تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: نړیوال بانک له افغانستان سره د ګازو د یوې پروژې لپاره ۵۲ نیم میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.

نړیوال بانک وايي، غواړي د افغانستان په شمال کې د طبیعي ګازو د استخراج او په مرسته یې د بریښنا د تولید دوامداره ملاتړ وکړي.

په کابل کې د نړیوال بانک مشر هنري کرالي وايي، خپلې مالي او تخنیکي مرستې به د شبرغان – مزار شریف د ګازو د نللیکې، د سلفرو د تصفیې فابریکې جوړولو لپاره ونه سپموي: (( د افغانستان د ګازو د پروژې بشپړېدل له افغانستان سره زموږ د اوږدمهالو ژمنو یوه برخه ده تر څو افغانانو ته ډاډمنه، ارزانه او پایداره انرژي برابره شي.))

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د کانونو وزارت د نفتي موادو له تصدۍ او د نفتي توکو د تنظیم ادارې سره په ګډه په شمال کې د شبرغان او مزار شریف تر منځ ګازو د پایپلاین پروژه تطبیق کړي.

نړیوال بانک د روان کال په میزان میاشت کې هم ۹۸ میلیونه او اته سوه زره امریکايي ډالر په افغانستان کې د انرژۍ سکټور دوه پروژو لپاره د مرستې په ډول اعلان کړي وو.

One thought on “نړیوال بانک افغانستان ته د ګازو د استخراج لپاره ۵۲ نیم میلیونه ډالر ورکوي”
  1. .سلام او احترامات دې د تاند ټولو کارکوونکو ته ورسيګي.
    لکه څنګه چې مو د افغانستان له هرې خوښي او ناچاري نه وطنوال خبرکړي نو له تاسو نه په ډير احترام دا حق هم غواړو او يې راکړی چې دا نړیوال کومکونه له مالومات نه مو خبر کړی چې آيا دا پيسې په ريښتيا هم په خپلو هدفونو کې مصرف شوي او که دا هم يوې تورې کنده کې نادرکه شوي؟؟ دا به ستاسو يو ډير لوی او خدمت وي چې افغانانو ته دوست،غل، مفسد او خائن مالوم سي چې د افغانستان سره دا پيسې چاته او څرنګه مصرف سوي تر څو موږ افغانان خبر سو او د حق او باطل مجرمین مالوم شي. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *