دا عکس ایران خپور کړی او وايي چې امریکايی الوتکه یې پر خپله فضا ویشتې ده

تاند، جمعه، د جدي ۲۰: ګارډین او څو نورو امریکایي رسنیو د دوو لوړ پوړو انګلیس چارواکو په حواله خبر ورکړی، داسې اسناد یې موندلي، چې د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې د ویشتل کېدو احتمال ترې زیات راپه ډاګه کېږي.

بل پلو د امریکا استخباراتي چارواکو هم تایید کړې چې په غالب احتمال د ایران پلازمېنه تهران کې د اوکراین یوه الوتکه ، چې پر عراق باندې د ایران د توغندیزو بریدونو سره په یوه وخت را ولوېده، په توغندې لګېدلې.

د سې آی اې چارواکو نړیوالو رسنیو ته ویلي، سپوږمکۍ څخه تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د اوکراین بوینګ الوتکه، چې ۱۷۶ تنه پکې سپاره وو، له ایرانه په تېروتنه ویشتل شوې ښکاري.

د امریکايي رسنیو لخوا زیات راپورونه په دې اړه دي چژ د اوکراین الوتکه ایرانیانو په تېروتنه وېشتلې او ۱۷۶ سورلۍ یې ور وژلې دي.

د امریکا سي بي ایس تلوزبون هم په خپل راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د اوکراین بین المللي هوايي شرکت ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه په توغندي وېشتل شوې او په دې اړه د سند په توګه وایي چې، امریکایي سټیلایټ د توغندیو توغېدو له دوو انفراریډ یا شعاعګانو تر پړقېدو وروسته د یوې چاودنې ځلا ثبت کړې ده.

بل لور ته اوکراین ویلي، دوی د الوتکو ضد توغندي کارېدنې په ګډون له یو شمېر اړخونو دغه پېښه څېړي.

له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل: «زه د الوتکې په تړاو خپل شکونه لرم، ښايي یو چا تېروتنه کړې وي.»

دا معلومات په داسې حال کې را برسېره کېږي، چې د اوکراین هېواد یوه پلټونکې ډله هم نن ایران ته ورسېده تر څو خپلې پلټنې پیل کړي.

د اوکرایني چارواکو په خبره، دا مسلکي ټيم به چې څو کاله وړاندې يې په اندونېزیا کې د دوی د را نسکورې شوې الوتکې په اړه پلټنې کړې وې، خپلې هر اړخیزې پلټنې ترسره او را وسپړي، چې ایا ایران کې یې الوتکه ویشتل شوې او که د تخنیکي ستونزې له کبله نسکوره شوې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *