی بیا هغه دی چی خبر یا ناخبره یی چیغی وهی
    دریمه ډله چی اکثریت هم ده دوی نه دوکاندران دی او نه ناخبره دی د خبری حساسیت یی درک کړی دی او د هغه چا په نیت چی د افغان کلمی مخالفت کوی تر نور ښه پوهیږی او هغه ښه پیژنی چی هیواد او ولس ته اوږدمحاله شوم پلانونه لری . هغه دا چی دوی بردیو راپورته کړی دی او د پردیو ژرندی ته یی لا له وړاندی ورخ برابر کړی دی.
    د افغان کلمه رښتیا هم چی دومره مهمه نده خو تر شا یی چی کوم پلانونه دی هغه بیا د ملی وحدت او ملی یوالی لپاره د ډیر اهمیت وړ خبره ده . نن یی چی افغان درڅخه واخیست نو سبا ته خراسان درته مخی ته ږدی نو بیا به موږ څه ورسره کو؟
    هیله ده چی لږ ژور فکر وکړی.!خبره دومره سرسری هم نه ده لکه تاسو یی چی فکر کوی

  2. زه نه پوهیږم چه ولی زمونږ ځینی ورونه لیکوالان دلیکنی په وخت کی گا گیره اوبی پروا وی، داسی گاگیره چه نه خپل ځان پیزنی، نه خپل خلک، نه وطن، اونه دخپلو هیوادوالو او هیواد دعزت گانه اوملی ارزښتونه، ایا دا به سمه وی چه زه خپل ځان په خپله بی حقه وتړم، ایا دا به سمه وی چه زه خپل عزت خرڅ کړم، ایا دابه سمه وی چه دخپل کور څخه می په زبردستی شری اوزه به فقط سوالونه اوعذرونه کوم، اوایا دابه سمه وی چه خپل ورور می دچوکی او یو څوروپو پخاطر دگیداړنو خوراک ته ټیل وهی اوزه بی پروا پاتی شم.
    زه دخپل ورور نه گیله مند یم ، هغه ورور چه تراوسه خپل دښمن نه پیزنی، ساده اوبیسواده طالب زما ورور دی، په یو څه به مرور شوی وی باید په خلا اوروغبر ورسره وکړو، مگردسیسه کار اومکار پنجابی اوافغان پلوه ایرانی طالب به زما اوستا سره هیڅکله روغبړ اوپخلاینه ونکړی، دغه دډویرن خط پنجابیان اوایران پلوه کلتوری تجزیه کوونکی طالیبان به تر هغه وخت په ارامه ساه وانخلی تر څو چه یی پرما اوتا دډیورند اوخراسان نه وی منلی؟
    زه دښاغلی شاکر ورور دتبصری سره موافق یم. همدایی وخت دی چه هر څه کیږی هغه به کیږی خونوری دسیسی او توطیی نشومنلی.
    ښاغلی کرزی هم یامجبوره وه او یا بی پروا او یا پیسه دوسته وه،ښاغلی اشرف غنی ښه تکلړه اوپاک سړی دی خو مونږ پوهیږو چه داهم ډیر مجبوره دی او بل داچه دشیرزی، سیاف، مسلمیار اونورو چوکی پرستو او دوه ډبو غمازانو دکورنی بهران سره مخ دی.
    که نه دخراسانیانو څخه به هیڅکله په ډار نه شی.
    زه دیر عاجزه قووم یم زه به هخکله داسی تنگ نظره نشم لکه تاچه راپسی لیکلی دی(جانانه! ژوره ساه وباسه، يو ځل لږ وړاندې وګوره، يو ځل د هېواد د يوې تاجکې مور تندي ته وګوره، ستا د مورکۍ غوندې نه ښکاري؟ د خپلې مور ګڼه لمن دې درياده کړه، بې موره هزاره ماشوم ته اجازه نه ورکوې چې ستا د مور په لمن کې پټ شي؟ ازبک کاريګر چې درسته ورځ د وطن لپاره خولې تويوي، پردی يې بولې؟)

    ګوره لالا! او جانانه! او داسی نوری ورته کلیمی په داسی لیکنه کی …….. هم پر ځای او مناسبی نه دی، لنډه داچه ځینی لیکوالان با ید په داسی لیکنو کی ځان ټولواک ، ډیر سترونه ښایی اوهم خپلو خلکواوولسونو ته په درنه سترگه وگوری.

