هغه ټولنې چې کدرونه او علمي شخصیتونه لري، نیکمرغه ټولنې دي ځکه دوی ورته د ژوند ډیر تېر اوسني او راتلونکې تیاره اړخونه رڼا کوي. خو ولې له بده مرغه موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې مطالعه نه کوي، نه یې کوو. سید انتظار خادم هم د هغې ټولنې او ژبې ویونکی او ځوان کدر دی چې د دې ټولنې د خدمت لپاره یې لاسونه رابډ وهلي دي. د دې ټولنې ځوانان مقالې نه لولي. خو خادم صیب ورته ۲۸۰ پاڼې کتاب لیکلی دی. هغه بیا چې نه شعر دی نه ناول دی، بلکې په سیاست غږیدلی کافي غټه حوصله غواړي چې په مینه ولوستل شي. د لیکلی دزړه درد یې دی که مونږ یې لولو یا یې نه لولو.

خو لوستل یې زه شخصا ډیر اړین بولم، چې ځوانان یې ټول باید ولولي..

دا خبره په دې کړم چې زمونږ ټولنه کې دکتاب مطالعې دود ډیر تت دی، ډیر ځوانان داسې فکر کوي چې فاکولتې چپټر د ټولو علمونو نچوړ او خلاصه ده او بس همدا کفایت کوي.ډیر بیا داسې دي چې ټیلیوېژن خبرونه او شننې مې واوریدې همدا کفایت کوي،

په داسې حال کې چې خادم صیب په کتاب د نړیوال سیاسي شطرنج نوم ایښی دی، دغه شطرنج دومره پېچلی،ژور او کمپلیکیټډ دی چې ډیرې مطالعې ته اړتیا لري، هر هغه افغان چې غواړي په اوسني سیاست پوه شي باید یې مطالعه کړي.

دا کومه هڅه چې خادم صیب کړې ډیره د ستاېنې او قدر  وړ ده ، د خادم صیب  ستر خدمت به لنډه ارزونه وکړم، خداي دې وکړي چې یو څه حق یې ادا کړم.

که چیرته مونږ غواړو چې یو څه د خادم صیب  قدر وکړو، باید ټولو ځوانان یې دا د قدر پور په لوستلو ادا کړي، کتاب ولولوي او فکر پرې وکړو، نو دا به مو د د مننه او قدردانی کړی وي،

د خادم صیب کتاب ښېګړې ډېرې دي غټه ښېګړه چې ما ته یې ډېر خوند راکړ، هغه دا چې ژبې یې  ساده او روانه ده، ډیر وخت لیدل کیږي هغه ځوانان چې په انګریزي ژبه او په نورو بهرنیو ژبوذده کړې وي بیا هغه په مورنیو ژبو باندې لیکل نه شي کولای،

د لیکلو په وخت کې د لغاتو په انتخاب کې ستونزو سره مخ وي، لغات چې پیدا شي بیا ورته په جملو کې برابرول لا پسې ستونزمن شي.

  خادم صیب هم ذده کړې په خارج کې کړي دي خو په پښتو کې یې دومره ښایسته لیکل کړي چې هیڅ کله به دا فکر ونکړې چې په کوم ځاي کې به په مفهوم پوه نشم.ژبه یې دومره ساده او اسانه ده چې دا کتاب یواځې د اکاډیمیکو شخصیتونو لپاره نه دی لیکل شوی

دغه هم یو ستر توپیر دی چې هغه دا دی پخوا  په افغانستان په پښتو لیکل شوي کتابونو لوستلو څخه شاید  اکاډیمیک شخصیتونه ګټه واخیستلای شي خو عام وګړي چې هغه اکاډیمیک شخصیت، محصل او ذده کوونکي نه دی ګټه ترې نشي اخیستی.

خو د دې کتاب ادبیات ډیرساده ، روان او ولسي ادبیات  دي، چې دا یې بله ښېګړه ده، مطلب مې دادی چې ددې کتاب څخه به عام ولسي وګړي ګټه واخلي، چې دا اړخ یې هم ستایلو وړ دی. بله خبره چې درسره یې شریکه ووم هغه داده چې زمونږ نړیوالو اړیکو ،سیاسي علومو او حقوقو ذده کونکو لپاره یو ډیرښه ریفرینس دی. ددې څخه ډیره ښه ګټه ځکه اخیستلای شي چې ډیر ذیات اندازه ارقام او دقیق معلومات لري.معلومات یې په ساینټیفیک ډول وړاندې شوي دي. په مجموع کې د محصلینو لپاره یو ښه ریفرینس کتاب دی.

 منو چې سترې ستونزه شته، هغه دوستان چې په نړیوالو ژبو نه پوهېږي نو حتمي نړیوالو علمي موادو ته هم لاس رسی نلري،

خادم صیب دي کور ودان وي د هغو دوستانو سره یې مرسته کړې ده مطلب دا یو ښه ریفرینس کېداي شي.

بل ستر کار چې خادم صیب کړی دی هغه دا دی چې د شطرنج تخته یې راخیستې،په نړی کې ټوله سیاسي لوبه چې کېږي دا یې په ۲۸۰ پاڼو کې رانغښتې ده.چې واقعا سخت کار دی.خاماخه د مطالعې نیت وکړی،وبه ګوری د بلقان په سیمه بحث شوی،د امریکا په سیاست،نړیوال سیاست بحث شوی چینایان یې پکې یاد کړي دي.روسان پکې راغلي دعربانو لټي او غفلت په ذکر شوی دی.

د افغانانوبېوزلي او بېوسي په یاده شوې. هر هغه څه چې په نړی کې روان دي دا ټول یې راخیستې او په یوه نقطه یې راغونډ کړي دي.

یعنې بحر یې راخیستی او په کوزه کې یې بند کړی دی، په لږو ټکو کې یې راته ډیره څه ویلي. زه فکر کوم دا هم د خادم صیب د کتاب یوه ځانګړنه ده .

په نړیوالو مسایلو خو غږیدلای دی خو په نوو سیاسي مسایلو،سایبر سیکیوریټي هم غږیدلای دی، یعني نړی اوسني سیاست  یو بغد داسې نشته چې  د پرې بحث نوي کړی. دا پراخه او مختلفې موضوګانې یې سره په ښه هنر راغونډې کړي دي. چې دا هم زه ددې کتاب یوه بله ښېګړه ګڼم.

دریمه غټه اوستره ښېګړه یې دادی چې تېر اوسنی اوراتلونکی چې دا یو بل پورې تړلي د ي، ددوي په بل اغېز او دهغې اغېز پایلې یې مونږ ته وړاندې کړي دي چې دا یې یوه بله ښېګړه ده یعنې چې څومره دا کتاب ژور مطالعه او فکر پرې وکړو. تاریخي معلومات او هم یې پایلې راکوي. د نن دحالاتو له مخې راته راتلوونکی راښايي چې راتلونکې باید مونږ څه وکړو.څه بدلونونه لیدلای شو چې دا هم یوه غټه مسله ده، دا هر څه یې راخیستي او په یو کتاب کې ځاي په ځاي کړي دي. زه فکر کړم دا هم ددې کتاب یوه بله زړه پورې ځانګړنه ده. بیا  کله  په دې کتاب کې په نړیوالو سیاسي مسایلو غږیږي په مېنځ مېنځ کې یې د خپل ملت غم هم خوړلی دی.

د نړیوال سیاست اغېز زمونږ په ملت یې هم واضح کړی دی، ډیر وخت مونږ او تاسو وینو چې په محوطه باندې غږېږو یا ټیلیویژني بحثونه ګورو په هم دې محوطه غږېږي، همدا دلیل دی چې اکثره وخت هغه څه چې په نړیواله سطحه تېریږي دهغې شننه په ښه ډول نشو ترسره کولای،او په ځان یې اغېزې نشو ارزولای،نو همدا نتیجه ده کله په یوه کله په بل پړه اچوو.

دلته روسانو یرغل کړی وو اوس امریکایان راغلي ددوي مقصد فقط زموږ په معنوي او مادي له پلوه ورکول وو،ځکه دوي په سیاست کې اسلامیت او انسانیت ته په ارزښت نه دي قایل. دوي ته فقط خپلې ګټې مهمې دي.

خادم صیب د په شخصي ګټو دریدلي نړیوال  سیاست مخونه ، نیتونه او ډینامیکس اغېزې یې په افغانستان مونږ ته راښودلي دي. او مونږ ته یې ښودلي چې دوي په مونږ ظلم نکوي بلکې مونږ ویده او غافله یو،

چې دنړی رفتار یا سپیډ سره مو ځان نه دی اعیار کړی.ددي  دومخي سیاست لپاره مو امکانات ندي برابر کړي. نو دا کتاب مونږ ته یوه  بله انګېزه هم راکوي چې د خپلې سیمې نه بلکې نړی په سطحه فکر وکړو او هغه څه چې ورته اړتیا لرو باید تابیا یې وکړو.

دا هم دخادم صیب دکتاب یوه بله ځانګړنه ده،

 یوه څپرکي په ځانګړي ډول پښتنو ته لارښونه کوي  دا لارښونه یې په زړه پورې ده په دې ځاي کې وايي چې بېشکه مونږ ښه زرین تېر لرو ډیر پیاوړی تاریخ لرو،په تاریخ کې مو نوم درلود،غټ خلک یو، د ۵۰۰۰کلن تاریخ څخه هم دی انکار نکوي.

لکه اوسني لبرال یا موډرن ځوانان چې دي  چې تېر ته ډیر په بده سترګه ګوري.

خو دای واي ۵۰۰۰کلن تاریخ دې منم خو اوس وخت بدل دی، وخت اوس د کمیت نه دی بلکې کېفیت دی،که په خپل کور کې ته دا توقعه لرې چې ته دلته په ارام سکون کې ورځې او شپې تېرې کړې نو ته په دې نشې خلاصېدای چې زه ډیر یم او هغه کم دی. که ښه ارامه او خوشحاله ژوند غواړې نو باید د نړی په سطحه سیاست څخه خبر او تابیا ولرې،دا ټکنالوجی دور دی

دلته یې پښتنو  ته ډیره قوي توصیه کړې هیله ده چې مونږ یې ولولو او د عمل نیت وکړو او ډیر څه ترې ذده کړو.

دا کتاب د ځان سره ډیر څه لري مطالعه یې کړی .کتاب مه خوندي کوی

دمطالعې څخه وروسته یې د دوستانو سره شریک کړی چې مطالعه یې کړي. صدقه یې جاریه ده.

د خادم صیب  څخه مننه کوو

دا لمړنی دې وروستنی  نشي.

توقعه ترې لرو چې ددې ولس د ویښتابه لپاره ډیر څه ولیکې

ګوتې دې ستړې مه شه

بریادې غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *