تاند- یوه تازه څېړنه وايي چې انسانان ممکن ۷۰ زره کاله پخوا له افریقا څخه د هوا د بدلون له کبله کوچېدو ته اړ شوي وي.
سره له دې چې له ډېر پخوا څخه ساینسپوهانو شک درلود چې دې لویې وچې د هوا د بدلون یا افلیمي بدلون تجربه او په نتیجه کې یې د پراخ مهاجرت تجربه کړې ده، خو نوې څېړنه داسې شواهد وړاندې کوي چې خلک د چاپېریال له خرابېدونکي وضعیت څخه تښتېدلي دي.
څېړونکو د نښو نښانو د شنلو (تحلیل) په مهال د شمال ختیځې افریقا د سمندر په غاړو کې د ۲ لکه پخواني اقلیمي بدلون څرک لګولی دی. په دې څېړنه کې داسې ښکاري چې دا زرغونه سیمه له وچکالۍ وروسته په وچه صحرا بدله شوې او حتي تر اوس هم وچه شوې ده.
په دې څېړنه کې، چې د امریکا د اریزونا پوهنتون د څېړونکو په مشرۍ شوې، ښودل کېږي چې له افریقا څخه له ۵۵ زره څخه تر ۷۰ زره کاله پخوا خلکو ایروایشیا ته مهاجرت کړی دی.

څېړونکې ډلې په ۱۹۶۵ م کال د افریقا په ښکر کې موندل شوي رسوبات شنلي او دا ورته څرګنده شوې چې دا رسوبونه د ۲ لکه کاله پخوا دي.
له دغو رسوباتو څېړونکو ته څرګنده شوه چې په پخوا زمانو کې اقلیم څرنګه بدل شوی دی.
په دې څېړنه کې ویل شوي چې انسانان ممکن له ۲۰ زره تر ۶۵ زره کاله پخوا اوسنۍ استرالیا ته تللي دي.
له دې داسې ثابتېږي چې تر هغه څه چې پخوا اټکل کېده، انسان ډېر وړاندې استرالیا ته تللی دی.