تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: نړیوال بانک افغانستان ته له ضمانتونو سره د پور ۹۸ اعشاریه ۸ میلیونه ډالري کڅوړه اعلان کړه تر څو د ګازو او انرژۍ دوه مهمې پروژې پرې بشپړې کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مسوول هنري کرالي وايي، افغانستان انرژۍ ته پراخه اړتیا لري او په دې برخه کې له کابل سره د دوی د مرستو تازه اعلان کړې بسته به له افغانستان سره پر انرژۍ د پانګونې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

نوموړی وايي، د دوی د مرستو د ۹۸ اعشاریه۸ میلیونه ډالري بستې څخه به د شبرغان او مزار شریف د ګازو او برېښنا پر پروژه د کار لپاره استفاده وشي: (( د شبرغان د انرژۍ پروژې لپاره ۱۲اعشاریه ۸ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختیا ادارې آی ډي ای په ضمانت بېلې شوې دي او پاتې نورې پيسې به د مزار شریف د انرژۍ او بریښنا په پروژه ولګېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امریکا اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې د بریښنا د دوه پروژو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته په ادارو کې د فساد له کبله بېرته ګرځولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *