فرهاد داوري

د انګريزي ژبي Globalization په پښتو کي په نړيوال کېدلو باندي ژباړل سوی دئ، که څه هم دا اصطلاح زياته تاريخي مخېنه نلري، يوازي په ۱۹۶۰ز لسيزه کي مطرح سول او وروسته په پراخه مانا وکارول سول خو بيا هم نړيوال کېدل د هغو مفاهمو څخه ګڼل کېږي، چي په اوسني وخت کي د زيات ارزښت وړ دي. نړيوال کېدل او دېته ورته نور اصطلاحات هغو نظرياتو ته وېل کېږي، چي د سياسي او نړيوالو مسايلو زياتره څېړونکي يې پر نړيوال نظام باندي حاکم حالت ته کاروي. په ټوليز ډول دا اصطلاح د بېلابېلو اړخونو لپاره کارول کېږي، خو په ځانګړي ډول د ټولنيزي پراختيا او ټولنيز يوالي لپاره زياته کارول کېږي، ياني نړيوال کېدل زياتره وخت ټولنيز اړخ لري، چي دا حالت له ډېرو پخوا زمانو څخه پيل سوی او ورځ تر بلي د پرمختګ په حال کي دئ، لکه څرنګه چي په اوسني وخت کي دا اصطلاح چي ((نړۍ په کلي بدلېدونکې ده)) زياته کارول کېږي، له همدې امله نړيوال کېدل د ټولو وګړو لپاره يوه هيله او ارمان ګڼل کېږي. له بل پلوه که د مځکي د کُري نا منظم مځکني، انساني، اقتصادي، ټولنيز… وېش ته وګورو او بيا د نړيوال کېدلو بهير ولولو، نو داسي به څرګنده سي چي بايد زياتي پولي او سرحدونه مات سي تر څو وګړي د نړيوال کېدلو په لوري حرکت وکړي، وګړي بايد له ډېرو ځنځيرونو او کړيو څخه راووزي او په نړيواله کچه د ګډ او نيژدې ژوند لپاره څنګ پر څنګ کښېني.

د نړيوال کېدلو اصطلاح د يوې واحدي نړيوالي ټولني لپاره زيری راکوي، د دې نظرياتو پر بنسټ نړيواله ټولنه بايد يو ګډ فرهنګ ولري او دا فرهنګ بايد د نړۍ پر هر ګوټ باندي واکمن وي. که څه هم شونې ده چي د دې فرهنګ د ډول او د وګړو د آزاديو او حقوقو په ټاکنه کي اختلاف شتون ولري، خو بيا هم د يوه اصل په توګه به په نړيواله کچه د واحدي ټولني د فرهنګ په توګه ومنل سي او د متحدي ټولني زيری به ورکړي. کله چي متحده نړيواله ټولنه رامنځته سي نو اوسني جغرافيايي، کلتوري او نور عوامل به کمزوري سي، په نړيواله کچه به د ګډو ارزښتونو پر بنسټ وګړي ژوند وکړي او د نړۍ د بېلابېلو ټولنو د منځ څخه به چاڼ سوي فرهنګي او کلتوري ارزښتونه ولري. همدارنګه د وګړو د ژوند ترمنځ دا اوسنۍ واټن به ډېر کم سي او د ګاونډيانو په څېر به ژوند وکړي.

په لنډ ډول وېلای سو چي نړيوال کېدل يو داسي بهير دئ چي نړۍ له مختلفو اړخونو څخه کوچنۍ کوي او د وګړو ترمنځ هر اړخيز واټن کموي. د دې اصطلاح په اړه بېلابېل تعريفونه وړاندي سوي دي او پوهانو له بېلابېلو زاويو څخه ورته کتلي دي. ځيني پوهان د نړيوال کېدلو بهير يو اقتصادي بهير ګڼي او د اقتصادي يوالي پر بنسټ نړيوال کېدل تعريفوي. د دې ليدلوري پر بنسټ نړيوال کېدل د آزادي سوداګرۍ او د ليبراليزم د سرمايه دارۍ د اصولو پراختيا ګڼل کېږي. د دوئ په آ‌ند نړيوال کېدل هغه وخت خپل اوج ته رسېږي چي په نړيواله کچه آزاده سوداګري او د سرمايه دارۍ اصول ومنل سي او د مځکي د کُرې پر ګوټ باندي همدا اصول واکمن سي. خو لکه څرنګه چي اقتصاد د ژوند مهمه برخه ده او بېله اقتصاد څخه ژوند نيمګړی دئ، له همدې امله اقتصاد هم پر نړيوال کېدلو باندي مهم اغېز ښېندي. نړيوال کېدل يوازي اقتصادي اړخ نه لري، بلکي له بېلابېلو اړخونو څخه بايد ورته وکتل سي. ځيني نور پوهان بيا نړيوال کېدل يوازي له سياسي اړخه بولي، د دوئ په آند نړيوال کېدل هغه وخت شکل پيداکوي کله چي ليبرال ډيموکراسي پر نړۍ واکمنه سي او د دولتونو ملي حاکميتونه کمزوري سي. همدارنګه ځيني نور بيا د اړيکو په زياتوالي او د وګړو ترمنځ د اړيکنيز واټن په کموالي سره، نړيوال کېدل تعريفوي.

د نړيوال کېدلو بېلابېل اړخونه:

که څه هم ځينو تفسيرونو نړيوال کېدل يوازي له اقتصادي اړخه تعريف کړی دئ، خو په نړيوال کېدلو کي سياسي او فرهنګي اړخونه هم ځانګړی ارزښت لري. په حقيقت کي نړيوال کېدل عام مفهوم لري او د انساني ژوند مختلف اړخونه په غېږ کي نيسي، چي په لاندي ډول به يې ځيني اړخونه ولولو:

۱. له اقتصادي اړخه؛ نړيوال کېدل په حقيقت کي په نړيواله کچه د اقتصاد پراختيا ده، کله چي اقتصاد په نړيواله کچه پراختيا ومومي، نو سوداګري چټکه کېږي، شتمني له جامد حالت څخه وزي او د انتقال په حالت کي پاته کېږي او د اړيکو وسايل پراختيا پيداکوي، چي په پايله کي نړۍ له اقتصادي اړخه سره نښليږي. په نړيواله کچه اقتصادي پراختيا په شلمه پېړۍ کي په ځانګړي ډول د ختيځ بلاک له ماتي وروسته چټکه سوه او په اوسني وخت کي هيڅ دولت بېله نړيوال اقتصاد څخه خپل کورنی اقتصادي پر مختګ نسي تر لاسه کولای، ياني د هر دولت کورنی اقتصاد د نړيوال اقتصاد تر اغېز لاندي دی.

۲. له ټولنيز اړخه؛ نړيوال کېدل له بېلابېلو ټولنيزو عواملو سره تړاو لري، ياني پراخه انساني کوچېدني، د سياحت او توريزم پراختيا، د نړيوال معيار سره سم د ژوند کولو غوښتني او نړيوال ګډ مسايل، هغه ټولنيز عوامل دي چي د وګړو ترمنځ پراته ټولنيز واټنونه راکموي او د نړيوال کېدلو لپاره زمينه برابروي.

۳. له سياسي اړخه؛ نړيوال کېدل د يو شمېر سياسي عواملو سره تړاو لري، ياني د ملي دولتونو کمزورتيا او په کورنيو او بهرنيو مسايلو کي د دوئ ناکامي، د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او ټولنو رامنځته کېدل، دا ټول د نوي نړيوال نظام د شکل نيوني غوره بېلګي دي او له سياسي اړخه د نړيوال کېدلو څرګندي نموني دي. حتا نن ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دا حق لري چي په نړيوالي سولي او امنيت پوري د اړونده موضوعاتو پر سر د دولتونو حاکميت تر پښو لاندي کړي او مستقيمه لاسوهنه وکړي. پدې وخت کي دولتونه اړ دي چي نړيوال محدوديتونه ومني. په اوسني وخت کي زياتي هڅي کېږي، چي له سياسي اړخه د نړيوال کېدلو په مخ کي پراته خنډونه ليري کړي چي ددې ډلي څخه يو هم د ملي ګټو او ملتپالني انګيزې دي، هر دولت هڅه کوي چي خپلي ملي ګټي وساتي خو که چيري په نړيوالو ګټو کي د هر دولت ملي ګټو خوندي سي، بيا نو له سياسي اړخه نړيوال کېدل اسانه کېږي او تر ملي ګټو بيا نړيوالو ګټو ته ترجيج ورکول کېږي.

که څه هم زياتره وګړي پدې ګروهه دي چي نوې نړۍ د څو سترو قدرتونو ترمنځ وېشل سوېده او هيڅ ستر قدرت پر ټوله نړۍ باندي سياسي واکمني نه لري. ياني که په اوسني وخت کي د نړۍ حالت ته وکتل سي، نړۍ په څو قطبونو باندي د وېشل کېدو په حالت کي ده او واحده سياسي واکمني نه تر سترګو کېږي. خو بيا هم له سياسي اړخه د نړيوال کېدلو شونتيا زياته ده او د سياسي نړيوال کېدلو په مخ کي لوی خنډ د ملي دولتونو پياوړتيا ده، که چيري ملي دولتونه کمزوري سي او د ګډ نړيوال سياسي يوالي لپاره کار وسي، بيا نو سياسي نړيوال کېدل هم په اسانۍ سره حقيقت ته رسيدای سي.

۴. له کلتوري اړخه؛ نړيوال کېدل د زيات ارزښت لرونکی دی او کلتوري يوالی پر نړيوال کېدلو باندي زيات اغېز لري. په انساني تاريخ کي د انسان د پيدايښت سره سم فرهنګي راکړه ورکړه موجوده وه. همدارنګه سترو دينونو لکه اسلام او مسيحت هم ټولي نړۍ ته خپلي غېږي پرانيستي دي او په نړيواله کچه يې د بلني (دعوت) لړۍ پيل کړېده. په اوسني وخت کي د اړيکنيزو او اليکترونيکي وسايلو په زياتوالي سره د فرهنګي تبادلې بهير ډېر چټک سوی دی او په بېړه د فرهنګي نړيوال کېدلو بهير روان دی.

د نړيوال کېدلو تاريخي شاليد:

د نړيوال کېدلو تاريخي مخېنه د بشري ټولني د فرهنګي، مذهبي او نورو ارزښتونو له راکړي ورکړي څخه را پيليږي. خو په نوي مفهوم سره بيا نړيوال کېدل د مُډرنيزم سره يو ځای رامنځته سو او په شلمه پېړۍ کي يې زيات چټک پرمختګ وکړ. په نولسمه پېړۍ کي اروپايي ټولنپوه سن سيمون دا څرګنده کړه چي ((صنعتي کېدل)) په اروپايي هيوادونو کي د وګړو د مشابه رفتارونو د زياتوالي لامل ګرځي. آلماني ټولنپوه ماکس وبر د ((عقلانيت وسايل)) د نوي تمدن له ځانګړنو څخه بولي او د عام او نړيوال بهير په توګه يې ګڼي. کارل مارکس هم په خپلو اثارو کي د بېلابېلو تحليلونو پر بنسټ نړيوالي ټولني ته د رسيدلو او ددولتونو د لوېدلو پړاوونه په ګوته کوي.

په شلمه پېړۍ کي د انساني ژوند په هر اړخ کي بدلون راغلئ او نړۍ ليد ته يې بدلون ورکړ. ددې ډلي څخه د اليکترونيکي وسايلو زياتوالی، د مځکي پرمخ د غځيدلو واټنونو کمېدل او د خلکو ترمنځ د افکارو او عقايدو چټک لېږد، د يادولو وړ دي. پدې وروستيو کي د مځکي د کُرې په اړه ځيني مسايل او د ژوند کولو پوري اړوند ځيني داسي موضوعات راپورته سوي دي چي هيڅ دولت يې په يوازي ځان نسي حل کولای، بېله د دولتونو د ګډو همکاريو څخه او په نړيوال بستر کي د دولتونو د ګډو هڅو څخه نوموړي موضوعات نسي حل کېدای. همدارنګه په نړيواله کچه د يو شمېر سياسي مسايلو راپيداکېدل او بيا نړيوالي سولي او ټيکاو ته د هغو خطر هغه څه دي چي ټول دولتونه بايد لاسونه سره ورکړي او په ګډه يې پر وړاندي مبارزه وکړي، چي همدا لامل د نړيوال کېدلو لپاره بنسټيز ګامونه دي او د دولتونو تر پولو ها خوا د ګډو همکاريو او هڅو لپاره مهم پړاوونه دي.

د ((نړيوال کلي)) مفهوم چي د مارشال مک لوهان لخوا په ۱۹۶۰ لسيزه کي مطرح سو، نړۍ ته يې زيات پيغامونه ولرل. مک لوهان د رسنيو او اړيکنيزو وسايلو پر رول باندي خبري کوي او د نړيوال فرهنګ په پراختيا کي نوموړي وسايل مهم ګڼي. دده په آند اليکترونيکي وسايل د يوې عصبي رشتې په توګه نړۍ سره نښلوي. د رسنيزو وسايلو زياتوالي د رسنيو انفجار ته لاره هواره کړېده او مکان او زمان يې ډېر لنډ کړي دي او د خلکو د ژوند چاري او د نړۍ نور مسايل يې زموږ مخته اېښي دي. نوموړو وسايلو د نړۍ په کچه د خبرو کولو زمينه برابره کړېده او موجوده فرهنګي واټنونه يې راکم کړي دي.

که څه هم په پورته ډول ډېرو پوهانو د نړيوالو کېدولو په اړه خپل آندونه څرګند کړي دي، خو په ۸۰ لسيزه کي رولانډ رابرټسون پدې اړه ډېر منلي او په زړه پوري آندونه ورکړه. دده په آند نړيوال نظام په لاندي برخو کي عمل کوي:

۱. د ټوليز امنيت لپاره د نړۍ په کچه او يا هم د لويې وچي په کچه د قدرت وېشنه؛

۲. د نړيوالو ارزښتونو او تګلارو رامنځته کول؛

۳. د اقتصادي سرچينو پر بنسټ په نړيواله کچه د دولتونو د ډلبندۍ تعديل؛

۴. د کډوالۍ، سوداګرۍ، فرهنګي او نورو برخو کي د توپيرونو له منځه وړل؛

د رابرټسون په آند په فرهنګي، مذهبي او نورو برخو کي موجوده درزونه او ټکرونه د نړيوال کېدلو په مخکي خنډ ګڼل کېږي، خو دده په آند دا درزونه اوسمهال د ډکېدو په حال کي دي. له همدې امله دئ په خپلو آثارو کي د دولتونو د نړيوال نظام په اړه خبري نه کوي، بلکي د نړيوال کېدلو په اړه خبري کوي، دئ نړيوال کېدل داسي تعريفوي (( نړيوال کېدل هغه مفهوم دی چي د نړۍ د کوچنيوالي، په نړيواله کچه د يوه کل په توګه د انسانانو د پوهي د زياتوالي او په شلمه پېړۍ کي د نړيوالو متقابلو اړيکو او يوالي په اړه اشاره کوي)).

د رابرټسون په آند نن ورځ ټول مسايل په نړيواله کچه تعريفيږي، د بېلګي په توګه نظامي او سياسي مسايل د نړيوال نظام په چوکاټ کي، د وګړو په اړه مسايل د بشر حقوقو او داسي نور موضوعات هم پراخه مانان تعريفيږي. نن ورځ هر فرد د بشريت د يوه غړي په توګه ګڼل کېږي او ملي ټولنه نسي کولای چي د وګړو حقوق په يوازي ځان وساتي، بلکي ملي ټولنه مجبوره ده چي دا حقوق د نړيوالي ټولني سره يو ځای او د ټول بشر حقوقو په چوکاټ کي وساتي.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *