تاند- نړیوال بانک نن /سې شنبه/ د افغانستان په اړه په خپل راپور کې ویلي چې راتلونکي انتخابات هم د افغانستان اقتصاد ګواښلی شي.

دې بانک د ۲۰۱۸ کال د اګست لپاره د افغانستان د پراختیا په اړه په خپل راپور کې د افغانستان وده ۲ اعشاریه ۴ بللې او د اقتصاد د ښه کېدو او یا د اوسنۍ ودې د دوام لپاره یې دې ته په پام د اقداماتو غوښتنه کړې چې راتلونکي انتخابات او وچکالي د دغه هیواد وده له ګواښ سره مخامخوي.

دا بانک وايي، د ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخابات ممکن سیاسي بې ثباتي ډېره او د افغانستان پر اقتصادي ودې منفي اغېز وکړي.

د افغانستان د اقتصادي ودې چټکتیا په ۲۰۱۵ م کال ودرېده.

د نړیوال بانک په وینا د نړیوالو مالي مرستو کموالي، سیاسي بې ثباتۍ؛ په تېره بیا د ۲۰۱۴ له انتخاباتو وروسته په راتلونکې باندې د افغانانو باور کمزوری کړ.

د دې بانک له راپور سره سم، د افغانستان د ناخالص تولید حقیقي وده، چې په ۲۰۱۵ م کال ۱ اعشاریه ۵ وه، په ۲۰۱۶ م کال ۲ اعشاریه ۳ ته او په ۲۰۱۷ م کال ۲ اعشاریه ۷ ته لوړه شوه.

د نړیوال بانک مشر شوبهم چودري وايي«په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د دولت او نړیوالو شریکانو تر ټولو مهم لومړیتوب پر راتلونکي د خلکو د اعتماد ترلاسه کول دي، څو اوسنۍ اقتصادي بریاوې وساتل شي او اقتصادي وده او کاري فرصتونه پراخ شي.»

 ده همداراز وویل، که راتلونکې ټاکنې په نسبي ډول ښې ترسره شي، امنیتي وضعیت نور هم خراب نه شي، هغه وضعیت تکرار نه شي چې د ۱۳۹۳ کال له انتخاباتو وروسته ولیدل شو، نړیوال بانک د راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان اقتصادي وده چټکه اټکلوي.

د نړیوال بانک مفصل راپور دلته ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *