خبریال: میرویس جلالزی- یو شمیر نړیوال هوایي شرکتونه افغانستان ته د خپلو الوتنو په دوام له سره کتنه کوي.

د دوی دا پرېکړه د هغو امنیتي ننګونو زیږنده بلل شوي چې په دې وروستیو کې رامنځته شوي دي.

افغانستان ته د عربي متحده اماراتوا، ترکیې او یو شمیر نورو بهرنیو هوایي شرکتونو چارواکي وروسته تر هغه د افغان هوايي حریم او هوايی ډګرونو د امنیت په اړه اندیښنه ښيي چې څه موده دمخه وسله والو طالبانو په کابل کې په نړیوال هوايي ډګر باندي وسله وال یرغل وکړ.

که څه هم د برید هدف په هوايي ډګر کې پوځي برخه وه او ملکي الوتکو ته پکې زیان نه و رسیدلی خو بیا هم ملکي هوايي شرکتونه اندېښمن شوي دي.

د فلای دوبی هوايي شرکت مشرتابه شورا، چې مرکزي د فتر یې په دوبۍ کې دی، ویلي چې دوی د کابل هوايي ډګر د خونديتوب په اړه انديښمن دي او په دې کار کوي چې څرنګه کولای شي د خپلو مسافرو او د الوت عملي خوندي توب تضمین کړي.

په شارجه کې د فلای د وبۍ یوه چارواکي مختوم العبدالله خلیج ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې دوی په کابل هوایي ډګر باندي له وروستي برید را په دې خوا د خپلو الوتنو په اړه ډیر انديښمن دي او دا امکان هم شته چې خپلې الوتنې افغانستان ته وځنډوي.

فلای دوبی دمګړۍ کابل ته د اونۍ شپږ الوتنې لري او د افغان هوایي کرښو کام ایر، اریانا او صافي په پرتله یې د ټکټونو بیه هم لس سلنه ټیټه ده.

په همدې حال کې د ترکیش ایروېز چارواکو هم له افغان حکومت په تېره بیا د  ترانسپورت وزارت له چارواکو سره خبرې کړي چې باید د  کابل هوايي ډګر امنیت خوندي کړي څو دوی ته پکې زیان و نه رسیږي.

د ترانسپورت وزارت د چارواکو په خبره دمګړۍ یو شمیر نړیوال هوایي شرکتونه لکه دناتا، فلای دوبی، ترکیش ایروېز او تاجک ګارګو د افغانستان پر پلازمېنې سربیره د هیواد یو شمیر نورو هوايي ډګرونو لکه کندهار، بګرام، مزارشریف، شورابک او هرات ته هم تګ را تګ کوي.

د افغانستان د هوايي حریم د خونديتوب په اړه په داسي مهال اندېښې را برسیره کیږي چې دمګړۍ افغان حکومت د امنیت د لیږد د وروستیو پړاونو په درشل کې دی.

3 thoughts on “نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته په خپلو الوتنو کتنه کوي”
  1. كه بهرني هوايي شركتونه خپلي الوتني وجندوي دا به دكورني شركتونو په گته وي

  2. ددی کار ګټه یوازی داخلی شرکتونو ته رسیږی دخلکو اوافغانستان پکی تاوان دی دا ډیره لویه بدنامی ده چی سیلانیان اونوردتجارت کاروبار به ورسره په ټپه ودریږی

  3. که د خارجی شرکتونو پروازونه بند شول نو بیا به افغانان د داخلی شرکتونو د پڅو چړو لاندی راشی، اوس خو بیا هم ښه دی یو تش په نوم رقابت شته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *