تاند- د نړیوال بانک تر څارنې لاندې د افغانستان د بیارغونې صندوق یا بسپنې د افغانستان له دولت سره ۱۶۰ ملیون ډالره تشویقي مرسته وکړه.
د افغانستان د مالې وزارت وايي، د نړیوال بانک چارواکو د کابل په دفتر کې دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د حکومت د بریاوو جاج یې واخیست او هغه یې مثبتې وګڼلې.
د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي او د بودجې عمومي رئيس ضیا الرحمان حلیمي د دې مرستې په اړه نن / د حمل په ۱۴ مه/ خبریالانو ته معلومات ورکړل.
عبدالرحیمزي وویل”افغان دولت د ۱۳۹۴ مالي کال د عوایدو د زیاتوالي او تشکیلاتي اصلاحاتو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلي نو ځکه نړیوال بانک پریکړه وکړه چې له افغان حکومت سره د بیا رغاونې د وجهي صندوق له لارې د ۱۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت تشویقي مرسته وکړي”
د بودجې عمومي رئيس ښاغلي حلیمي د دې مرستې د تخنیکي برخې په اړه وویل” یاده مرسته به اړتیاو ته په پام د روغتیا، پوهنې او کرهنې په برخو کې په اغیزمن او مثمر ډول ولګول شي”