تاند- د کابل پرونی تروریستي برید، چې تر ۲۸ افغانان پکې ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ژوبل شول، پر افغانانو سربېره د نړۍ ډېرو هیوادونو غندلی دی.

پاکستان لومړنی هیواد و چې له حملې یوازې څو شېبې وروسته یې غمرازي څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:« موږ له هغو کسانو سره چې وژل شوي د زړه له کومي خواخوږي او غمرازي څرګندوو او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا کوو.»

د هند صدراعظم نریندرا مودي د دې برید د غندلو ترڅنګ د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ملګروملتو سرمنشي بانکې مون هم دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې په هیڅ صورت دا حمله توجیه کېدای نه شي.

سرمنشي چې د هالنډ هېګ ته په سفر و، وویل:«پر ملکیانو او امنیتي ځواکونو د حملې لپاره هیڅ ډول توجیه نشته.»

د امریکا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «سپینه ماڼۍ په کابل کې د طالبانو حمله غندي او له دې یاغي ډلې غواړي چې د سولې لار خپله کړي.»

د سپينې ماڼۍ ویندوی جاش ارنست وویل، د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو او د افغانستان د حکومت د ملاتړ دوام ته ځان ژمن بولي.

ده همداراز وویل چې امریکا په عین حال کې په طالبانو ږغ کوي چې د جګړې د دوام پر ځای د سولې لار غوره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ایران د افغانستان د پلازمېنې د سې شنبې د ورځې تروریستي حمله په کلکه غندي او د تروریستانو په وړاندې د سختې جګړې پر ضرورت تاکید کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم د کابل برید غندلی او ویلي یې دي، د تروریزم پر ضد، چې نړیواله ټولنه ګواښي، پرېکنده مبارزې ته اړتیا ده.

د کابل له حملې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هیواد به یې له طالب یاغیانو سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي جوړجاړي په لټه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

5 thoughts on “نړیوالې ټولنې د کابل تروریستي برید وغانده”
  1. د ټولو د غمرازي څخه په خپل ځای سره مننه خو، ناځوانه دوښمنی راسره په ښکاره شروع کړی ده هم می وژنی اوهم راسره غم شریکی کوی ، او خپل اجهل ورور ته وایم د خدای لپاره د زور څخه کار مه اخلی لږ د حکمت څخه کار واخلی هیچا په ظلم سره په هیچا باندی خپل امر نه دی قبول کړی ، نور د ورور وژنه د بل په لمسون پریږدی د مباریزی ریښتینی میدان ته راووزه چی ټول ستاسی څیره ووینی، ددی ورانی ګته زمونږ او ستاسی د دوښمن ده ته ناپوه تر اوسه خپل دوست او دوښمن نه پیژنی ځکه جوش لری او عقل نه لری هره پریکړه د خپل غرور څخه کوی ، ستاسی کړنه ستاسی په کتاب قران سنت او فقه کی ناروا ګنل شوی ، ستاسی تولی فیصلی د انتقام اخستلو دی هغه دین چی تاسی یی د پیروی دعوه کوی او د هرڅه څخه ورته تیر یی ،تاسی سم ندی کتلی او نه مو عملی کړی که د اخرت په نوم یو څه ستاسی تر فکره درځی بیا د سره خپل کتابونه وګورئ

    دا سمه ده چی ته خپلی مبارزی ته د ازادی او ددین ساتنی نوم ورکوی اودا بل د شیطان په څوکی ناست هم داسی وایی چی زه هم د خدای، وطن او مینی شعار لرم تاسی دواړه یو شان یی دا غله تاسی او نور دواړه یو شان یی د خدای لپاره پدی غریب ملت رحم وکړی [من لایرحم لایُرحم] دا وګوری د الله د رحم نه به هم لری شی

  2. الله دی ټالیب تبا او برباد کړي
    دا د معصومو ماشومانو او بیګناه خلکو په وژلو ټالب ته څه ګټه

    الله مو له پاکستان او ای اس آس سره تبا او برباد کړه

    آمینن

  3. طالبان یو وحشی غیر انسانی او غیر اسلامی منافقه گمراه مبتدیع دله ده. ددوی نه بله توقع نشی کیدای بیله مسلمان وژنی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *