د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د نړۍوال ټرانزیټ سیستم (TIR) رسما فعال شو.

(TIR) یو نړۍوال سیسټم دی، چې د نړۍوالې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي، چې د دې بنسټ د غړو هېوادونو ترمنځ د واټ نړۍوال ټرانسپورټي سیسټم پلي کېږي او د ټرانزیټ او ټرانسپورټ د یوې ویزې په توګه کارول کېږي، چې د یوې واحدې کړنلارې تر څار لاندې فعالیت کوي.

افغانستان د 1983 کال څخه راپدېخوا د ملګرو ملتونو د ۱۹۷۵ کال (TIR) کمونېکشن سره یو ځای شوی او سوداګرۍ او صنایعو خونه د واټ په نړۍوال بنسټ کې دایمي غړیتوب لري؛ خو د ناهمغږیو له امله دغه سیسټم تر دې‌مهاله نافعال و، چې بالاخره د ۲۰۱۰ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۸ نېټه د ټرانسپورټ وزارت او د واټ نړۍوال سازمان ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوه او د چهارشنبې په ورځ رسما (TIR) فعال شو.

په هېواد کې د دغه سیستم په پلي کېدو سره د سختو ګمرکي سیستمونو، د وخت د ضایع کېدلو څخه مخنیوی کېږي، د چارواکو په وینا د غړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري وده ومومي او افغانستان به د ځمکني ټرانسپورټ له لارې ۵۷ آسیايي، افریقايي او اروپايي هېوادونو سره یو ځای شي.

(TIR) له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د اتو اروپايي هېوادونو (بلجیم، ډنمارک، فرانسې، هالنډ، ناروې، سویډن، انګلستان او سوییس) لخوا په ۱۹۴۸ کال کې د نړۍوالې سوداګرۍ د آسانتیاوو لپاره په ژنیو ښار کې رامنځته شو. په ۱۹۴۹ کال کې د (TIR) لومړی کنوانسیون لاسلیک شو.

په ۱۹۷۳ کال کې د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې د IRU دایمي څانګه جوړه شوه، په ۱۹۸۸ کال کې په مسکو او په ۲۰۰۵ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د IRU څانګې پرانیستل شوې.

اوس‌مهال ۶۸ هېوادونه د (TIR) غړي دي او عملا ۵۷ هېوادونه تر ګټه پورته کوي.

په افغانستان کې د دغه سیستم په پلي کېدو سره افغان سوداګر کولای شي، چې خپل توکي لدې پرته، چې په نورو هېوادونو کې تالاشي شي هدف هېواد ته صادر کړي. داسې، چې د (TIR) جواز په درلودلو سره غړي هېوادونه کولای شي نېغ په نېغه خپل توکي صادر کړي. افغانستان د نړۍ په کچه د فاسدو هېوادونو په کتار کې لومړی ځای لري او دغه نوم هم د فاسدو چارواکو د کړنو له امله ده، چې تر ډېره بریده شونې ده له یاد سیستم څخه ناوړه ګټه پورته کړي او حتی د مخدره توکیو د قاچاق موضوع هم مطرح ده. پدې سره به نه یوازې، چې افغان دولت لدغه سیستم څخه د هېواد په ګټه استفاده وکړي؛ بلکې ځینې مشخصې کړﺉ به ترې د شخصي ګټو په موخه ناوړه استفاده وکړي.

د (TIR) له اصولو څخه یو دا دی، چې په هر غړي هېواد کې باید اکاډمي شتون ولري. په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې د کنوانسیون په بیاځلي لاسلیک سره افغان حکومت او د (TIR) ادارې پتېیلې وه، چې په افغانستان کې به یوه اکاډمي جوړوي. په اکاډميو کې معمولا د موټر چلوونکي روزل کېږي؛ خو سربېره پر دې، چې دغه سیستم په افغانستان کې فعال شوی؛ اما تر دې‌مهاله اکاډمي شتون نه لري. د اکاډمي په نشتون کې به افغان موټر چلوونکي د دې وړتیا پیدا نه کړي، چې بهرنیو هېوادونو ته توکي ولېږدوي.

اوس‌مهال هغه موټر چلوونکي، چې په بهرنیو ژبو او د واټ نړۍوالو علایمو باندې پوه شي په نشت حساب دي. افغان حکومت او د سوداګرۍ خونه پدې ندي توانېدلي، چې د دغه سیستم په فعالولو سره په نړۍوالو معیارونو برابر موټر چلوونکي وروزي. د موټر چلوونکو په نشتوالي سره یوازې بهرني موټر چلوونکي به دا حق لري، چې افغانستان توکي  وارد او له افغانستان څخه سوداګریز توکي صادر کړي نه افغان موټر چلوونکي، چې لدغه کار سره که له یوه لوري افغان سوداګرو ته تر یوه بریده آسانتیاوې رامنځته شوي له بل لوري له افغانانو څخه کاري زمینه اخیستل شوې او بهرنیانو ته ورکړل شوې ده.

په (TIR) کې د افغانستان په غړیتوب سره باید افغان دولت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هغو افغاني ټرانسپورټي شرکتونو ته، چې پر معیارونو برابر وي د فعالیت جواز ورکړي. اوس‌مهال دغه جواز یوازې یوه شرکت ته ورکړل شوی دی او هغه هم د سوداګرۍ خونې د ټرانزیټ مشر پورې تړاو لري.

د ځینو سرچینو له قوله د سوداګرۍ خونې د ټرانزیټ خونې مشر اوس‌مهال شاوخوا دوه سوه بار وړونکي موټر لري او پتېیلې یې ده، چې په سل نور صفر کیلومټره بار وړونکي وپېري. چې لدغه کار سره به نه یوازې نور ټرانسپورټي شرکتونه له فعالیت څخه محروم شي؛ بلکې ټول فعالیت به یوازې د یوه شرکت په انحصار کې وي.

که چېرې دغه سیستم په سمه توګه په افغانستان کې پلي شي، نو تر ډېره بریده د سوداګرو ستونزې حل شي؛ خو پورتنیو ستونزو ته په پام سره داسې برېښي، چې د صادراتو په برخه کې به د افغان سوداګرو ستونزې پر خپل ځای وي او یوازې به د بهرنیو هېوادونو موټر چلوونکي د دې حق ولري، څو افغانستان ته توکي صادر کړي، چې پدې سره به اوسنۍ ستونزې پر خپل ځای پاتې وي.

One thought on “نړیوال ترانزیت؛ هیلې او ننګونې/ مجیب‌الرحمن ساپی”
  1. زموږ چارواکي باید دیته پام واړوي چې په هیواد کې د ترانسپورت او ترانزیت آسانتیاو د پراختیا او ویش په برخه کې عادلانه کړنه غوره کړي.

    زما غرض دادی چې پدې وروستیو کې د سرکونو او پټلیو زیاتې شبکې یوازې د هیواد په شمال کې ودانې شویدي پداسې حال کې چې د جنوبي خلک یوازې پدې غولوي چې هو زموږ پلان لوی دی او ددې پروژو دوام دادی چې هرات، کندهار، کابل او ننګرهار به هم سره نښلوو.

    خو کله به نښلول کیږي؟

    له تاجکستانه ېې برق را وست د شمال ولایتونه تر کابل پورې پرې روښانه شول، خو جنوب لا هم په تورو شپو کې ژوند کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *