د کلونو واټن هغه ټول بیتونه راباندې هیر کړل چې د لیسې د بدیع په کتاب کې مې زده کړي وو، خو دغه بیت لا تر اوسه په حافظه کې راسره اوسي:

تورې زلفې، سپین رخسار ورڅخه غواړم
ځکه خدای ته لاس په شام و سحر نیسم

د بدیع په کتاب کې لیکلي وو چې دلته د شام وسحر او سپین و تور تر منځ د تضاد صنعت دی.

دا سمه ده چې دلته د تضاد صنعت دی ، مګر له تضاد سره که تشبیه نه وای ملګرې شوی، ښکلا به یې ډیره معمولي وه.

له تشبیه سره د ځينو بدیعي صنعتونو د یوځای کیدو په برکت، د شعر ښکلا زیاتیږي او د زړې تشبیه بوډۍ، له بدیعي سینګاره وروسته، ډیر ځله د ځوانې ناوې هومره طراوت پیدا کوي.

ډاکتر زبیر حسرت وایي:

سپینې لیچې له لستوڼو بهر نه کړې
پښتنې، تورې پرتې ښې دي په نیام کې

دلته لیڅې له تورو سره او لستوڼې له نیام سره تشبیه شوې دي، خو له دې تشبیه سره که د ایهام صنعت ملګری شوی نه وای، نیم خوند به هم پکې نه و پاته. ایهام دې ته وایي چې شاعر په کلام کې داسې کلمه یا عبارت راوړي چې حد اقل یوه نږدې او بله لرې معنا ولري او مخاطب په دوه کې حیران شي چې د شاعر مطلب به کومه معنا وه. د پاسني بیت په دوهمه مصرعه کې له ایهام سره مخ یو، ځکه موږ دا معنا هم ورڅخه اخیستلای شو چې شاعر پښتنې ته وايي چې که لیڅې لوڅ کړې نو ستا په ټولنه کې به تورې له تیکو راووځي اود شرارت اور به بل شي.

د ایهام او تشبیه د ملګرتوب یو بل مثال د درویش په دې بیت کې وګورئ:

لکه درویش منګل یې تشه وي له سرو او سپینو
چا چې په ګوتو کې وي ټول عمر قلم ساتلی

دلته د درویش کلمه هم د درویش دراني په معنا ده او هم د ملنګ په معنا .په دې کلمه کې ایهام د تشبیه ښکلا یوه په دوه کړې ده.

دا هم د درویش بیت دی:

باڼه، وروځې، لیمه، غمزه، وربل، زخه او خال
د تورو بلاګانو ټبر پیژنې که نه ؟

دلته د اولې مصرعې اووه واړه اسمونه د تورو بلاګانو د کورنۍ د غړیتوب په مشترک صفت کې سره شریک شوي دي.

دغه صنعت چې د بدیع په کتابونو کې یې تنسیق الصفات بولو، په بیت کې ایجاز، حیرانیتا، چستي او په کثرت کې وحدت پیدا کړي دي او زړه تشبیه یې تر ځوانو ځوانه کړې ده.

تشبیه له ځینو صنعتونو سره د یوځای کیدو له لارې نوې او لا ښکلې کیږي.

One thought on “نوې شوې ښکلا/ اسدالله غضنفر”
  1. ostad mohtaram taso khpale wali sher ne likae? Sa mode pe aropa ki wam, der mi pe
    Khapal watani hojro aw moshaairo pasi zre tang shawey wo.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *