تاند- نړیوالې رسنۍ وايي، د طالبانو له لوري له حملو سره سره، چې لږترلږه ۴۷ افغانان پکې ووژل شول، په مجموع کې د جوزا د څلرویشتمې نېټې دوهم ځلي انتخابات د حمل د شپاړسمې نېټې تر ټاکنو هم سوله ییز ول.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو پرون ۱۵۰ بریدونه وکړل خو وسله وال طالبان وايي چې شاوخوا شپږ نیم سوه حملې یې کړي دي. دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د حمل د شپاړسمې نېټې له انتخاباتو وروسته د شاوخوا یو نیم زر بریدونو ادعا کړې وه.

نړیوالو رسنیو په انتخاباتو کې د ګډون په اړه د افغانانو جرات ستایلی دی او ویلي یې دي چې افغانانو نه د طالبانو د پټکو پروا وکړه او نه د هغوی راکټي او بمي بریدونو وبېرول.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني وايي، له لومړنیو اټکلونو داسي ښکاري چې تر لومړي پړاو هم په دوهم ځلي انتخاباتو کې زیاتو افغانانو ګډون کړی دی.

ده وویل چې د حمل د شپاړسمې نېټې به انتخاباتو کې نژدې ۷ ملیونو خپلې رایې استعمال کړې وې خو دا ځل تر ۷ ملیونو زیاتو خلکو خپلې رایې صندوقونو ته اچولي دي.

راپورونه وايي چې دا ځل په ځانګړي ډول په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې ډېرو خلکو رایې کارولي دي. په ځینو سیمو کې طالب قومندانانو د خلکو مخه ونه نیوله چې رایې استعمال کړي. د غزني په اندړ ولسوالۍ کې طالب قومندنانو تر خپل کنټرول لاندې خلکو ته وویل چې که رایې ورکوي دوی ورسره هیڅ مخالفت نه کوي. داسي هم ویل شوي چې په ځینو سیمو کې محدود شمېر طالب قومندانانو خلک تشویق کړي چې رایې واچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *