تاند- نړیوال بانک اعلان وکړ چې له افغانستان سره په سخت پړاو کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره ۵۲۰ ملیون ډالره مرسته کوي.
نړیوال بانک دا پیسې د خپلې پرمختیايي ټولنې (IDA) له بسپنې، چې د ډېرو بېوزلو هیوادونو لپاره دي، او دغه راز د افغانستان د بیارغونې له صندوقه ورکوي.
د افغانستان د بیارغونې بسپنه د نړیوال بانک، ډنمارک، جرمني او جاپان له لوري جوړه شوې ده.
د نړیوال بانک ۵۲۰ ملیون ډالره به د افغانستان د حکومت د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د اقتصادي ودې او د خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې کوي.