د دويمې  نړيوالې جګړې تر پاى وروسته  يوې  لسيزې لپاره نړۍ د زبر ځواکونو له سيالۍ، يو بل ته د زور ځواک  ښودنې يو بل په چارو کې نه مداخلې او د اروپايانوله خوا  اشغال شويو هېوادونو د خپلواکۍ شاهده وه، کله چې پخواني شوروي اتحاد  د تزاري روسيې خوب وخيال (د تورو او بوته رسېدا) عملي کېدا لپاره جوزف سټالين د شوروي اتحاد مشر خپل پوځونه تورې بحيرې خواته ولېږل او د  شوروي اتحاد  جغرافيه او سياسي حاکميت پراختيا لپاره هلې ځلې پيل کړې، ورسره سمه د برتانوي امپراتورۍ ځاى ناستي  امريکا متحده ايالتونو دولت هم د شوروي  اتحاد پر وړاندې د شوروي پلوه دولتونو پرضد فعاليتونه پيل او حتى  هغو دولتونو چې  د اروپايي امپراتوريو څخه يې خپلواکي اخيستله هم کمونستان وبلل ، پدې توګه نړۍ پر دوو پوځي اډو ( کمپونو )  بدل شو،  همدا د سړې جګړې پېلامه شوه، پخواني شوروي اتحاد د او امريکا متحده ايالتوو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يوازې د خپلو هېوادونو اقتصادي پوځي ګټو د ساتنې او پراختيا لپاره د نړۍ  په لرو او بر کې اور بل کړ، تش په نامه ايډيالوژيکه جګړه  يې پيل کړه ،  خو دامريکا متحده ايالات ټول هغه دولتونه حمايه کړل، چې د خپلواکۍ ازادۍ او د ولسواکۍ څرک هم نه درلود.

حتى ديکتاتور او مستبد زورواکي رژيمونو ملاتړيې وکړ، همداسې شوروي اتحاد هم د لويديځ پلويان  د پانګه والۍ نظام په پلويتوب وځبل او عملاً نړۍ د همدغو هېوادونو په ګروت کې وه، او پر نړۍ د دواړو زبرځواکونو حاکميت او د دوى ګټو لپاره و د نړۍ زياتو خلکو قرباني ورکوله ، په ١٩٩٢ ز کال کې د سړې جګړې  تر پاى وروسته  امريکا متحده  ايالت  د يوازيني زبر ځواک په توګه پاتې شو، بيا هم  له نړۍ څخه د جګړې او د وژنو ټغر ټول نه شو او له نويو شخړو  او ستونزو کې راګير شو چې ورسره نوي ترهګري ډلې،فساد، سازماني جرايم ، قومي، مذهبي ستونزې زياتې او جګړې دوام وکړ. په اوسنۍ روسيه کې دولاديمير پوتين په واک ته رسېدو سره په اقتصادي اوپوځي لحاظ د روسيې  د غښتلتيا لپاره هلې ځلې پيل کړې،روسيه  يې له سره کوشېر را ټول او له پخواني حالت څخه راوويست او په نړيواله کچه  پريو مطرح هېواد بدل کړ،  د سوريې په جګړه د ملګرو ملتونو په سازمان  کې د روسي دريځ او ملاتړ د دې لامل شو چې روسيه بيا پريو ځواکمن  هېواد بدل شي.

لويديځ او امريکا متحده ايالاتو په هڅونه د روسيې په ګاونډيو هېوادونو کې د عربي پسرلي په څېر فعاليتونه پيل او روسيه پلوه د ولتونو کې د بدلون هڅې پيل کړ او د اوکراين د ولسمشر د پلان لپاره د اوکراين  په داخل کې هلې ځلې پيل او د ولسمشر يانو کوويچ  پرضدلاريونونه پيل شو او له اروپايې اتحاد يې سره د سوداګريزو  اړيکو او تړون لپاره زمينې برابرونې لپاره عملي  اقدامات  ترلاس لاندې  ونيول،  خو داوکراين  ولسمشر يانو کوويچ  له روسېي  دا ډول تړون لاسليک  کړ، لاريونونو او ستونزو  نور هم  زور واخيست بالاخره ولسمشر يانو کوويچ له اوکرين څخه تېښتې ته اړ شو ، منځمهاله دولت د امريکا او لويديځ  په پلوۍ جوړ شو، روسيې د دې حرکت ځواب د کريميا ټاپوزمې ته د خپلو عسکرو پر لېږلو ځواب ورکړ، د کريميا جمهوريت د پخواني شوروي اتحاد د يوه مشر خروچف لخوا د ډالۍ په توګه د اوکراين جمهوريت پورې تړل شوى او تر پنځوسو کلونو زياته موده يې  له اوکراين سره  په ګډه سياسي جغرافيه کې تېر کړ، د کريميا  خلکو د ټولپوښتنې له لارې له روسيې سره د ګډون او يوځاى کېدا لپاره رايې ورکړې او د روسيې دولت له خوا هم دا يو ځاينه په رسميت وپېژندل شو، د روسيې عمل په لويديځ او امريکا کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو او ډېرى دولتونو مشرانو د روسيې  دا عمل وغانده،  خو روسيې خپل  کاروکړ او د کريميا ټاپو وزمه يې د خپل هېواد برخه وګرځوله او له دې ناحيې هر ډول تهديد  رفع کړ او خپل دفاعيې دېوال يې  نور هم ځواکمن کړ، د بي بي سي راډيو د خبر له مخې د روسيې دولتي تلويزون (١) چينل د لويديځ  پر ضد د روسيې له اوسني سياسيت څخه ننګه کوي او  دې تلويزيون وياند پداسې حال له ټلويزون څخه خپرونې خپروي، چې ترڅنګ يې دا ټوم بم انځورونه دي او ادعا کوي چې موږ دومره اټومي ځواک لرو، چې امريکا متحده ايالتو دولت  په يوه راډيو اکتيف ټوټو بدل کړو.

اوسمهال روسي پوځونه داوکراين ختيځو برخو په څنډو کې پر پوځي تمرينونو، پوځي مانورو او راټولېدو په حال کې دي، ورسره سم د اوکراين منځمهاله دولت له ناټو څخه د ملاتړ او مرستې غوښتنه وکړ.

همدا نقطه د نوې سړې جګړې پيلامه ګڼلى شو ، اوس به نو يوځل بيا د نړۍ زياتره هېوادونه د امريکا متحده ايالت او نورو لويديځوالو ملاتړ او دولتوو  او روسي پلوه دولتونو د ګټو لپاره قرباني کېږي، روسيه اوس اړ دى، چې يونوى سياسي ، پوځي، اقتصادي ټلواله (ائتلاف)  جوړ کړي او خپله سياسي جغرافيه پراخه کړي او له لويديځ سره نوې سيالي وکړي.

ننګرهار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *