اسدالله خان امرخېل:

معذروي یا معلولیت يوه داسې بدمرغي ده چې د انسان ټولې خوشالۍ په ابولاهو کوي، خو که شوق مو ريښتينی او ارادې مو ټينګې وي برياليتوب به ستاسو وي. په دواړو پښو معذور دغه شخص ته وګورئ د کراټې داسې تکړه لوبغاړی دی چې غټ غټ لوبغاړي يې په چټکۍ سره له ميدانه بهر کړي دي.

دغه معذور د کراټې داسې په زړه پورې ننداره وړاندې کړه چې په يو وار یې له دوو لوبغاړو سره مقابله وکړه او ټول خلک ورته حيران پاتې شول. د مقابلې له شروع يو څو شېبې وروسته د کراټې معذور ماسټر دواړو لوبغاړو ته ماتې ورکړه او له لوبغالي څخه وایستل، او دا يې په اثبات ورسوله چې معذور خلک هم د ژوند په هره برخه کې بريالی کيدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *