ودان روښان
هغه نوې سرشمېرنه چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتو د ونډې صدوق په نوښت د فلومایندر او ګیتس میلیندا په نومونو معتبرو نړیوالو بنسټونو ترسره کړې هیله بښونکی پیغام او پایلې له ځانه سره لري. سره له دې چې دې سرشمېرنې ته ځینو مغرضو کړیو منفي غبرګون ښودلی. داسې ښکاري چې د نوې سرشمېرنې پایلو متعصبې کړۍ سربداله کړي نو ځکه خو وروستۍ سر شمېرنې ته د متعصبو ډلو ځینو اجیرو رسنیو په ډېره ناهیلۍ سوړ منفي غبرګون ښودلې او بیا یې هم د خپل عادت له مخې سپکو سپورو ته مخه کړې او له کوم قانع کونکي دلیل پرته یې د سرشمېرنې پایلو ته قومي بڼه ورکړې او په خپلو همیشنیو ټکو لکه:«قومګرایي، تمامیت خواهي، قومزده ګي، انحصارګرایي…» د سرشمېرنې پایلې بدرګه کړې دي او ویلي یې دي چې که دا سرشمېرنه د پرمختللیو وسایلو پر مټ هم شوې خو بیا ددوی په وینا وسایل د قومګرایانو په لاس کې دي نو ځکه خو دوی ته د منلو نه دي. غوره به وي په دغه ځای کې د یوې متعصبې ډلې د ورځپاڼې سر مقابلې څو ټکي د بېلګې په توګه دلته راوړم: «اکنون رهبري این سر شماري ماهواره یي و فوق مدرن بادستګاه اقای غني است…مسلما اګر پېشرفته ترین ومدرن ترین افزار ها و امکانات در اختیار اداره ناسالم، سیستم قومزده وسیستم حاکم برافغانستان قرار بګیرد، خروجې ان چیزې جز افزودن به پهنای تباهي های این جغرافیا نخواهد بود» که په ځیر سره دغو ټکو ته وګورو نو له کرکې، بدبیني او ناهیلي پرته بله اخیسته نه شي ترې کېدلی. ځینې نورو بیا په دې اړه چوپه خوله پاتې کېدل غوره ګڼلې ده او په دې اړه هغه د چا خبره د ځان ناګاره اچولو له لارې غواړي دا ورستۍ سرشمېرنه بې ارزښته وښیي. خو د ورکړل شویو مالوماتو له مخې دا پر نړیوالو علمي ستندردونو ولاړه لومړنۍ سرشمېرنه ګڼل کېږي، په دې مانا چې تر دې مخکې په افغانستان کې ټولې سرشمېرنې اټکلي او کره نه وې او د طالبانو له ماتې وروسته اټکلیزه سرشمېرنه خو غرضي او ان د بدبیني او که ووایو د دوښمني تر کچې رسېدلې وه. په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره په ۱۳۵۸ کال کې د کره سرشمېرنې هڅه وشوه خو د ورکړل شویو مالوماتو له مخې هغې سرشمېرنې د ناامنیو له امله یوازې ۶۷ سلنه وګړي رانغاړلي او ۳۳٪ نور ترې پاتې شوي وو خو دهغه وخت حالت او شرایطو ته په کتو ښایي ۶۷٪ هم سم نه بلکې تر دې لږ خلک شمارل شوي وي.
خو په دې سرشمېرنه کې چې په دوو کلونو او درې پړاوونو کې د هوا له لارې د سپوږمکۍ پرمختللي سیستم پر مټ ترسره شوې د هېواد دننه وګړو شمېر له ۳۰ میلیونه ۳۵ میلیونه ته لوړ ښودل شوی، په داسې حال کې چې د رسمي شمېرو پر بنسټ له دوه میلیونه او سل زرو زیات افغانان یوازې له ډېورنډ کرښې هغې غاړه او شاوخوا یو ملیلون نور په ایران کې اوسېږي چې په وروستۍ سر شمېرنه کې نه دي راغلي. د سرشمېرنې بڼې او څرنګوالي ته په کتو د هغې د پایلو په اړه د شک او درغلي چانس صفر ته راټیټ شوی دی، مانا دا چې دا سرشمېرنه کره او سمه ده. د یادې سرشمېرنې پایلې ښیي چې د هېواد شمالي سیمو نفوس له پخواني اټکله ۸۰٪ او د مرکزي سیمو هغه ۵۰٪ کم دی. دې نوې سرشمېرنې د هېواد سویل لوېدیځو، ځینو لوېدیځو، سویل ختیځو او ختیځو سیمو نفوس د پخواني اټکل دوه برابره زیات ښودلی دی.
هغه ډول چې ما په دې اړه په خپله مخکینې لیکنه کې یادونه کړې وه چې دې سرشمېرنې کومه نوې اختراع نه ده کړې، بلکې حقیقت دادی چې پخوانۍ اټکلیزه سرشمېرنه او حاتم بخشي د ځینو متعصبو او غرضي کړیو د فشار او پخواني ولسمشر حامد کرزي بې توپیرۍ، بې مسوولیتۍ او یا هم کاذبې وېرې له امله پر ملت تپل شوې وه نو ځکه خو دا اوس چې ځینې ډلې د افغان له نوم سره ان د دوښمني تر کچې مخالفت ښیي لامل یې دا دی چې تېره اټکلیزه سرشمېرنه کره نه وه خو له مخې یې د ولسي جرګې څوکیو او نورو ملي سرچینو ویش او ونډه کې ځینو سیمو او ولایتونو د استحقاق خلاف ډېر څه ترلاسه کړي دي.
ددې وروستۍ سرشمېرنې لارښوونه د احصایې مرکزې ادارې پر غاړه او یاده اداره وایي چې پایلې به یې یوه میاشت وروسته بشپړې شي خو ملګري ملتونه بیاوایي چې دا سرشمېرنه ورته ورستۍ او پایلې یې ولسمشر ته سپارلې دي. له هغه ځایه چې ملګرو ملتونه نړیوال، معتبر او بې پرې بنسټ دی نو ځکه خو نه غواړي او نه هم اړتیا لري چې د چا په ګټه یا هم زیان کومه شمېره اعلان کړي. ان که افغان چارواکي په ځانګړې توګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو ډلو د فشار او ګواښ له امله ددې سرشمېرنې پایلې و ځنډوي خو ملګري ملتونه چې د افغانستان ستر نړیوال مرستندوی بنسټ دی خپلې ټولې ټولنیزې، پرمختیایي او نورې کړنلارې د هیواد سیمو ته د نفوس پربنسټ چمتو او مخته وړي.
افغان دولت یا ولسمشر غني که اوس په دې اړه د مصلحت له مخې چوپه خوله هم پاتې شي خو خلک نور له خپلې ونډې چاته نه شي تېرېدلی او نه هم تېرېږي او هغه چې وایي «وروري به کوو خو حساب کتاب به ترمنځ وي» پر همدغه دلیل ژر وي او که یا لږ وروسته، حق د هغه خاوند ته رسېدونکی دی او د ولسي جرګې او نورو ملي سرچینو ویش به د نفوسو له مخې کېږي چې په دې سره به رښتیني ملي یووالي ته لار اواره او موږ به د ملت کېدو پرلور ګړندي ګامونه واخلو. په ټوله نړۍ کې ملي هویت او ملت د یو پیاوړي مرکزي ځواک پر محور جوړېږي، د بېلګې په توګه روسیه کې لسګونه توکميزې، مذهبي او ژبنۍ ډلې اوسېږي خو څرنګه چې مرکزي رول په کې د روسانو دی نو ځکه خو هویت او ملت هم د روسي توکمو پر چورلیز را څرخي. سره له دې چې په ایران کې پارسیان او پارسي ژبي اکثریت نه دي که کردان، اذریان، بلوڅان، عربان او نورو ترې بېل شي خپله پارسي ژبي ۲۵٪ هم نه پاتې کېږي خو بیا هم مرکزي رول پارسیانو خپل کړی چې هم ژبه او هم یې شیعه مذهب پر نورو تپلی دی، نړۍ ډکه له دا ډول بېلګو ده. د پیاوړي مرکزیت شتون په خپله لږکیان پر خپل رول او ونډې قانع کوي چې له استحقاق اضافه دعوې تېر او د لانجې هڅه ونه کړي.
د دې سرشمېرنې پایلې به هغه کړۍ احتیاط ته اړ باسي چې پخوا یې په ډېره باکي چلند کاوه او ویل به یې: « در ای مملکت هیچ اکثریتی وجود ندارده» خو له دې وروسته به دوی خپلو کړو وړو ته ډېر ځیر وي او زیات ټینګار به یې دا وي: «همه یې ما برادر هستیم، هیچ تفاوتې بین ما وجود ندارد….» له تردید پرته به نور دوی دي ته ځیر شي چې څوک څومره او باید څه ډول چلند ورسره وشي؟ دا ځکه چې وروستۍ سرشمېرنې د ځینو متعصبو او لنډ فکره خلکو فرضیه له بیخ او بنسټه غلطه ثابته کړه چې ویل به یې افغانستان کې هیڅوک اکثریت نه دي او افغانستان د لږکیو هېواد دی، د متعصبو ډلو په اصطلاح لیکوالو کتابونه مې لیدلي چې پرې لیکل شوي: « افغانستان سرزمین اقلیت هاست» خو اوس په زغرده ویلی شو چې دغه حالت نور بدل شوی، د وروستۍ سرشمېرنې په پایله کې واکمنېدونکی چاپیریال د ملي یووالي په تینګښت کې ځکه مرسته کوي چې نور به بې باکه، متعصبې او تنګ نظره کړۍ له خپلې بړستنې سره سمې پښې غځوي او په هر څه کې به له خپل استحقاق سره سمه ونډه ولري نه ډېره .
که پښتون قام کښی لږ شانته غیرت هم پیدا شی، دا دایران ناجایز اولاد به کله هم داسی خبری ونه کړی. دپښتنو د بیغیرتی دوجی دغه حرامی او دشمن قومونو ته موقع ورکړ شوی چه خپلی سپکی سپوری وکړی
او دابی غیرته ورته ګوری
اوس هم داسی سپک او بی حیا پښتانه شته چه پخپله پښتو شرمیږی،
ماته حرامیان ښکاری
ځانونو ته پښتون وایی خو بیا وایی ملی وحدت مهم دی، خدای دی هیڅکه ملی وحدت نه راوړی چه پښتون پکی ورک، سپک وی
۷۵ ٪
فصدونه زیات پښتون خو د ۵ فیصدو خلکو نه یی امکانات کم دی. ژبه یی نه ویل کیږی، نه لیکل کیږی،
ایرانی فارسیوانانو حاکم ښارونه خو پریژده لکه هرات، مزار، او نور چه په هلمند، کنړ پکتیکا کی سپک او شرمیدلی بی حیا قاضیان، مولایان او نور په فارسی لیکل کوی
دا لیکنه ما سر سر ولوستله، د قومونو فیصدي مې په کې پیدا نه کړه. که صحیح او مفصل معلومات ورکړئ ښه به وي. مننه
وروره د قومونو نفوس څومره ښودل شوی او د پښتنو پکی بیا څومره ده؟
دا چې د پښتنو د شمېر سلنه به په کره توګه څومره وي، تر اوسه سمه ښکاره نده. خو دا یو څرګند حقیقت او لکه لمر روښانه دی چې په قوي اټکل سره پښتانه د افغانستان د نفوسو په سلو کې شا او خوا ۶۰ سلنه احتوا کوي. پخوانۍ ټولې ناسمې شمېرنې د یو شمېر مغرضو کړیو له خوا سي آی اې ته په خوله کې ورکړل شوې وې او هغوی به هم د پښتنو د شمېر او قدرت د کم ښوونې لپاره همدا شمېرنې کارولې. پښتانه تر دې هم ډېر دي او یووالی یې هم ډېر اړین دی. همدا شان د پورتني مضمون د لیکونکي ښاغلي روښان ودان څخه هم د مطلب د لیکلو لپاره مننه.
salamualikum/ shadmen sahib you wrote a very important message to us.
but we have one problem/we are not united/many soldout pashtoon do service
for iran.for some small reason they choice opposite pool.
for example you saw some members of parliaments.they choice wrong direction.
we hope pashtoons brothers increase the level of education and become united.
thank you
نکاتی چند در مورد این مقاله:
1. اداره مرکزی احصاییه، صندوق نفوس ملل متحد و موسسه فلومایندرز کدام سرشماری جدید نفوس را اجرا نکرده و قرار نیست اجرا کند بلکه بر اساس نوشته وبسات اداره مرکزی احصاییه “با بکاربرد ارقام موجود سرشماری نفوس سال 1358، فهرست برداری خانوار سال های 1383-85 کشور و همچنان سروی اقتصادی- اجتماعی و دموگرافیکی که در 13 ولایت کشور از طرف این اداره تطبیق گردیده، و همچنان عکس های ماهواره یی که بدینمنظور از طرف نهاد های مختلف دولتی و غیر حکومتی بدسترس این اداره قرار داده شده و به نهاد فلومایندر شریک ساخته شده….” تخمینهای تازه در مورد نفوس افغانستان صورت گرفته است.
2. باید توجه داشت که از سال 1386 ( 2005) به اینطرف نظر به حکم قانون اساسی همه ساله اداره مرکزی احصاییه تخمین سالانه نفوس را بر اساس دو منبع اول سرشماری سال ۱۳۵۸ و دوم فهرست برداری خانوار سال های 1383-85 کشور انجام داده و بدسترس حکومت قرار میدهد.
3. طوریکه در نوشته اداره مرکزی احصاییه تذکر بعمل آمده اولین (و آخرین) سرشماری در سال 1358(1979م) وقتیکه حفیظ الله امین در قدرت بود اجرا شد اما کارهای مقدماتی آن در زمان داوود خان تکمیل شده بود. در زمان داوود خان تمام امور مقدماتی سرشماری بشمول نمبر زدن دروازه ها و فهرست برداری خانوارها در جریان سه سال تکمیل گردید و قرار بود که سرشماری بر اساس تقسیم اوقات زمانی پلان شده در سرطان سال ۱۳۵۷ اجرا گردد اما با کودتای ثور ۱۳۵۷ این پلان برای یکسال به تعوق افتاد. در سرشماری سال ۱۳۵۸ در حدود ۶۵ فیصد ساحه کشور احتوا شد و معلومات در مورد ۳۵ فیصد بقیه از فهرست های خانوار دور مقدماتی و رشد طبیعی نفوس به آن اضافه گردید. از سال ۲۰۰۱ تا امروز دوبار کوشش شد تا سرشماری صورت بگیرد اما نظر به خرابی اوضاع امنیتی این پروژه به تعویق افتاد. در این مدت فهرست برداری خانوارها در سال های 1383-85 که امنیت نسبی موجود بود انجام داده شد.
4. در عوض اداره مرکزی احصاییه به کمک ملل متحد پروژه تدریجی سروی اقتصادی- اجتماعی و دموگرافیکی ولایات را از سال ۲۰۱۱ به اینطرف روی اجرا گرفت که تا کنون در 13 ولایت کشور از طرف این اداره تطبیق گردیده است. در این سروی سوالهای مربوط به زبان و قومیت افراد شامل نمیباشند تا باحساسیت هاییکه در این دو موضوع موجود است نتایج این پروژه بزرگ ملی طرف سوال قرار نگیرد.
5. هیچ احصاییه در مورد نفوس افغانستان به تفکیک اقوام از طرف اداره مرکزی احصاییه، صندوق نفوس ملل متحد و موسسه فلومایندرز نشر نشده است. چنین احصاییه ها در سرشماری سال 1979 و سرویهای بعد از آن جمع آوری نشده است. بنابر آن ادعای نویسنده در مورد اکثریت و اقلیت اقوام معلوم نیست بر اساس کدام منبع صورت گرفته است.
دوکتور نوراحمد خالدی (متخصص احصاییه و نفوس)