ليکوال: زبيګنيو بريزنسکي
ژباړه: عبدالله حسرت
د امريکا د نړيوال نفوذ دوره پرختمېدو ده، نو واشنګټن ته پکار ده، چې د نړيوال اقتدار د نقشې له سره د تنظيمولو مشري وکړي. په منځني ختيځ کې د نړيوال سياسي اقتدار د راپورته کېدونکي نوي وېش او خونړيو سياسي حرکتونو په اړه پېنځه بنسټيز واقعيتونه د نړيوال ايتلاف د بيا ځل له سره د جوړېدو پيلامې دي.
دغه واقعيتونه داسې روښانه کولای شو:
لومړی:
د امريکا متحده ايالات لا هم د نړۍ تر ټولو لوی سياسي، اقتصادي، او نظامي وجود دی، خو په سمه یېزو انډولونو کې پېچليو جيوپوليټک بدلونونو ته په کتو سره واشنګټن؛ نور په نړيواله کچه ټولواکی قوت نه دی پاتې، خو بل کوم هيواد هم دغه مقام لا نه دی تر لاسه کړی.
دويم:
روسيه د خپل ستر تنزل په وروستي پرېکنده پړاو کې ده، له دغه دردونکي جریان څخه له راوتلو وروسته، روسيه، په هغه صورت کې د اروپا مخکښ هيواد جوړېدلای شي، چې په هوښيارتيا ګامونه واخلي. سره له دې، روسيه اوسمهال په اسلامي جنوب لويديځ کې خپلې پخوانۍ مستعمرې او د اوکراین، بیلاروس، ګرجستان او بالټيک هيوادونه، چې يو وخت د ده د امپراطورۍ برخې وې، په بې معنی شکل له ځانه ګوښه کوي.
درېيم:
د چين هيواد په تېزۍ سره د پرمختګ پر لوري روان دی. که څه هم چين په احتمالي توګه د امريکا تر ټولو لوی سيال ګڼل کيږي، خو فعلاً دغه هيواد دې ته نه دی تيار، چې له امريکا سره په مستقيمه توګه رقابت او سيالي وکړي او له نظامي پلوه، چين لا هم داسې بريښي، چې د معاصرو وسلو د ترلاسه کولو او د خپل محدود سمندري ځواک د پياوړتيا په لټه کې دی.
څلورم:
اروپا اوس يو نړيوال قوت نه دی پاتې او نه خو په راتلونکي وختونو کې داسې برېښي، چې پر يوه ستر ځواک بدله شي. خو بيا هم، نړيوالې خیرښېګڼې او مشترکو ګټو ته د ورپېښو خطرونو د مخنيوي او د بشر ژغورنې په برخه کې رغنده رول لوبولای شي. پر دې سربېره، اروپا له امريکا سره په سياسي او کلتوري توګه تړلې او په منځني ختيځ کې د دغه هيواد د لويو ګټو ملاتړې ده. د روسیې او اوکراین د شخړې په سمه توګه د هوارولو لپاره، د ناټو په چوکاټ کې له امريکا څخه اروپایي ملاتړ ضروري دی.
پنځم:
د اسلامي نړۍ په هغو هيوادونو کې، چې پخوا مستعمرې پاتې شوي، اوسنی خونړی سياسي حرکت، له یوه اړخه د هغې ظالمانه توقيف عکس العمل دی، چې دوی ته په تېرو وختونو کې د اروپایي طاقتونو او قدرتونو له لوري ورکړل شوی ؤ.
دا د بې انصافۍ د یوه ځنډېدلي، مګر ژور احساس، چې تر شا یې مذهبي انګېزه ده، ښکارندویي کوي، چې نتيجتاً، په ګڼ شمېر کې مسلمانان د بهرنۍ نړۍ پر وړاندې سره يو ځای کوي خو په ورته وخت کې د مسلمانانو تر منځ د تاريخي فرقه یي بېلتون له امله (چې له مغربي نړۍ سره هېڅ تړاو نه لري) د مخکينيو غميزو راپورته کېدل هم، د مسلمانانو تر منځ د اختلاف او درزونو سبب شوی دی.
که دغه ټول واقعيتونه په يوه چوکاټ کې واخلو، نو دا څرګندوي، چې امريکا بايد په داسې ډول د نړيوال سياسي اقتدار د تشکيل د بيا ځلي منظمولو لپاره راوړاندې شي، چې په مسلمانه نړۍ دننه او کله نا کله ترې د بهر ته خپرېدونکي تشدد او په احتمالي توګه، په راتلونکي کې د درېيمې نړۍ له هېوادونو څخه د متوجې تاوتريخوالي مخه د نړیوال نظام له بربادۍ پرته ونيول شي.
موږ دغه نوی تشکيل د پورته ذکر شويو پنځو واقعيتونو د شاربلو په مرسته ترسيمولی شو:
لومړی:
تر کومه، چې د منځني ختيځ د تشدد پر وړاندې د امريکا د عکس العمل او رفتار خبره ده، نو واشنګټن دغلته يوازې په هغه صورت کې اغېزمن ثابتېدای شي، که چېرې له روسیې او چين سره په بېلابېلو مواردو کې ايتلاف وکړي.
د دغسې يوه ايتلاف د رامنځته کولو لپاره بايد لومړی د روسيې حوصله ماته شي، چې نور د خپلو ګاونډيانو، په ځانګړې توګه اوکراین، ګرجستان او بالټيک هيوادونو پر وړاندې د پوځي ځواک پر خپلسري او یوطرفه استعمال تکيه ونه کړي او چين باید له دې فکري اشتباه څخه راواېستل شي، چې د منځني ختيځ د کړکېچ پر وړاندې د بيجنګ خودغرضه چوپتيا او غير فعالتوب به ګواکې په نړيوال ډګر کې د دغه هېواد د ارزوګانو لپاره ګټور ثابت شي.
دويم:
يو لوی پرمختګ، چې باید يادونه یې وشي، دا دی، چې روسيه په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يو قومي دولت جوړيږي، تزاري روسيه چې له بېلابېلو قومونو تشکيل شوې وه خو له سياسي پلوه غېر فعاله نفوس یې درلود، په اوله نړيواله جګړه کې له منځه لاړه او د بالشوکو انقلاب په نتيجه کې د قومي رياستونو اتحاد (شوروي اتحاد) منځته راغی، چې واک یې د روسانو په لاس کې ؤ.
د ۱۹۹۱ په آخر کې، کله، چې شوروي اتحاد سقوط وکړ، نو په نتيجه کې یې د دغه اتحاد د وارث په توګه د روسیې دولت منځته راغی او غیر روسي دولتونو په رسمي توګه د خپلواکو دولتونو بڼه غوره کړه. دغه دولتونه اوس د خپل آزاد هويت پر پياوړي کولو لګيا دي، خو مغربي قدرتونه او چين دواړه، له مختلفو لارو په بېلا بېلو برخو کې د دغه حالت څخه د روسيې پر زيان ګټه پورته کوي او په ورته وخت کې د روسیې راتلونکی په دې پورې تړلی دی، چې څرنګه دغه هيواد يو مهم او بانفوذه قومي دولت وګرځي، چې د یوې واحدې اروپا برخه وي. که مسکو داسې ونه کړي، ښایي له خورا منفي عواقبو سره مخ شي او د دې احتمال هم زياتيږي، چې ممکن د چين له لوري د زياتېدونکو فشارونو په مخه نيولو کې پاتې راشي؛ ځکه، چې چين له ځواکمنتيا وروسته د هغو غیر مساويانه جغرافيایي تړونونو څخه راضي نه برېښي، چې مسکو پرې په تېرو وختونو کې تحميل کړي وو.
