د نیمروز د دلارم ولسوالۍ سلګونه ولسي وګړو د دغه ولایت د والي او ولسوال د ګوښه کېدو په تړاو لاریون وکړ.
یکشنبه
۱۳۹۷/چنګاښ/۱۷

د نیمرزو ولایت په دلارام ولسوالۍ کې سلګونه ولسي وګړو د دغه ولایت د والي انجنیر سمیع او د ولسوال نجیب الله حیات د لرې کېدو په تړاو لاریون وکړ او د نیمروزــ کابل لویه لاره یې تړلې ده. دوی له مرکزي دولت څخه غواړي، چې نیمروز والي انجنیر سمیع او د یادې ولسوالۍ ولسوال له دندې ګوښه او پر ځای یې نور معرفي شي.

په دغه ولايت کې ازاد خبريالان وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې د یادې ولسوالۍ خلک له والي او ولسوال څخه شکایت کوي. تېره روژه میاشت هم سلګونه قومي مشران او ولسي وګړي د خپل دغه شکایت لپاره د نیمروز ولایت ته راغلي وو او د خپل حق غوښتنه یې کوله، چې لا یې هم چا غږ نه دی اورېدلی.


نن په دلارام ولسوالۍ کې یو ځل بیا سلګونه کسان د والي او ولسوال د ګوښه کېدو په هدف راټول شوي وو. دوی له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوله، چې نیمروز والي او د دلارام ولسوال په فساد کې ښکېل دي او په دغه ولسوالۍ کې یې په لویه لاره پاټک جوړ کړی دی او له موټرونو څخه غیر قانوني پیسې اخلي.

دوی په خپل شعار کې وايي:

مونږ والي او ولسوال نه غواړو! دوی فاسدین دي او له مرکزې حکومت څخه مو هیله ده، چې له دندې څخه یې ګوښه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دلارام او نورو ولسوالیو ولسونو لسګونه ځله خپل شکایت اورولی دی، خو لا یې هم چا ستونزه نه ده اورېدلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *