تاند- (سې شنبه، د سنبلې ۱۲) په یوه تازه څېړنه کې ښکاره شوې چې نور د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د منځني عمر اکثره انسانان د زړه په ناروغیو نه مري بلکې دا سرطان دی چې د ډېرو وګړو ژوند اخلي.
د سي این این تلویزیون در اپور له مخې، تر دې وړاندې د زړه ناروغۍ د ۳۵ تر ۷۰ کلونو ترمنځ تر ټولو د ډېرو انسانانو د مړینې علت ګڼل کېده خو تازه څېړنه، چې د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۳) په لنسیټ (journal The Lancet) علمي مجله کې خپره شوه، ښيي چې د سرطان په وجه په هغو هیوادونو کې چې خلک یې ډېر یا متوسط عاید لري، د زړه تر ناروغیو هم ډېر خلک مري.
سویډن، کاناډا، چیلي، ارجنټاین، پولنډ او ترکیه هغه هیوادونه دي دا څېړنه پکې شوې ده.
د دې څېړنې یو لیکوال ډاکتر سلیم یوسف، چې د کاناډا د مک ماسټر د وګړو او روغتیايي څېړنو په انستیتیوت کې پروفیسر او اجرايي رييس دی، وايي، دا څېړنه پر همدې موضوع تر دې دمه تر ټولو ستره څېړنه ده.
دی وايي«موږ ته څرګنده شوه چې په ګڼو هیوادونو کې د زړه په ناروغیو د مړینو شمېر مخ په کمېدو دی او د زړه رنځونه کم شوي دي.»
د ده په باور د روحي فشارونو کمېدا ښايي د زړه ناروغۍ کمې کړي وي.