د نړیوال بانک د اجرايي پلاوي غړیو پرون /پنجشنبه/ له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد پروژې ته، چې کاسا نومېږي، د ۵ سوه شپږ ویشت نیم ملیون ډالره وړیا مرسته او بې سوده پور تصویب کړ.

دا مرسته د څلورو هیوادونو افغانستان، قرغیزستان، پاکستان او تاجکستان لپاره ده.

د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان، پاکستان، قرغیزستان او تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزیرانو له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږدولو په اړه خبرې وکړې.

د څلورو هیوادونو له موافقې سره سم به دا پروژه چې (CASA 1000) نومېږي، تر ۲۰۱۸ پوري عملي شي.

د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا د حکومتي شورا دا غونډه د نړیوال بانک له لوري تنظیم شوې وه چې نړیوال بانک له اسلامي پراختیايي بانک او یو ایس ایډ سره یوځای یې مالي ملاتړ کوي.

دوی د برېښنا پر بیې، او د پروژې د اجرا کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

څلور خواوو د برېښنا پر بیې، شرایطو او اصولو موافقه وکړه او په پای کې یې یو سند لاسلیک کړ چې په هغه کې د څلور خواوو ترمنځ د برېښنا د پېرلو شرطونه په اصولو کې تثبیت او تایید شوي دي.

تر پاکستان پوري په ۷۵۰ کیلومتره مزي به یوولس سوه ملیون ډالره ولګول شي او هیله ده چې ۱۳۰۰ میګاواټ برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي. د دې پروژې لومړۍ چارې به په ۲۰۱۶ یا ۲۰۱۷ کې بشپړې شي.

افغانستان به د برېښنا د واردولو تر څنګ له تاجکستان او قرغیزستان څخه پاکستان ته د تېرېدونکې برېښنا ترانزیتي حق هم ترلاسه کړي.

افغانستان به د پروژې د ټول لګښت ۳۱۶ نیم ملیون ډالره له نړیوالې پراختیايي ادارې څخه د بلاعوضې مرستې په توګه ترلاسه کړي.

په دې مرسته به د برېښنا ۵۶۰ کیلومتره هوايي انتقالاتي مزي وغځېږي او د برېښنا شبکه به د افغانستان د شمالي او ختیځو ولایتونو له لارې سره ونښلوي.

تاجکستان او قرغیزستان د اوبو پرېمانه انرژي لري خو د دغو هیوادونو د انرژۍ تولید په دوبي کې تر ملي اړتیاوو زیات او په ژمي کې لږ وي. دا هیوادونه به د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې خپله اضافي برېښنا جنوبي اسیا ته صادره کړای شي.

افغانستان به د کاسا ۱۰۰ پروژې له لارې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا وارده کړي او نور کورونه او کاروبارونه به هم له برېښنا برخمن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *