عصمت الله زهیر –
د جرئت سره چي مصلحت ورسره وي نو خبره په هنر تر مخاطب رسېدلی سي ، خبره دا نه ده چي دریځ د چا او وسایل څوک په کار اچوي :
خبره دا ده ته خپله خبره څومره په هنر، په ښایستګي او علمي انداز ترخپلو خلکو هم تر بدترینو مخالفینو رسولی سې !
ته به خپله خبره په هغه انداز سره کوې چي ، د اجمل خټک په قول:
خره ناست وي ستا خبره اوري او سرونه خوځوي .
د سولي نړیوالې مشاعرې سوات په جوړولو کي د هرچا د جیب څخه چي روپۍ ختلي دي ، په پښتنو کي ، په پښتني منطقو کي (چي عملاً زورور پوځ اوس یرغماله کړي دي) د سولي ږغ پورته کوونکو رښتینو استازو په را بللو یې کارولي وې :
ځه! په ایمان او صفا،صفا ووایه په خپل د ې لنډ ادبي سفر کي دي داسي نړیواله د سولي مشاعره کي د سولي او میني د ترجمانو ملي مبارزو او ریالیستګو شاعرانو هغه هم د پښتنې میني په لیونتوب او افغاني هوډ ، میړانه ، د کرکي په خلاف را یو ځای کېدل تر دې وړاندي لېدلي وویا دي یادیږي ؟
د نومبر د میاشتي پر شلم تاریخ (۲۰۱۴ء) سهار ۷بجې د پښین څخه د کوټي بس ته وختم چي اته نیمي بجې د کوټي هوایي ډګر ته ځان ورسوم ، هم داسي مي وکړل :
تر څه ساعت انتظار کولو وروسته زما خوږ ملګری ډاکټر لیاقت تابان او دروېش درانی صاحب هم را ورسېدلو نور مي د اسلام اباد سفر ته مخ کړو .
دروېش درانی، ډاکټرتابان او زه د سوات نړیوالي امن مشاعرې ته بلل سوي وو، نړیواله امن مشاعره د سوات د مینګوري په ښارکي په ودودیه هال کي د جمعې په ورځ (۲۱نومبر ۲۰۱۴) دوې بجې ماپښین کېدونکې وه :
دې مشاعرې ته د کابل ، کراچي ، پېښور ، کوټي او دنژدې سیمي شاعران بلل سوي وو، د کوټي څخه اسلام اباد ته چي په طیاره کي کښېنستو نو دروېش درانی د کړکۍ خوا ته سو ، زه په منځ کي او ډاکټرتابان مي پر ښي اړخ راسره ناست وو :
د دروېش صاحب له څېرې داسي ښکاریده چي کوم تکلیف ورته پېښ دی ، کله به یې لاس پر تندي ونیولو او کله به یې بې د کومي اړتیا د صدرۍ په جیب کي لاس ( اکثر د ناقرارۍ په حالت کي هم داسي کوي ) واچولو خو اخر پای یې راته وویل :
د شکري ګولۍ مي راڅخه پاته سوي دي او بې له هغه ګولیو چای څښلای نسم !
اوس چي طیاره په الوتو سوه د دروېش صاحب ناقراري هم اوج ته په رسېدو سوه ، لاکن ډاکټرتابان هوښیاري وکړه یو خو یې په غوږو کي مالوچ کښېښود او بل یې څه د څاڅکو دوا (ډراپ) را اخیستې وه چي په پزه کي به دي واچوله غوږونه به دي نه بندیدل :
ډاکټر تابان دروېش صاحب ته د مالوچو ست وکړو چي دا په غوږو کي کښېږده نو به دي غوږونه نه بندیږي :
دروېش صاحب په جواب کي ورته وویل :
زما هسي هم غوږونه بند دي !
یو څه ساعت وروسته د طیارې کار کوونکو دوو میرمنو چای، کیک، او جوس پر مسافرو وویشل خو دلته بیا دروېش صاحب ته خپلي د شکري ګولۍ ور یادي سوې نو یې راته وویل :
ماښام مي ترهرڅه د مخه دا ګولۍ ښکاره کښېښولې ، ما ویل چي سهار مي هیري نسي بیاهم راڅخه هیري سوې !
د یو ساعت پنځه یا لسو دقیقو ترسفر وروسته نور د اسلام اباد پرنړیوال هوایي ډګر د خپل سامان په انتظار وو، یو خوا بل خوا سره ګورو چي ډول، ډول مخلوقات سره را یو ځای سوي دي ، یوه د حسن جادوګره ، غوړیدلي بیښتان ، پړونی په غاړه کي پروت ، سور اوږد کمیس، شړتېدلي اندامونه ، لنډه یې دا د حسن کرشمه وه ، دروېش صاحب یې په لیدو ، راته وویل تا عاشقي کړې ده ؟
په جواب کي مي ورته وویل ، هو کړې مي ده !
اوس یې هم کوې ؟
اوس یې هم کوم !
امکان لري د دروېش صاحب موخه د جنس پرستۍ او حسن پرستۍ ترمنځ د توپیر حس معلوملول به وو یا به د حسن د هغه شاپیرۍ نازک پیکر رغونکي څخه التجا کول به وو، یا به د ماضي د یوې زړه وړونکي دلربا د یاد د پرهر تازه کېدل به وو، چي د شکري د ګولۍ ناقراري یې په هغه اطمنیان نوره بدله سوه چي د یو عادي دروېش دراني په څېره کي در سترګو کیږي نور دروېش صاحب د ګل غوندي وغوړیدلو .
تر څه ځنډ وروسته د خپلو سامانو سره تر هوایي ډګر دباندي د (طوطي خان) په لټون سو چي په خپل موټر کي به مي مینګوري ته بیایي :
ډاکټرتابان د حج په سفرنامه کي لیکي ، هرکله چي به موږ او ملګري سره ورک سو نو به مي لاسونه پورته ونیول د لاس په پورته کولو به مي سره پیدا کړو، دلته یې هم د طوطي خان په پیدا کولو کي دغه نسخه وکاروله :
طوطي خان اویا کلن سپین، سور او چاغ سپین ژیری چي سپیني ژیري خورا خوند ورسره کولو،توري چشمې یې پرسترګو وې ، تابه ویل جوړ د جماعت ملا دی خو طوطي خان خدایي خدمتګار وو :
نور په جي.ټي. سړک طوطي خان وار په وار د باد سره سندري زمزمه کولې او د کمال موټرواني یې کوله هم د سوات د جګړو حیرانونکي ټکي یې راسپړل :
دا ډاکټرتابان خو هم حیرانونکی تخلیقي ذهن او د تلوسې ډک فکر لري اوس د تابان پوښتني د طوطي خان ریزونه :
تابان: د طالبانو په جګړو کي به د سوات اقتصاد ته ډېرتاوانونه اوښتي وي ؟
طوطي خان: طالبان کوم ځای وو دا خو ټول (دوئ) پخپله وکړو نوم یې د طالبانو ورکړو !
تابان: تاسو په جګړو کي هم دلته مینګوره کي پاته سواست ؟
طوطي خان: نه درو میاشتو لپاره پینډۍ ته کډه سو!
تابان: طالبانو دا جګړه څه ډول شروع کړه ؟
طوطي خان: طالبان خو موږ هیڅ ونه لېدل یو پټ لاس وو دا هرڅه یې کول نوم د طالب یادهیدلو!
تابان: جګړه چي قراره سوه خلک بیرته خپلو کورونو ته راغلل ؟
طوطي خان: خلک بیرته راغلو خو په دا شرط په هر کور به د پاکستان بیرغ ولاړ وي !
تابان چي به بله پوښتنه کوله نو دروېش صاحب پوښتنه د مخه کړه :
یاره! طوطي خانه ، ته وایه عاشقي دي کړې ده که نه ؟
طوطي خان ورته وویل ، او جي عاشقي مي کړې ده !
اوس یې هم کوې ؟
او جي اوس یې هم کوم !
هسي مي ویل چي د دروېش صاحب موخه خو به هم هغه د پښتو ټپه نه وي .
چي عاشقي یې کړې نه وي
لکه هندو بې کلیمې دوږخ ته ځینه
د پنجاب دا شنه ډاګونه او زرغونه غرونه ، د هینداري په څېر روڼ او پلن سړکان، اوږده،اوږده پولونه ، نه پکي څوک طالب او نه پکي څوک ځانمرګي څه کولی سي ځکه چي طالب هم د پنجاب دی او ځانمرګی هم د پنجاب دی .
تر یو ښه اوږده مزل وروسته د پښتونخوا ایالت کي تر وړو،وړو کلو او بازارو وروسته د ماپښین لمونځونه مي د صوابۍ په یوه داسي مسجد کي ادا کړو چي پر یوه دروازه یې (مسجد حضرت عمرُ) او پر دا بله دروازه یې ( مسجد حضرت علي ) نوشته وو:
طوطي خان د موږ سره دا ناروا وکړه چي موټر ته یې د ګیس د اچولو لپاره په یوه اوږده قطارکي یو ساعت انتظار راباندي وکړو ، د ډاکټرتابان دا هڅه وه چي مینګوري ته ماځیګر ورسیږو د مینګوري د ماځیګري ننداره بیخي د لیدو ده .
ماځیګر ته نژدې تر مردان راتېرسو ، تختبایي کي پر یو هوټل د چپلي کباب خوړولو ته ودریدلو ، ما چي د کباب خوند وڅکلو نو مي زړه کي وویل چي دا یو به خورم بل نه خورم خو ډاکټرتابان او دروېش صاحب دوه،دوه وخوړلو تر خوړولو وروسته یې ویل چي:
دا مي ښه ونکړل دوه، دوه مي وخوړل او هغه کباب دواړه څه ناآرام هم کړل لاکن طوطي خان یو غټ غاب کابلي پلاو داسي تر خیټه صدقه کړو تابه ویل چي هیڅ خوړلي نه دي په لمن کي یې واچول او هغه زما پاته چپلي کباب یې هم نوش کړو او یو لوی کپ د شودو چای یې هم پسې وکړې .
د ملاکنډ تر غره چي ور واښتو دسوات ننداره :
که لیونی شو نو ګرم نه دی عطاء
ستا د ځوانۍ په بهارونو حد دی
(عطاء الرحمان عطاء)
ماځیګر پریوتو مهال (قمبرپُل ) ته ورسېدلو چي پوره درې ساعته د پوځ د تلاشۍ په نوم د لوڅي بدمعاشۍ سره مخامخ وو دا ځکه خو په ښار یا په خلکوکي ډار ، حیرانتیا او کرکه له ورایه محسوسېدله ، دهرکور پر بام د پاکستان بیرغ ولاړ او د هر دکان پر دروازه یې بیرغ له زرغون او سپین رنګونو جوړ ښکاریدو چي دا کار هم په جبر ، زور ورباندي تپل سوی وو، په لیدو به یې ناڅاپه په پام کي دروګرځیدو چي دا ټول خلک د زور ور پوځ له اړخه پرخپله خاوره مستعمره او محاصره سوي دي خو بیاهم د طالب نفسیاتي فشار هیڅ نه ورباندي ښکاریدو لکه څه ډول چي د عشق خمار دروېش درانی په دې شاعرانه سفرکي ترفشار لاندي کړی وو.