تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د جنګي جرمونو نړیواله محکمه یا هاګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او طالبانو د جنایتونو په تړاو پلټنې بیا پیلوي.

دغې نړیوالې محکمې پخوا له دې د امریکا د فشارونو له امله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بشري جنایتونو په تړاو خپلې پلټنې درولې وې، خو اوس د دغې مکمې مشرې فاتو بنسودا ویلي، اجازه یې ترلاسه کړې ده څو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو جنایتونه وڅېړي.

د هاګ نړیوالې محکمې لخوا خپره شوې اعلامیه کې هم په دې تړاو راغلي فاتو بنسودا به اوس د خپلو تحقیقاتو د پیل لپاره د دې محکمې د تجدید نظر څانګې ته خپل وړاندیز استوي او له منل کېدو وروسته به محکمه خپل قاضیان افغانستان ته واستوي.

اغلې بنسودا د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې هم غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دې د امریکایانو، طالبانو او افغان حکومت جنایتونه وڅېړل شي، خو هغه وخت له جواز ترلاسه کولو وروسته امریکا د دې کار مخه ونیوله او بنسودا مجبوره شوه چې د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې له خپلې پرېکړې واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *