تاند- د نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت له تازه راپور سره سم، په سلو کې ۳۹ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دي.
د نړیوال بانک په وینا د دیارلس لکه افغانانو د ژوند تر ټولو ابتدايي اړتیاوې نه پوره کېږي.
نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت دوه عامله د افغانانو د بې روزګارۍ او د بېوزلۍ تر کرښې د ټیټ ژوند سبب بولي: یو له افغانستانه د څه باندې یو لک پوځیانو وتل او بل د مرستو کمېدا او د اکثرو پروژو درېدا.
د نړیوال بانک په راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، لیدل کېږي چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په سلو کې ۳۶ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ول، خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې دا فیصدي ۳۹ ته ورسېده.
په افغانستان کې د بې روزګارۍ اندازه هم په سلو کې ۲۶ ښودل شوې او ویل شوي چې بېکارۍ کلیوال زیات زیانمن کړي دي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت سلاکار سهراب بهمن وايي، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په پرتله په تېرو دوو کلونو؛ یعني ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې د افغانستان اقتصادي وده زیاته شوې ده.
ده وویل:
«په مجموع کې په سلو کې ۳۰ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې یا تر هغې اندازې یا کرښې لاندې ژوند لري چې ټاکل شوی دی او اکثره بیوزلي په کلیو کې ده. بې روزګاري هم د فقر په شان په کلیو کې ډېره ده ځکه چې تاسو پوهېږئ چې بېوزلي او بې کاري سره تړلي دي. که وزګاره وئ اتومات بېوزلي ورسره پیدا کېږي.»
د اقتصاد وزارت سلاکار همداراز تایید کړه، په افغانستان کې تر یو ملیون زیات خلک کار نه لري.
ښاغلي بهمن په عین حال کې وویل چې د افغانستان اقتصادي وده په وروستیو دوو کلونو کې زیاته شوې ده.
د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د افغانستان اقتصادي وده تر یو نیم فیصدو پورې وه.
د نړیوال بانک اټکلونه ښيي چې د افغانستان اقتصادي وده به تر ۲۰۳۰ کال پورې په تدریجي ډول په سلو کې ۵ ته ورسېږي.
د اقتصاد وزارت سلاکار سهراب بهمن هیله ښيي چې سږ کال به د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې ۳ ته ورسېږي.
«له نېکه مرغه سږ کال اقتصادي وده په سلو کې ۲ ده او تمه ده چې ۳ فیصدو ته ورسېږي. سږ کال هڅه شوې چې په بېوزلي کې ۳ فیصده زیاتوالی کم شي.»
نړیوال بانک وايي، د بې روزګارۍ له کبله تر ټولو زیات زیان کلیوالو افغانانو لیدلی.