ټولنیز ساینس
International relations
نړیوالې اړیکې چې لنډیز یې (IR) ده نړیوالې چارې (international affairs) هم ورته وایي. په نړیوالو اړیکو کې مطالعه له اکادمیکو موسسو سره تړاو لري. نړیوالې اړیکې د سیاسي ساینس څانګه ده، له مختلفو علمي رشتو سره تړاو لرونکې اکادمیکه څانګه ده، یا په بشپړ توګه یو اکادمیک دیسپلین په کوم کې چې محصلین د سیاسي ساینس او د انساني علومو دیسپلین مطالعه کوي. په ټولو حالتونو کې دا څانګه د سیاسي نهادونو اړیکې مطالعه کوي لکه د مستقلو هېدوادونو تر منځ اړیکې، د دولتونو په کچه د سازمانونو اړېکې، د نړیوالو این جي اوګانو ترمنځ اړیکې او نړیوال سیستمونه چې له فعل انفعال څخه رامنځته شوي وي. نړیوالې اړیکې یوه اکادمیکه او د عامه پالیسۍ څانګه ده او له همدې امله مثبته او اصولي ده ځکه چې د یو هېدواد بهرنۍ پالیسي فارمول کوي او څېړي.
 
نړیوالې اړیکې له قدیم یونان څخه پېل شوي خو په ۲۰ پېړۍ کې، په سیاسي ساینس کې یوه جلا اکادمیکه څانګه شوه. په عملي بڼه کې نړیوالې چارې یا نریوالې اړیکې له سیاسي ساینس توپیر لرونکی عمل یا کړنې ترسره کوي او ټول کورسونه یې له مختلفو رشتو سره اړیکه لري. په نړیوالو اړیکو کې ټکنالوجي، انجنیري، اقتصاد، مخابرات، تاریخ، نړیوال قانون، کلتورونه، فلسفه، جغرافیه، ټولنیزې چارې، کریمینولوجي یا جرم پېژندنه، د جنسیت مطالعه، استقلال یا تمامیت، نړیوال امنیت، نشنلیزم، د اقتصاد وده، نړیوال مالیات، ټروریزم، ترتیب شوي جرمونه، انساني امنیت، بهرنۍ مداخله مطالعه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *