افغانستان روان کال( ٢٠١٣م) کال کې يو ځل بيا په نړۍ کې د مفسدو هېوادونو په سر کې راغى، تېر کال هم د روڼتيا نړيوال سازمان په راپور کې افغانستان دسر په کتار کې ځاى درلود.
دا چې ٢٠١٤ زېږديز کال را په نږدې کېدو دى او بهرني ځواکونه غواړي، چې له افغانستان نه ووځي، نو امریکا غواړي نړۍ ته دا فکر ورکړي چې که بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي، نو له امینت سره سره به د فساد کچه هم لوړه شي او افغانستان به یو ځل بیا له بدبختیو سره لاس او ګرېوان وي.
امريکا په دې لټه کې ده، چې اوس په یوه نه په یوه لاره امنیتي تړون لاسلیک کړي او هغه هم باید مخکي له دې چې سوله تامین شي یاهم افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودرول شي. د روڼوالي د څار نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال د څېړنې په نوم یې یو راپور خپرو کړی چې افغانستان د نړۍ په کچه اداري فساد کې د درېيو لومړيو هېوادونو په ليکه کې راغلى دى.
افغانستان په داسي حال کې د اداري فساد په نوم لړ کې په لومړۍ کتګورۍ کې لومړى ځای خپل کړی ،چې په دغه هېواد کې امریکا او افغانستان لا تراوسه د امنیتي تړون پر سره کومې هوکړي ته نه دي رسېدلي او امریکا هم هر ډول فشارونه پر افغان حکومت راوړي چې باید ژر تر ژره دغه تړون لاسلیک شي.
په افغانستان کې د فساد په اړه باید ووایو ،چې فساد په پراخه کچه شته، هم په دولتي ارګانونو کې او هم په یو شمېر شخصي ارګانونو کې خو ورته ډېر ځیر شو نو دا به هم جوته شي ،چې هغه فساد چې په بهرنیو ارګانونو کې دی د هغه په اندازه د افغانستان په دولتي ارګانونو کې نشته او بل داچې فساد د بهرنیو ځواکونو زېږنده ده نړیوال په افغانستان کې د فساد اصلي جرړې دي.
فساد هم د نظام پيل کېږي او هم یې نظام ریښې له منځ وړای شي، اوس په افغانستان کې فساد له نظام پيل دی او ټول واکمن په اداري فساد کې ښکېل دي، چې ډېره برخه د فساد بهرنیان جوړوي دا ځکه چې اوس په افغانستان کې زیاته اندازه بهرنیان دي بیاد ووایو چې اویا او اتیا سلنه پر واکمن نظام بهرنیان واکمن دي، نو ځکه ویلای شو چې نړیوال په افغانستان کې د فساد اصلي جرړې دي.
نو په پای کې دومره ویلا شو، چې تر هغې چې بهرنیان په افغانستان کې وي او د دوی سیوری پر حکومت پروت وي، دا به هم لري نه وي چې افغانستان نوم به د لېست په لومړي سر کې را ځي، د دې فساد نه ګټه بهرنې اخلي او نوم د افغانستان بد دی.
له دې بحران نه د وتلو يوازځنۍ لاره داده، چې افغان دولت غښتلې سياسي اراده او پياوړې اداره ولري، په هېواد دننه مالي سرچينو او مرستو د څار منظم سيستم وضع کړي او له مفسدينو د معافيت کلتور لرې او په شديد ډول يې مجازات کړي.
د خدای ظالمانو د کلمو ته لږ پام کوئ، افغانستان د نړۍ له مفسدو هیوادونو وشمیرل شو، وه وروره دا څه وایاست؟ اداري فساد، هغه هم په حکومتونو کې یوه ډیره بیله کیسه ده، کله چې پښتو ته دا څیزونه را وژباړل شي سمې ښکنځلې ترې جوړې کړئ. افغانستان مفسد نه دی، د افغانستان حکومت په اداري فساد اخته دی… البته دا انتقاد مې یواځې په دغه لیکوال نه دی، دا ستونزه حتی په معتبرو رسنیو کې ما لیدلې ده.