تاند- نړیوال بانک له افغانستاان سره د انکشافي چارو او د اقتصادي ودې لپاره ۲۳۵ ملیون ډالره مرسته وکړه.
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي پرون /پنجشنبه/ وویل چې نړیوال بانک دا وړیا مرسته د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختیايي چارو لپاره کړې ده.
د مالیې وزارت وايي چې ښاغلي قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک ريیس شوبهم چودري د دې نوې مرستې موافقه د چهارشنبې په ورځ لاسلیک کړه.
د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا مرسته به د افغانانو د اقتصادي پیاوړتیا او د حکومت پر اړتیاوو ولګېږي.