درېيم:
د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره د چين هېواد ته د دوامداره زغم او له دې حقيقت څخه خبرتيا اړينه ده، چې سياسي عجله په ټوليیزه توګه زيانونه لري. د دغه هېواد لپاره به په نږدې راتلونکي کې تر ټولو غوره دا وي، چې د هغو نړيوالو ګډوډيو، چې له منځني ختيځ څخه د باندې (د شمال ختيځ لوري په شمول) خپريږي، په مخنيوي کې د امريکا لوی ملګری/ شريک جوړ شي. که چېرې د دغو ګډوډيو مخه ونه نيول شي نو دا به د روسيې د جنوبي او لويديځو سيمو سربېره، پخپله د چين د لوېديځو برخو لپاره هم سرخوږی جوړ کړي.
چين د مرکزي اسيا له هيوادونو او د جنوب لويديځې اسيا له هغو هيوادونو، چې د بريتانيا پخوانۍ مستعمرې پاتې شوې، (په ځانګړې توګه پاکستان) او بالخصوص ايران سره (ستراتيژيکي او اقتصادي منابعو ته په کتو) نږدې اړيکې، په طبيعي ډول د دغه هيواد سيمه ايیز جيوپوليټيک هدفونه دي خو دغه هر څه د هند او امريکا د ايتلاف تر نظر لاندې هم دي.
څلورم:
په منځني ختيځ کې د زغملو وړ ثبات تر هغې نه شي رامنځته کېدای، چې ځايي پوځي جوړښتونو ته دا باور ورنه کړای شي، چې همزمان دوی هم د سيمه اييز ايتلاف څخه ګټه پورته کولای شي. د دوی د سختو او وحشيانه کړنو مخه يوازې په هغه صورت کې نيول کېدای شي، چې د امريکا، چين او روسیې له لوري پرې په ګډه سره فشار وارد شي، چې په نتيجه کې یې د سيمې د پياوړو هيوادونو لکه ايران، ترکيې، اسرائيل او مصر له لوري د قووې د مسؤلانه استعمال احتمال زياتېدای شي.
دغو هېوادونو ته باید اروپایي مرستې هم په یوه ځانګړي چوکاټ کې د محاسبې له مخې ورکړل شي، د يادو هېوادونو له جملې څخه سعودي عربستان، په عادي حالاتو کې يو مهم لوبغاړی کېدلای شي خو د دغه هېواد د وهابي بنسټپالنې او تعصب د تغذیې او ترويج لوري ته تمایل، په سيمه کې د ده د رغنده مهم رول په اړه ژورې پوښتنې راولاړوي.
پينځم:
د غير مغربي (مشرقي) نړۍ په سياسي ډګر کې نويو راپورته شويو ولسونو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي او دغه ولسونه، چې په تېرو وختونو کې له سياسي پلوه تر فشار لاندې يا محکوم ساتلی شوي ؤ، اوسمهال په ډېرې تېزۍ او ناڅاپي توګه په منځني ختيځ کې له اسلامي بنسټپالو څخه انګېزه اخلي خو په منځني ختيځ کې دا تحول، په راتلونکي وختونو کې په افريقا، اسيا او آن د سويلي او شمالي امريکا په ځينو خلکو کې د یوې لویې پديدې پيل ثابتېدلای شي.
د دغو هېوادونو په خلکو کې د مغربي اروپا د استعمارګرو قوتونو، د هغو ظلمونو، چې په تېرو پېړيو کې د دوی د نيکونو پر دوره یي وژنو او زورونو تمام شوي وو، پر ضد د انتقام جذبه لا هم ژوندۍ ده، دا نه يوازې په منځني ختيځ کې، بلکې له هغې نه ورها خوا، د ميليونونو خلکو د وژنې غبرګون دی، چې د اغېزمنو شويو قومونو په خلکو کې د خپلو سیاسي ادعاؤو او فکر د تقویې لپاره يو اهم فکتور ثابتيږي.
له تېرو وختونو ځينې معلومات خورا لړزونکي دي، د مثال په توګه، په شپاړلسمه ميلادي پېړۍ کې د هسپانوي پلټونکو له لوري د راوړې ناروغۍ له امله په نننۍ مکسيکو کې د هغه وخت د ځایي آزتيک(Aztec)امپراطورۍ نفوس له ۲۵ ميليونو څخه تر يو ميليون شاؤخوا پورې رارسېدلی ؤ.
په شمالي امريکا کې ۹۰ فيصده ځایي خلکو، په پينځو کلونو کې د هغو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د اروپايي ناقلينو سره د اړيکو په نتيجه کې دوی ته لګېدلې وې.
په نولسمه پېړۍ کې بېلابېلې جګړې او جبري بيا ميشتونې د سلو زرو نورو مرګونو لامل شوې او په هند کې د ۱۸۵۷ نه تر ۱۸۶۷ کال پورې د یو ميلون په شاوخوا کې عام خلک د ۱۸۵۷ کال د بغاوت د غچ په طور ووژل شول.
د بريتانيا د ايسټ انډيا کمپنۍ د هند له زراعت څخه د افيونو توليد د میليونونو چينايانو د بېوخته مرګونو سبب شو او دغه تلفات د افیونو د لومړۍ او دویمې جګړې له هغو څخه علاوه دي، چې په مستقيمه توګه چينایانو ته واړول شول.
په کانګو کې، چې د بلجيم د پاچا ليوپولډ دویم شخصي ملکيت ؤ، د لسو نه تر پينځلس مليونو پورې خلک د ۱۸۹۰ او ۱۹۱۰ کلونو تر منځ ووژل شول او وروستۍ اندازې ښيي، چې په ويتنام کې د ۱۹۵۵ نه تر ۱۹۷۵ کاله، د يوه نه تر دريو مليونو پورې عام وګړي ووژل شول.
د روسيې په قفقاز کې له ۱۸۶۴ نه تر ۱۸۶۷ پورې ۹۰ فيصده ځایي مسلمانان په زور او جبر سره بېځايه او له دريو سوو زرو څخه تر ۱.۵ ميليون خلکو پورې له لوږې او يا هم تشدد څخه ووژل شول.
د ۱۹۱۶ او ۱۹۱۸ تر منځ په لسګونو زره مسلمانان هغه مهال ووژل شول، چې درې سوه زره ترکي مسلمانان د مرکزي اسیا د غرونو له لارې چين ته په بې ځایه کېدو اړ کړای شول.
نيدرلنډيانو په اندونیزيا کې د ۱۸۳۵ او ۱۸۴۰ کلونو تر منځ شاوخوا درې سوه زره ولسي وګړي ووژل او په الجيريا کې د داخلي جنګ نه وروسته د ۱۸۳۰ کال نه تر ۱۸۴۵ پورې د فرانسويانو د ظلم او زياتيو په پايله کې قحط او ناروغيو ۱.۵ مليونه خلک ووژل، چې دا د دوی د نفوس نيمه برخه کېده.
ايټالويانو، په ګاونډي ليبيا کې خلک په پنډ غالو کې ټول او د ۱۹۲۷ او ۱۹۳۴ تر منځ یې له اتيا زرو نه تر پنځه سوه زرو پورې ووژل.
په نږدې وختونو کې په افغانستان کې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ تر منځ شوروي اتحاد تقريباً یو ملیون خلک ووژل او دوه لسېزې وروسته امریکا د خپلې پينځلس کلنې جګړې په ترڅ کې ۲۶۰۰۰ عام افغانان ووژل.
په تېرو ديارلسو کلونو کې، امريکا او متحدانو یې په عراق کې ۱۶۵۰۰۰ خلک ووژل او تر ټولو ناوړه بيا دا ده، چې لوېديځوال دغه ظلمونه ډېر زر هېروي او له پامه یې غورځوي.
د استعمار له ماتې وروسته، یوه نوې تاريخي بيانيه په راټوکېدو ده، د مسلمانانو د محروميت له احساس او ګډ وقار ته د نه پاملرنې له موضوع څخه، د سبب په ډول، په مسلمانو ممالکو کې له لوېديځ او د هغوی له استعماري ميراث نه د موجودې ژورې کرکې د لازياتولو لپاره استفاده کيږي.
دې هر څه ته په کتو سره، د امريکا، روسیې، چين او د منځني ختيځ اړونده هيوادونو لپاره، په ابتدایي توګه د يوه محدود سيمه اييز سمون پر لور یو اوږد او سخت مزل يوازينۍ سمه لار ده.
امريکا ته پکار دي، چې د ځينو نويو ملګرو هيوادونو (په ځانګړې توګه روس او چين)او د ځينو مسلمانو هيوادونو (ترکيې، ايران، مصر او سعودي عرب په هغه صورت کې که چېرې دغه هېواد له وهابي افراطيت څخه خپله خارجه پاليسي جلا کړي) سره پر همکارۍ ولاړو اړيکو رامنځته کولو کې جديت او حوصله وښيي نو د سيمه اييز ثبات لپاره به يو پراخه چوکاټ برابر شي.
زموږ اروپایي اتحاديان کوم، چې په دغه سيمه کې پخوا حاکم وو، اوس هم په دې اړه مددګار ثابتېدلای شي او د داخلي انزوا غوښتونکو له لوري دا غوښتنه، چې امريکا بايد له مسلمانې نړۍ څخه په مکمله توګه په شا شي، که چېرې عملي شي نو د نويو جنګونو (لکه د ايران او اسرائیل، د سعودي او ايران، په ليبيا کې د مصر په لويې پیمانې د مداخلت) سبب جوړېدلای شي، چې دا به په نړيواله کچه، د امريکا د ثبات ساتونکي رول پر وړاندې د باور د نشتوالي لا ژور بحران رامنځته کړي. روس او چين به په جيوپوليټيکه توګه د دغسې يوه پرمختګ په صورت کې ګټه وکړي، که څه هم نړيوال نظم له مستقيم ګواښ سره مواجې کيږي.
په دغسې يوه حالت کې د يوې وېرېدلې او نتيجتاً پاشل شوې اروپا هېوادونه به د رقابت په ډول، د نړۍ د دريو لويو قدرتونو له منځه د ملاتړ د موندلو په لټه کې وي. د امريکا رغنيزه پاليسي بايد له زغم سره سره په اوږد مهالي بصيرت بنا وي او دغه پاليسي بايد داسې نتايج وښيي، چې روسان په تدريجي ډول داسې احساس وکړي، چې د يوه بانفوذه نړيوال قوت په توګه د دوی ځای په اروپا کې دننه دی.
په منځني ختيځ کې د چين زياتېدونکی رول بايد د دغه هيواد او امريکا د متقابل احساس غمازي وکړي، چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ، د منځني ختيځ د بحران سره د مقابلې پر سر ګډه همکاري، په تاريخي توګه د دواړو هېوادونو د هغې وړتیا ازموينه ده، چې د نړيوال ټيکاؤ لپاره باید د دواړو هېوادونو تر منځ موجوده واوسي.
د يوه رغنده لرليد متبادل، بالخصوص د يو طرفه پوځي او نظرياتي نتايجو تپل، يوازې د يوې بې ګټې اوږد مهاله ځان ويجاړونې مترادف کېدلای شي. دا، د امريکا لپاره نه ختمېدونکې شخړې، ستړيا او احتمالاً د دغه هېواد د شلمې پېړۍ څخه وړاندې انزوایي حالت ته د زړه ماتونکي شاتګ سبب کېدلای شي.
د روسيې لپاره به دا د يوې لویې ماتې نه کم نه وي؛ ځکه، چې په ممکنه توګه دغه هېواد به په يوه ډول د چين د غلبې تر اثر لاندې راشي او د چين لپاره شايد نه يوازې له امريکا سره، بلکې د جاپان یا هند او يا هم دواړو سره د احتمالي جګړې لامل هم شي.
په منځني ختيځ کې به د یوې اوږد مهاله قومي، نيمه مذهبي جګړې(چې له يوه افراطي فکر څخه به سرچينه اخلي) سبب شي او دا به په سيمه کې او له سیمې څخه د باندې د لا زياتې وينې تویېدنې او بربريت سبب وګرځي.
د نړۍ پر مخ د امريکا له ظهور نه وړاندې، په حقيقي توګه هيڅ یوه ځواکمن نړيوال قدرت وجود نه درلود خو د بريتانیا امپرطوري نږدې وه، چې يو دغسې ځواک و اوسي، خو لومړۍ او دویمې نړيوالې جګړې، نه يوازې دغه هيواد کنګال کړ، بلکې د سيالو سيمه اييزو قدرتونو د ظهور سبب هم شو.
نوی روڼ نړیوال واقيعت، د نړۍ پر مخ د يوې شتمنې او په پوځي توګه ځواکمنې امريکا راڅرګندېدل ؤ، چې د شلمې پېړۍ تر پايه پورې یې بل کوم قدرت سيالي و نه شوای کولای خو دغه دور اوس په ختمېدو دی. که څه هم په نږدې راتلونکي کې هېڅ يو دولت د امريکا له اقتصادي او مالي برترۍ سره ځان نه شي پرتله کولای، خو نوې وسلې په ناڅاپي توګه ځينې هيوادونه د دې جوګه کولای شي، چې له امريکا سره د مستقيم ټکر خطر پر ځان واخلي.
خيالي تفصيل ته له تلو پرته، دومره بايد وويل شي، چې که چېرې يو هېواد، په نظامي توګه د امريکا د ادنی ثابتولو ظرفيت تر لاسه کړي، نو له هغه وخته به د امريکا نړيوال رول پر ختمېدو وي. نتيجتاً د دې امکان شته، چې په نړيواله کچه ګډوډۍ رامنځته شي او له همدې امله امريکا ته ښایي، چې داسې يوه پاليسي وضع کړي، چې له دوو خطرناکو هېوادنو څخه لږ تر لږه يو هېواد د سيمه ايیز او وروسته بيا د نړيوال ثبات د قايمولو لپاره له ځانه سره ملګری کړي، چې په دې سره به امريکا د خپل يوه لوی سيال مخه ونيسي، چې له دغه هېواد څخه په وړاندې وتلو کې بريالی نه شي. اوسمهال، روسيه داسې بريښي، چې تر امريکا به وړاندې ولاړه شي خو په اوږدمهالې توګه، چين هم دغسې يو رقيب معلوميږي. دا، چې راتلونکې دوه لسيزې به د دوديزو اتحادونو وروستۍ مرحله وي، نو پکار ده، چې د دغې اوښتون په مقابل کې معقول او مناسب غبرګون له اوسه نه متشکل شي.
د چاپېريال ساتنې په برخه کې بېشمېره ننګونو ته په کتو سره، د دې پېړۍ پاتې برخه کې به بشريت په بېسارې توګه د خپلې بقا پر لارو چارو بوخت پاتې شي، دغو ننګونو ته په اغېزمنه توګه ځواب هغه وخت ويل کېدلای شي، چې په اړه یې نړيوال تفاهم او همغږي رامنځته شي او دغه همغږي باید پر داسېستراتيژيک لرليد بنا وي، چې د يوه نوي جيوپوليټيک چوکاټ اړتيا تسليم کړي.
زبیګنيو بریزنسکي د نړيوالو اړيکو او ستراتيژيکي مطالعاتو د نړيوال مرکز سلاکار او له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۸۱ ميلادي کاله پورې د هغه وخت د متحده ايالاتو د جمهور رئيس جیمي کارټر د ملي امنيت ځانګړی مشاور پاتې شوی. نوموړي د نړيوال سياست په برخه کې بېلابېل کتابونه ليکلي دي، چې په نړيواله کچه یې ځانګړی شهرت موندلی.
ليکوال د نورو تر څنګ، په ځانګړې توګه د څېړنو په برخه کې د خپل مرستيال پال ویسرمين، د ښاغلي ايډم هاسچايلډ، رچرډ پيئيرې، ويليم پالک، او واټسن انسټيټيوټ د همکاريو اعتراف او مننه کوي، چې د دې مقالې په ليکلو کې یې له ده سره مرستې کړې