تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶مه: نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې کورونا وایرس به د افغانستان په شمول ۸ اسیايي هېوادونو ته ژور اقتصادي زیانونه واړوي.
په راپور کې راغلي چې افغانستان، بنګله دېش، بوتان، مالدیپ، پاکستان، هند، نیپال او سریلنکا به د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله تر ټولو لوی بحران سره لاس و ګرېوان شي.
د راپور له مخې افغانستان به له بحرانه د زیانمنېدونکو هېوادونو په سر کې وي او لوی مالي زیانونه به وویني، ځکه روان کال به د افغانستان اقتصادي وده د تنزل ښکار شي او په لرې پرتو سیمو کې به یې لوږه هم زیاته شي.
د راپور له مخې په ذکر شویو اتو اسیايي هېوادونو کې سوداګري په ټپه درېدلې او که په ښارونو کې ګرځبندیزونه زیات اوږده شي وضعیت به لا خطرناک شي.
راپور وايي، په ذکر شویو اتو هیوادونو کې به تر ۲۰۲۱ کال پورې مالي بحران دوام وکړي او اقتصادي وده به په کې له ۶ اعشاریه ۷ سلنې څخه ۳ اعشاریه یو سلنې ته راپریوځي.
نړیوال بانک له اسیايي هیوادونو غوښتي چې د کرونا تر څنګ دې د خپل مالي بحران ترمیم هم وکړي.
خو د افغانستان د احصایې مرکزي ادارې مرستیال عبدالحسیب مؤحد بیا د نړیوال بانک دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې سږ کال بارانونو د افغانستان په کرنیز سکتور مثبته اغېزه کړې ده او د افغانستان د اقتصادي ودې یو مهم فکټور کرنه ده چې مالي وضعیت به په کنټرول کې وساتي.
په همدې حال کې د مالیې وزارت بیا وايي، که وضعیت دوام وکړي د افعانستان عایدات به د پام وړ راکم شي.
دمګړۍ له افغانستان سره د کرونا د مخنیوي لپاره اروپايي ټولنه ۱۱۷ میلیونه یورو، نړیوال بانک ۱۰۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر، امریکا ۱۵ میلیونه ډالر او افغان حکومت پخپله ۲۵ میلیونه ډالر مرستې اعلان کړې دي.