تاند- نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي ودې ته خوشبیني ښکاره کړه، اټکل یې وکړ چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۲ اعشاریه ۶ سلنه وده وکړي.
نړیوال بانک نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان اقتصاد د ناامنۍ له زیاتېدو سره سره د تېر کال په پرتله ښه دی.
تېر کال د افغانستان اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۲ سلنه وه خو که دې ته پام وشي چې د افغانستان د نفوسو وده ۳ سلنه ده، د دې معنا دا ده چې په دغه هیواد کې سړي سر عواید مخ په کمېدو دي.
د نړیوال بانک د افغانستان د څانګې رييس شوبهم چودري وویل«په راتلونکو درو تر څلورو کلونو پوري د یو لړ اقداماتو په نتیجه کې د افغانستان اقتصادي وده له ۴ تر ۵ فیصدو ته لوړېدای شي.»
چودري په کابل کې د نړیوال بانک په دفتر کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د راپور وړاندې کولو په مهال وویل، کرنه، کانونه او دغه راز ځوانان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د پُل په توګه د افغانستان جغرافیايي موقعیت د دې هیواد تر ټولو سترې شتمنۍ دي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک دا راپور د ولسمشر اشرف غني د حکومت لپاره ښه خبر کېدای شي چې له ګڼو ستونزو سره سره یې بیا هم مخ په وړاندې حرکت کړی دی.