زما خو ستونی له غريوه ډک دی، سلګۍ مې د خبرو کولو مخه نيسي، ما د ژوند په پسرلي کې د خوښۍ مخ ونه لید، تل مو د وير په لمڅي د فاتا لاسونه لپه کړي و.
زموږ د ژوند ټوله کيسه له درد، غم او وحشت څخه ډکه وه، ما خو خپل هيواد او اسلام د ټوپک په زور ساتل، خو پردې خبر نه وم، چې ټوپک هم پردی دی، مرمۍ هم بل چا پردې شرط راته راکړې وې، چې د خپلو وروڼو قاتل وګرځم.
زه تر همدغه لحظې پورې پوه نه شوم، چې په کومه روان يم؟ د کومې موخې لپاره روان يم؟ ولې مې د ښوونځيو په دروازو د نفرت قلفونه وځړول؟ ولې مې هغه خويندې چې د خپلې راتلونکې په موخه ښوونځيوته تلې:؛ پر مخونو مې تيزاب وشيندل؟
همدغه پوښتنو ته ځواب نه لرم، هلته خو ما ته وسله او مرمۍ د جهاد په نوم راکړل شوې وه، چې اسلام د تورې لاندې دی، همدغه ستا ټول وروڼه چې ښوونځيو ته درومي يا په پوهنتون کې زدکړې کوي، ټول بې لارې دي، ما ته ويل شوي و، چې که اسلام زه ونه ګټم، نوڅو ک به يې ګټي؟
د همدغه موخو لپاره يې پر ما خپل وروڼه شهيدان کړل، د خپلې کورنۍ غړي چې ماته يې بې له مينې بل څه راښودلي نه و، له هغوی نه مې کرکه وشوه، تر ننه مې د جهاد په نوم ډېرې مېندې بورې او ډېری خويندې مې بې وروره کړې.
هغه ورېندار به څنګه ماته پر خپله ژبه د دعا توري راوړي، چې ما خاوند وژلی دی.
زما په ستوني کې خو وروستۍ سلګۍ ايسارې دي، ته له کومه شوې، چې زما د ژوند هيله درسره دي، ته خو ما د کافر په نوم وژلې او ته مې د ژوند لپاره دعاوې کوې.
څښتنه! ستا عجيب قدرت دی، له لاس نه مې ټوپک پرېووت.، خپله کورنۍ مې بې علمه پاتې شوه، په خلکو مې د ظلم او تيري باج وچلاوه، خو هيڅکله مې هم د چا درد د ځان درد ونه باله.
ما خو به له خپل وحشت نه خوند اخيست، ما خو به د پرې شویو سرونو ننداره کوله او ويډيو ګانې به مې کولې، ما په خپل وحشت وياړ کاوه.
خو دا چې نن مې اخري نيم ژوانده سلګۍ په ستوني کې دي، خپلو پوښتنو ته لا ځوابه يم، نو د لوی څښتن په حضور کې به څنګه ځواب وايم؟
زه خو د جنت په تمه وم، چې ماته به په جنت کې حوري رارسيږي، ماته به هلته ماڼۍ اباده وي، حوري به مې د ورتلو لار څاري.
خو الله تعالی په خپل سپېڅلي کلام کې ويلي دي، د يو مومن مسلمان قاتل به ټول عمر د جهنم په کنده کې وي.
لويه ربه! د ژوند وروستۍ سلګۍ مې دي، ماته مغفرت وکړه، د جهنم له اور څخه نجات راکړه، خو نورو ته مې همدغه وروستی وصيت دی، که غواړئ، چې د الله ج د رحمت خاوندان شئ، نو د مومن زړه خوشاله کړئ، هغوی سره مرسته وکړئ، ټوپک لرې وغورځوئ، چانټه بېرته هغه چاته وسپارئ چې تاسوته يې د شرط په بدل کې درکړې دي.
خپلو وروڼو ته په مینه لاسونه ورکړئ، په اتفاق سره د ټوپک پر ځای قلم راواخلئ، ځکه قلم ډېر سپېڅلی دی او الله تعالی پر قلم قسم خوړلی دی.
قلم به مو د د واړو جهانونو سرلوړي در په برخه کړي، خپل بچيان ښوونځيو ته ولېږئ، تر څو د الله ج د حکمتونو مظاهره وکړئ.