    دخدای په ا مان

    محمداله

  3. ګرانه وروره سقیم صاحب
    زه به هم یوه قیصه درته ووایم
    یو غل دا چا کور ته راغی او په ښکاره ډول یی له کوره یو چرګه پټه کړه په کور کی ښځی خپل خاوند ته وویل چی دا غل ونیسه خاوند جواب ورکړو زه خیر دی چرګه دومره قیمتی نده بله ورځ غل بیا راغی او د کور څخه یی غوا په مخه کړه ښځی بیا خاوند ته وویل چی دا غل مه پریږده چی غوا پټه کړی خاوند بیا وویل زه خیر دی غوا کومه قیمتی شی ندی یو څو ورځی وروسته غل راغلو او د کور څخه یی ښځه هم روانه کړه
    هو همدغه غل د مظلوم اکثریت سره هم همدا لوبه شروع کړی نو مخه یی باید ونیول شی

  4. ملګرو زما په اند چی باید ددی کار مخه ونیول شی خه به وی ځکه چی وایی د یو کس په سینه مار تیر شوی وو هغه کس چی کله راپورته شوی وو نو وایی ژړل یی چا تری پوښتنه وکړه ولی ژاړی مار خو تیر شو هغه کس ورته ویلی وو چی زه پدی نه ژاړم چی مار می په سینه تیر شو زه پدی ژاړم چی دا یی لار شوه زمونژ هم همدا حال کیژی ګرانه چی یی درباندی دا ومنل سبا درباندی نور منی لکه پوهنتون په دانشګا باندی او همداسی نور چی دا دی هره ورځ یی په تلویزیون پوهنتون وزارت کی په سترګو ګوری سبا وایی چی څوک به په پښتو ژبه خبری نه کوی تدریس به نه کيژی په پښتو باندی ځکه ته به یی اول نه خراب کړی وی نو وروسته ته بیا څه کولای شی وروجانه اوبه باید له اول نه رڼی وی بیا وروسته چی نسل ته مه اوبه خړوه او مه ورته دښمنی پاتی کوه هرڅه چی کيزی ستا په وخت ستا په قدرت کی درباندی کيزی نو داسی ژوند وکړه چی هغه د غیرت ژوند چاته دومره وخت ورکول چی هغه د بیخی ورکړی لدی وطن نه دا به خه نه وی
    دا دومره پاچاهان چی په افغانستان کی تیر شوی دی هغوی دا حق چاته ورنه کړ نو ته یی ولی ورته ورکوی زه ستا خبرمنم چی پدی باندی په بدی ورځی منځ ته راشی خو کاشکی زما خپل وګړی دا غوښتلی هر چا به ورسره منلی خو دا خو دپردیو په لمسون راپورته شوی غلامان دی کنه
    د اشرف غنی نه مو دا ګیله ده چی وروره ته نن د هغه چا په څنګ کی د هغه چا په ضد ودریدی چی په کور کی یی ورته د زړه سر لور مړه پرته وه او نه یی غوښتل چی دا قوم د چاغلام شی رایه یی درکړه او هغه چا چی ستا پر مخ یی تور مبلایل در مښل نن دهغه سره ودریدی زما مخالف زه ستا نه پدی رقم نور نه اقتصاد غواړم نه یی په کیسه کی یم ستا په راتګ ۹۰ سلنه وګړی بی کاره شول نو وروسته به څه تمه درته ولرم په لومړیو کی د زما ملا ماته کړه نو وروسته به څه ددرملنی هیله ستانه ولرم
    مونژ چا سره تعصب نه لرو خو چا ته دا حق هم نه ورکوو سبا که په ما باندی څه کیژی یا می څوک وژنی یا څوک وژنم که
    هزاره وی که ازبک که تاجک ددی ټولو مسول ته یی زه نه یم ځکه ته دی ته اجازه ورکوی دی کار ته
    مننه دا زما خپل شخصی نظر وو نور څه نه وایم خو دومره وایم چی مارته په لسټونی کی ځای مه ورکوه
    که په لیکلو کی چیرته اشتباه شوی بښنه غواړم

  5. زمونږ یو ساده کلیوال د هجرت په وخت کی د کوهاټ د کیمپ نه کلی ته راغلی وو. دی د تره په کور کی میلمه وو چی کلیوال د روسانو د فطار د راتګ او جګړی له ویری نژیدی بل کلی ته تلو ته مجبور شول هر چا ضروری د کور سامان له ځانه سره واخست د نوموړی د تره تازه غوا لنګه شوی وه نو دی ته ی نوی زیږیدلی سخی ورپشا کړ. کله چی څو اونی ورسته کیمپ ته راغی نو په هغه وخت کی معمول وو چی ځوک به د کلی نه تازه راستون شو نو کلیوال به بیړه ورته راغونډیل چی د کلی او وطن د احوال نه ځان خبر کړی په راټول شوو خلکو کی یو کس تر ی د تره د حال او احوال پښتنه وکړه نو هغه په ځواب کی وویل چی ښه وو چی کله د شپی مو د کلی نه د (ادوړ) کلی ته د جګړی د ویری کوچیدوغوا ی لنګه شوی وه هغه بچی ی ما په شا کړ نو یو چا ورته وویل چی ته د پاکستان ن نه میلمه تلی وی او هغه ایله درته د غوا سخی درپشا کړی وو ښه ی نه دی کړی. همدا وو چی سړی په غوسه شو او خپل تره تی په بدو ردو ویلو شروع وکړه.
    نو زه اوس دی ښآغلو ته وایم چی هلته چیری وی چی کله دا مسوده جوړیده او بیا د ولسی او مشرانو جرګی پری بحسونه کول او په پای کی تصویب کړه هغه وخت د عکسلعمل د ښودلو ښه وخت وو ځکه چی هغه د انګریزانو په اصطلاح ټایمنګ ډیر مهم وی. (که څوک په کرکټ لوبه پوهیږی هغه ټایمنګ په اهمت ښه پوهیږی). که دلیل دا وی چی خبر نه وو چی لاخیره داسی به کیږی نو دا خو بیا لکه وای چی غذر دی د ګناه نه بتر دی او کنه مونږ په دی یوشتمی پیړی که پورتنی کلیوال په شان یو. په هیڅ صورت د بریښنای پیژند پانړو ځنډیدل د هیواد او افغانانو په خیر نه دی. نو غمونه مو کم ول چی دا لا بله لانجه په کی پیدا شوه.

  6. شینواری صاحب ستاسو نظر تر یوی اندازی پوری پر ځای دی هغه دا چی موږ باید ډاکټر صاحب اشرف غنی هغه وخت رانیولای وای او چیغی مو پورته کړی وای چی د افغانستان په اساسی قانون او د ولس په رایو یی معامله وکړه او دوه سری سهامی شرکت یی جوړ کړ، له دغه وړاندی که تاسو د یون صاحب ویډیو او لیکنه لیدلی او لوستلی وی تر اخره خبری روانی وی، د کرزی نوم خو به د اوریدلی وی هغه د خپل مدرایتوب په زور دا خبره ټاکنو او ورپسی یی اشرف غنی ته پریښوده او ځان یی ژوندی ترینه خلاص کړ، کرزی په همدغه د افغان د کلمی په مسله کی ورته چل وکړ لکه د امریکا سره د تړون چل چی ځان یی خلاص کړ خو له دغه خبر ندی چی تاریخ له له وړاند د ببرک او شاشجاع سره یو ځای لیکلای دی.
    نو کله چی اشرف غنی د افغانستان د ټولو قوانینو بر خلاف یو دوه سری سهامی شرکت جوړوی او د افغانستان قانون تر پښولاندی کوی موږ باید رابورته شوی وای سره شنه رنګونه موږ هم باد کړی وای تر څو یی نن د دا سرخوګۍ ما او تاسو ته نه وای جوړ کړیاو د افغان ولس تر منڅ بی اعتمادی ته لمن نه وای واهل شوی.نو اوس تاسو وویاست چی د تندی خوسکی چا پر چا باندی وړی دی؟
    اشنا موږ خو د افغانستان اساسی قانون امر کوی چی د قانون څخه ناخبری هم جرم دی، که یی نه منی نو ځلورمی مادی ته مراجعه وکړی چی څه یی ویلی دی؟ دا چی قانون وایی چی هر وګړی چی په همدغه د افغانستان په جغرافیه کی اوسیږی افغان دی. بیا نو مشکل په څه شی کی دی؟
    د لا نورو معلوماتو لپاره زما پاسنی تبصری ولولی او لاندی ویډیو ته غوږ ونیسه
    https://www.facebook.com/video.php?v=279246078953097&set=vb.167667200110986&type=2&theater

  7. ښاغلي لیوال صیب! داستاسو نانځکه چا کوک کړې ده، ، په دې هکله به دې هم څه لیکلی وای.
    بله داچې دا قانون په هغه وخت کې په غیر قانوني ډول د ولسسې جرګې څخه په کودتایي ډول مشرانو جرګې ته د لومړۍ اصلي فیصلې په لغوه کولو سره ولاړه چې هغه وخت ددې کودتا په مقابل کې ځينې هیوادپاله وکیلان راپورته هم شول خو پرديپالو د سلجوقي په مشرۍ د ولسي دلمړۍ پرېکړې داصلي غونډې جریان له ارشیف څخه پاک کړی وو. په هغه وخت کې بیا هم هېوادپال پوهنوال محمد اسمعیل یون ډېرې هلې ځلې وکړې چې د ژوندون ټلویزون د همدې لانجې له امله د تړل کېدو له ګواښ سره د ستمي فاشیستي کړیو له خوا مخامخ شو.
    نو لیکوال صیب په کوم بنسټ تاسو د سلجوًقي په مشرۍ کودتاه قانون بولئ او هېواد پالو ته ستا په خبره د پاکستان د نانځکو وینا کوئ!

  8. مالم عطا د امرالله صالح نوې پروژه تمویلوي!
    عبدالهادي هادي
    ټلوالې پتېيلې وه چې د یوه منظم پلان له مخې به ، غني د ټاکنو په سیستم کې د اصلاحاتو په پلمه د نويو تذکرو د ویش په هکله د قانون لاسلیکولو ته اړباسي، دا کار يې وکړ. دوی دا هم سنجولې وه چې په اوسنۍ بڼه د تذکرو وېش به ( چې د افغان هويت پکې حذف شوی وي) د پښتنو غبرګونونه راوپاروي، نو په هغو بېلابېلو جلسو کې چې د قانوني صيب، مالم عطا، ډاکتر صيب عبدالله عبدالله په کورونو او نورو ځايونو کې د ټلوالې د مشرانو په ګډون جوړې شوې وې بالاخره امرالله صالح نوښت په لاس کې واخیست او وروستۍ غونډې ته يې ذمه ووهله چې په دې هکله به د پښتنو غبرګونونه او مبارزې چې ده ( شور ماشور فاشیستهای قبیله ګرا) وبلل ، پرته له دې چې دوی دخالت وکړي خپله د پښتنو په وسيله ځپي. پروژه داسې طرح شوېده چې يو شمېر په خبره پوه او د صالح په اصطلاح ( تعداد زیادی از روشنفکران مطرح، بانفوس و غير متعصب پشتون، که آذمندانه علاقمند رشد و نفوذ در بیروکراسی دولتي، دریافت امکانات مادي و موقف هستند) لا دمخه د ده په ناستو او کړيو کې تنظیم دي، چې که اړتيا پېښه شوه نو دی کولای شي د يوې کارنده پروژې په توګه ، ظاهرن د روشنفکري خو په اصل کې د يوې استخباراتي کړۍ په توګه رامخته کړي او د افغاني هويت داعيه بېرته د پښتنو په واسطه له ماتې او شکست یا حداقل د پښتنو له نفاق سره مخ کړي، خو د یادې پروژې له پاره يې د ځینو لګښتونو غوښتنه وکړه چې مالم عطا د ټولو لګښتونو ذمه په غاړه واخیسته. ( د لګښتونو اندازه نه ده ټاکل شوې خو د پروژې د ارزښت په پام کې نيولو سره له یو نه تر درې ملیون ډالرو او د نوي حکومت په جوړښت کې د پروژې برخوالو ته د درییم درجه ځينو موقفونو احتمالي ورکړه هم په نظر کې نيول شوېده.)
    د ټلوالې مشرانو د ښآغلي صالح ياده پروژه منظوره کړېده او د دې احتمال شته چې همدا اوس اوس ځينې ځوان پښتانه فرهنګيان په شعوري او یا غير شعوري ډول د دغې پروژې له پاره استخدام شي.
    ملګري دې هوښيار اوسي کيدای شي پر موږ تاسو هر يوه د دغې پروژې په لړ کې کار وشي، دا هم ممکنه ده چې موږ بېخي پوه نه شو خو د دوی له خوا نه په کار واچول شو.
    ( دلته را اخیستل شوي الفاظ کټ مټ هغه نه دي چې د ټلوالې ميټينګونو کې ويل شوي بلکه مفهوم را اخیستل شویدی)

  9. بیا هم سقیم صاحب ته سلامونه.
    ګرانو دوستان تاسو کله د دیوال سره سر وهلی دی؟ که مو دا کار نه وی کړی نو ما یی کوی ځکه تاسو پوهیږی چی د دیوال سره سر وهل بی له دي چی سر مو خوږ شی بله کومه ګټه نه لری. زما مطلب دا دی چی د ولس سره ځان مه مخامخ کوی ، د ولس سره ځان مخامخ کول داسی دی لکه د دیوال سره چی سړی خبل سر جنګوی.
    دا خبره ماته د سقیم صاحب پدی خبره راته ریاد شوه چی ویلی یی دی چی
    ((نه مو درته ویل؟ دا دی د تذکرو ویش وځنډول شو پاکستان او ایران خپل هدف ته ورسیدل……………………))
    کله چی افغان ولس د سقیم صاحب دا خبره واوریده نو داسی خولی یی پری راخلاصی کړی لکه د یرغلګرو پر کوم قطار چی په کومه تنګه ناره کی روان وی د غرونو له سرونو څخه د غازیانو د راکیټونو، دشاکو، هوانونو او ټوپکی خولی چی راخلاصی کړی. خدای پاک شته چی زما هم پری ډیر زړه درد وکړ خو زه خوارکۍ به د چا لاس ونیسم.
    ګرانو دوستانو موږ پدی هم بوهیږو چی د سقیم ،قرار ، محمد یار یار او قانع صاحبانو دا مطلب ندی چی خدای پاک نه خواسته د افغان د کلمی په ضد دی د افغان ولس په ضد دی، د هغوی مطلب دا دی چی افغانستان د تاریخ په ډیرو اساسو شیبو کی قرار لری خدای پاک مکړی چی د ولس تر منځ درځ یا جدایی والی رانه شی. خو که موږ بله خوا وګورو د افغان د کلمی نه منل به همدغه ویره چی دوی یی لری ډیره کړی کنه د افغان د کلمی په لیکلو او نه لیکلو نه پیژندپاڼه درنیږی او نه که ونه لیکل شی زموږ افغانیت له منځه ځی.

  10. زما دا ځینو پښتنو لیکوالانو ته خندا راشی چی د دی پر ځای چی د دی ملی مسلی پر وړاندی جدی برخورد وکړی لګیا دی هغه پښتانه ټکوی چی هغوی ته د ملی هویت موضوع مهمه ده او ورته شپه او ورځ کار کوی. پدی ۱۳ کلونو کی صرف یو پښتون پیدا شو چی د شمالی ټلوالی او ایرانی مزدورانو سره مقابله وکړی او د دی خلکو شوم پلانونه خلکو ته برملا کړي اما بیا زمونږ هغه پښتانه لیکوالان چی پرته له څو کرښو لیکلو نور څه کوی نشی نو بیا همدی يون صاحب پسی را واخلی. داسی ښکاری لکه دا لیکوالان چی په درانده خوب ویده وی تر اوسه هیڅ له دسیسو خبر ندی او هیڅ ځان نه پری پوهوی
    ای ویده لیکوالانو پدی پوه شی چی پرون یی پښتو ژبه په اساسی قانو کی له ملی توبه لری کړه نن یی د افغان کلمه له تذکری درته لری کړه راتلونکی دوو کلونو کی په اساسی قانون کی د بدلونو په راوستو سره پلان کی ده چی ملی سرود هم له پښتو دری ژبی ته او یا دواړو ژبو ته کړی او له هغه وروسته غواړی افغانستان بیا خراسان ته واړوی. نو چی نن دی څه ونکړل سبا خو یی هسی هم نشی کولی
    هغه د خوشحال خټک شعر دی چی وایی
    پښتانه واړه ناپوه دی یو په بل کاندی غورځی
    چی یو سر کاندی راپورته بل یی ووهی مغزی

  11. دا پوسټ څخه Barry بوش پور شرکت ده

    دا وروسته دا وه چې زموږ د پور وړاندیز تاسو ته خبر، موږ د يو تضمين، د باور وړ او د حکومت د پور د شرکت تصويب کړه، چې موږ روژه او اسانه پور کې د پور د اړتيا د غوښتنليک وړاندې کوي، موږ د پور، د زده کوونکو د پور، د کور د پور، د سوداګرۍ د هر ډول وړاندې کوي د پور، د پانګې اچونې د پور، د شرکت د پور او انفرادي پور، او نور خپل ډېر آسانه استعمال او د هغې د فشار د آزادو، موږ د پور څخه نیولې 1،000.00 $ سره يو ډېر پور په سلو کې تکتانه کچه 1،000،000.00 $ وړاندې کوي، سره د ګړندۍ انټرنټ د معاملو او د بانک مزو د انتقال. نن درخواست او ستاسو پور ترلاسه کړئ، تاسو به خوښ تاسو وکړل شي.

    د تماس د امریکا له لارې د EMAIL: [email protected]

    یادونه: دغه وړاندیز لپاره جدي همفکره غوښتنليک يوازې ده.

    مننه

  12. پاملرنه،
    Apply لپاره يوه چټکه او مناسب پور بلونه ته پيسې ورکوي، Xmas پور،
    رهني پور، ټينګښت د پور، او یو نوی کار د پيل او يا
    بيا تمويلوي د 3 په سلو کې ګټه ارزانه کچه ستاسو د پروژو. آیا
    سره [email protected]: موږ له لارې نن سره اړیکه
    د پور اندازه اړتیا لري.
    موږ تصديق دي، ثبت او مشروع قرض.
    تاسو کولی شئ موږ نن په تماس دي که تاسو په دې پور د ترلاسه کولو سره مينه ولري،
    لکه د پور د پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د پروسې لپاره له موږ سره اړیکه
    د پور او شرایطو او پور به په څه ډول انتقال شي
    تاسو. که تاسو سره مينه موږ ستاسو د عاجل ځواب ته اړتيا لري.

    لومړی د اطلاعاتو ته اړتیا ده له تاسو:

    بشپړ نومونه: …………
    د هېواد: ………… …
    د بهرنیو چارو / ولايت: ……………
    د تیلیفون شمیره:…………
    وخت: …………
    مبلغ په توګه د پور ته اړتیا ده: ……… ..
    د کور پته / دفتر پته: ………..
    وظيفه: …………
    مياشتني عايد: ……….
    مدني حالت:………..
    عمر / جنسیت: ………… ..
    د پور هدف: ………… ..
    آیا تاسو مخکې د پور لپاره غوښتنه کړې؟ (هو او یا نه):…

    یادونه: ټول ځواب باید ته واستول شي:
     [email protected]
    لپاره د چټک
    د پروسس.
    مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *