نجیب الله علیزی

په وروستیو کې د ایران ولسمشر د اقلیم نړیوال کنفرانس ته وويل، هیواد یې افغانستان کې د اوبو بندونو په اړه بې تفاوته نشي پاته کیدای.

دافغانستان ولسمشردخپل انتخاباتي کمپاین په وخت کښي ویلي وه چي دی به په افغانستان کښي ترشلوزیات داوبوبندونه جوړکړي.

د هلمندولایت سیند دافغانستان د سفیدکوه اوبابا غره څخه سرچینه اخلي چي په کور دننه کښي 1005 کیلومتره بهیږي وروسته دایران خاوري ته ننوځي.دچاپیریال ساتني دحقوقوله نظره افغان حکومت کولای شي چي دخپلو اوبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، خو د اوبو طبعي مسیرته تغیر نه شي ورکولای.عموما هیوادونه خپل ترمنځ دوه ډوله شخړي لري.

۱: سیاسي شخړي

۲: حقوقي شخړي

دایران سره داوبو معضله یوه حقوقي شخړه ده، هیوادونه باید هر ډول شخړي په سوله ییزه ډول حل او فصل کړي. کله چي یوه نړۍواله شخړه ددوهیوادونو ترمنځ ایجادیږي باید دلاندي حل لارو په واسطه حل کړل شئ.

لومړي: دشخړو حل د مخامخ خبرواترو په واسطه

متخاصم هیوادونه که چیري خپل ترمنځ یوه شخړه ولري باید مخامخ سره کښینئ یودبل خبروته غوږ ونیسئ او خپله ستونځه پخپله حل کړی.

دوهم ډول: نېکي هڅې:

که چیرته خپل منځی خبرونتیجه ورنه کړل دنیکوهڅو،یا منځګړي په واسطه دی ستونځه حل کړي.

مثلا: دچین اوروسيې ترمنځ د نفتوپرسرشخړه په کال 1955 م او کال 1956 م کي دفرانسې هېوادد نیکوهڅوپه واسطه حل کړل شول.

دریم: دڅیړنې اوسوله غوښتوونکوکمیسونونودلاري:

دغه کمیسیون د متخاصمو ډلو په خوښه او یا هم د ملګرو ملتونو دسازمان په واسطه ټاکل کیږي.دڅیړنې او سوله غوښتني کمیسیون د ۱۹۰۷ کال د لاهه د تړون پر اساس را منځته شو. چي دا هم د نړۍوالو شخړو دسولیزه حل لارو څخه یوه ده.

څلورم: دنړۍوالو شخړو لپاره قضايي حل لاره چي دا حل لاره په خپل ذات کې پردوه ډوله باندي ویشل شویده.

د قضایې حل لارې په وسیله قضایې ستونزي حل کیدلای سی، دا یوبیطرفه ارګانونه دي. د شخړې دحل کیدلو پوره واک لري طرفین خپل په خوښه باندي عریضه ورته کوي.دعدالت نړۍوالي محکمې د منشورد۳۶ مادې، دوهم پاراګراف د حقوقي اختلافاتو فهرست داسي وړاندی کړي چي دولتونه کولای شي په لاندي مواردو کښي دغه محکمې ته مراجعه وکړئ.

۱: د نړۍوالو تړونونو د تفسیر له امله را پورته شوي اختلاف

۲: د نړۍوالو ژمنودماتیدو په وجه باندي

۳: د نړۍوالوحقوقودمقراراتودماتولوله امله راپورته شوی اختلاف

۴: د نړۍوالو وجیبو د ماتیدو او د واریدو خسارو له امله.

  نړۍوال حکمیت اوقضائي حل لاره

اول: نړۍوال حکمیت: د حکمیت موخه ددولتونو ترمنځ د ټاکلو قاضیانوپه واسطه اوحقوقو ته داحترام په بنسټ دشخړوحل دي.

الف: د ۱۸۹۹ کال د لاهي کنفرانس د حکمیت طرحه وړاندی کړل.

با: د ۱۹۰۷ کال د لاهه تړون

ج: د ۱۹۲۵ کال مشهور ترین تړون د حکمیت په وړاندی دالمان اوددوي دګاونډیانو ترمنځ (دادلوکارنو) تړون دي.

د: په ۱۹۲۸ کښي حکمیت یو نړۍوال حقوقي مؤسسه وګرځیدل

ه:په ۱۹۴۹ کي دملګرو ملتونو عمومي مجمع حکمیت یو ځل بیا تجدیدنظر کړي.

و: په ۱۹۵۰ کښي حکمیت نوې تطبیقي بڼه وموندل

دحکمیت دنړۍواله محکمې جوړښت

دوهم: د شخړو قضایي حل:

قضايي حل لاره معني د شخړي سوله ییزه حل ((دعدالت دنړۍوالي محکمې)) په واسطه تر سره کیږي دغه محکمه د ۱۹۲۰ راهیسي فعالیت کوي دفتر یې په لاهه کي دي تراوسه يې تر (30) زیاتي پریکړې کړیدې او ۲۷ سلامشورې يې ورکړیدي. دعدالت نړۍواله محکمه د ملګروملتونودسازمان یوعمده قضایې ارګان دي ددغه محکمي منشورد ملګروملتونودمنشورضمیمه هم ده.  

د لیبرالیستي نظریې له مخي هیوادونه باید نړۍوال حقوق او وجایب په نظرکښي ونیسي اویوله بل سره دبین المللي سازمانونواو بین المللي قوانینو پراساس رابطي ونیسي، نه دزور او جبرله مخي.

خوزما په نظرحقیقت دادي چي په نړۍوال سیاست کې دولتونه خپل اړېکي د ملي ګټو پراساس قایموي نه دمیني اومحبت پرمحور باندي.دنړۍوال نظام اصلي لوبغاړي دولتونه دي نړۍوال سازمانونه هم د ځواکمنو هیوادنوتر تاثیرلاندي دي او دهغوې په ګټه پریکړي کوي نوکله چي دیوهیواد ګټي په خطرکښي ولویږي دوي دخپل بقا او(تل پاتي) په خاطرباندي دنظامي او اقتصادي قدرت څخه استفاده کوي،دبله طرفه دهیوادونوڅخه مافوق بل قدرت نشته چي ددوي مخه ونیسي نو ځکه دنړۍوال نظام جوړښت د ځنګله په شان ګډوډ دي اوهروخت زوررحاکم او کمزوري مغلوب وي.مثلا: کله چي طالبان پرکابل واکمن شول سعودي عربستان او پاکستان لومړي هیوادونه وه چي ددوې حکومت یې په رسمیت وپیژندې ځکه ددوې ګټې پکښي نغښتي وې، کله چي په امریکا کښي دسپټمبرد یولسمي پیښه وشول، پاکستان دامریکا واړېکوته دطالبانو تراړېکوزیات اهمیت ورکاوه نوځکه یې دطالب حکومت ورسره رانسکور کړي، ومو لیدل چي اړېکي د اخوت او وروری پر اساس نه بلکي دګټو پر اساس دي.افغانان اکثریت ایډیالیستان (ارمان ګرایان) دي.دوې فکرکوي چي پاکستان خویومسلمان هیواد دي،ولي يې دامریکا سره لاس یو کړي اود طالبانوحکومت یې رانسکورکړي.!تاسو فرض کړي چي که پاکستان په هغه وخت کښی دطالب لاس نیولي وای نن به د طالب سره یوځاي د پاکستان حکومت نسکوروای، پدي اړه پرویزمشرف په خپل کتاب (سب سی پهلی پاکستان) کې کاږی چي دامریکا ددفاع وزیرپه ټلیفون کښي راته وویل چي زموږ سره یاست که زموږددښمن سره یاست؟ مشرف وایې چي ده عاجله غونډه ونیول دجلسې ګډون والو راته وویل که موږ دامریکا طرف وه نه نیسو واضح خبره ده چي امریکا به زموږ پرځاي دهند ملګرتیا ته مخه کړي! دوهم: ایا طالب دومره اهمیت لري چي امریکا پر خوابدي کړو؟ دریم ایا دپاکستان حکومت د امریکا د B52 زورلري؟ طبعي ده چي دټولوځواب منفی ؤ، نو ځکه موتصمیم ونیوي چي دامریکا طرف ونیسو.حتي پاکستان دډیپلوماتیک عرف خلاف دطالبانوبرحاله سفیر(ملاسلام ضعیف) لاس تړلې دامریکاپه لاس ورکړي! همدارنګه ایران چي پخوا طالبان په رسمیت نه پیژندل، اوس چي داعش د ایران لپاره خطردي دپخوا خلاف طالبانو ته وسلي او پیسي دواړي ورکوي.

One thought on “نړیوالې شخړې څنګه حل کیږي؟ || نجیب الله علیزی”
  1. د نړیوالو حقوقو-نړیوالو اړیکو زده کوونکو او هغو کسانو ته چې پدې عرصه کې عملا په دندو بوخت دی ، همدارنګه زمونږ ټولو سیاست پوهانو او مشرانو لپاره ډېره ګټوره معلوماتی او علمی لیکنه ده ، هيله ده دوی هم دا لیکنه په غور سره ولولي ، خپل ملي او نړیوال سیاست له خپلو ملي ګټو سره سم عیار کړي. پالمرستون رښتیا ویلي دي چې دوی دایمي دوستان نه لري بلکې دوی ته خپلې دایمې ګټې مهمې دی.
    شاهین افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *