په افغانستان کې او په ځانګړې توګه په پښتنې ټولنه کې داخبره ډیره کیږي چې د میرمنو ونډه په ادبیاتو کې ډیره لږه ده. زه یې نه منم. ګومان کوم یوازې د افغانستان نه بلکې د نړۍ په ادبیاتو کې شاید د پښتنو میرمنو د شاعرۍ جوړه نه وي. لنډۍ یې بیلګه ده چې یوازې په پښتو ادب کې لیدل کیږي.
پوهان وایی چې د لنډیو ډیره برخه د میرمنوله خوا ویل شوې ده.خو دا چې لنډۍ د ټولنیز ژوند انځوردی او ټولنه په دواړو خواوو(میرمنو اونارینو)ولاړه ده نو د لنډیو په ویلو کې هم دواړه ګډ دي. که دا لنډۍ ډیرې د میرمنو له خوا ویل شوي هم نه وي خو د میرمنو د ژوند انځور پکې په ډیرهنر او لوړخیال شوی. زه دلته په هغو لنډیوغږیږم چې میرمنو ویلي او د خپل ژوند ورځنی حالت یې پکې بیان کړی دی. په هرې لنډۍ ښایي کتاب، کتاب خبرې وشي. ځکه چې هره لنډۍ د یوې میرمنې د هیلو، درد، احساس،غوښتنو او ورځني ژوند ژباړونکې ده. لنډۍ اکثر دهغو میرمنو له خوا ویل شوي چې دعلم یا سواد له نعمته بې برخې دي. خو بیا هم د دوی شاعرانه خیال دومره لوړدی چې کیدای شي یوه لوستې شاعره یا شاعر یې په اسانۍ ونه مومي. لکه: وايي ګل بشره او طالب جانان خواږه مینان وو. د نورومینانوغوندې یې د خپلې مینې په وړاندې خنډونه درلودل .چې یوهم کورنی مخالفت وو. د ګل بشرې موربه تل دې ته ویل: لورې تاپه سپیره طالب کې څه لیدلي؟ دې خپلې مورته په لنډۍ کې داسې ځواب ورکړی:
په سپیرو بد مه وایه مورې
سپیرې دي خاورې چې ګلان زرغونه وینه
په دې لنډۍ کې څومره عجیب تناسب ، څومره شاعرانه خیال اوڅومره عجیبه تشبیې شوې ده. خاورې ته موږ اکثر په ټیټه سترګه ګورو،خو یوه ميینه موږ ته دا وایي چې د ښکلا سمبول (ګلان) له همدې سپرې خاورې ژوند اخلي. یا:
ګلان له خاورو پیدا کیږي
زماجانان تر ګل نازک خاورو ته ځینه
د مومن خان اوشیرینو له کیسې سره به هم بلد یاست. وايي د شیرنې د ولور د پوره کولو لپاره مومن خان هندوستان ته ځي. خو دا چې شیرینې زړه پرې بایللی د بیلتانه توان یې نه لري اومومن ته خپله بې وسي داسې انځوروي:
تا د سفرموزې په پښو کړې
د زیړو ګلوباغ په چا سپارې میینه
دا لنډۍ داسې هم ویل کیدای شوه:
ته د سفرپه لورروان شوې
په زړه ظالمه ما په چا سپارې میینه
داسې هم سمه ده یومطلب رسوي. یوه خبره ده خو د بیان انداز یې ډیرتوپیرلري. په لومړۍ لنډۍ کې کنایه چې د بیان د علم یومهم رکن دی پکې ډیر خوندور کارول شوی. سفرکومه موزه نه ده چې پښوشي ، خوموږ د سفرلپاره موزې په پښو کوو. د ښه شعر یوه ښیګڼه دا ده چې خبرې غیرمستقیم بیان شي او دا مصره یې ښه بیلګه ده او بل د ځان تشبیې د ژیړو ګلونو له باغ سره چې یوه د ښایست خبره ده او بل ژیړ رنګ د درد ،غم، بیلتون او یوازیتوب په مانا هم کیدای شي. د دې کیسې څولنډۍ رااخلم:
یارمې سپریږي روانیږي
په نارنجي مخ مې سیلاب د اوښکوځینه
جانان زما په خولګۍ مړدی
عالمه مه یې لمبوئ شهید به وینه
راځم په لنډیو کې د طبیعت انځور ته چې هغه هم په ډیرلوی هنرشوی دی، لکه:
تن مې د شنو نکریزو پاڼه
په ظاهرشنه دننه رنګ په وینو یمه
موږ په پښتو شعرکې د نکریزو يادونه ډیرلرو چې د خوشالۍ په مانا یې کاروو خو د نکریزو پاڼې په نشت حسابیدی شي. دلته د ځان تشبې د نکریزوله پاڼې سره، بیا د نکریزو د رنګ تشبیې د وجود له سرو وینوسره. چې وینه له ټپه یا زخمه بهیږي اوهغه وخت انسان درد احساسوي.غم او کړاو یې لمن نیسي. بیا د ظاهري وجود تشبیې له شنه رنګ سره چې اکثرشین رنګ د خوښۍ اونیکمرغۍ په مانا دی. دلته یو بل مفهوم هم ترلاسه کولی شو چې یوه میرمن خپل درد او غم په ډاګه نه شي ژړلی چې دننه دومره دردمنه ده لکه شهید په وینوسورلړلې، خو ظاهرآ خوشاله، نیکمرغه لکه د پسرلي تکه شنه پاڼه. د بیوسۍ، یوازیتوب اوناچارې نښې په څومره هنر انځوروي.
بیله به یم بیله به اوسم
بیله به ژاړم بیلې اوښکې څڅومه
جانان می وږی رانه تللی
چې دسترخوان لره ورځم ژړا راځینه
که غریبي اونیستي نه وی
ما به دې سورچارګل په پوزه ګرځاوونه
بل ځای د یار وصال ته د ورور د نشتوالي فریاد کوي:
د یارمې پیغله خور په کورده
کمی د ورور دی چې بدل ورسره شمه
په بل ځای کې له وروره شکایت کوي او وایي:
ورور مې ټوپک زه یې شپیلۍ یم
په تورو غرو مې اړوي ژړا راځینه
له خپل میینه شکایت کې وايي:
نه دې د ځان نه دې د بل کړم
د دادا کورکې دې زړه کړمه ظالمه
برعکس بل ځای خپل میین ته په څومره هنرځان ورخپلوي ځان د هغه اوهغه د ځان بولي:
په تا مینه په تا ژاړم
په تا به اوښکې ګریوانه ته څڅومه
په چامیندل، په چا ژړل او په چا باندې اوښکې ګریوانه ته څڅول څومره له یو بل سره تړلي او ښکلي انځور شوي. کله چې یوه اوښکه توده، توده پرمخ راشي او ګریوانه ته کوزه شي ، بیا وارې د راجګیدو امکان یې نه وي. د دې ميینې پیغلې د مینې دا هم کلکه وعده کیدی شي چې په تا ميینه یم او هیڅکله تلونکې نه یم. د هنر یوه ښکلا اوځانګړنه دا ده چې هر راز په کې پټ وي او بربنډ نه وي چې دا ښکلا په دې لنډۍ کې له لرې ښکاري.او که له هرې زاویې ورته وکتل شي بیله،بیله مانا لري اوهرلوستونکی خپله ځان پکې احساسوي.
میرمنو په لنډیو کې داسې هنر پاللی اوپنځولی دی چې هغه د چاخبره سړی ورته ګوته په خوله پاتې کیږي.دوی که له یوه لورې د ژوند بدې او ښې ورځې په لنډیو کې انځورکړي له بله پلوه یې ښه ښاعرې هم کړې ده:
خاونده! کبریې زوال کړې
د سپینې خولې لاړې په ځمکه غورځوینه
څومره مینه ناکه لنډۍ ده له یوې خوا ښیرا اوله بلې خوا دومره مینه چې د یارلاړې ځمکې ته نه پریږدي. په دې لنډۍ کې ډیرلوی هنر دی او له شعریته ډکه ده. د لنډۍ هره خبره ښکلا ده، هنر دی، انځور دی، او بالاآخره د لنډۍ ټکی هم شعردی. داخبره مې مبالغه نه حقیقت دی. ځکه چې لنډۍ د هغې پیغلې یا میرمنې د زړه غږ دی چې ټول عمر یې د کتاب مخ په سترګونه دی لیدلی او په یوه شیبه کې یې د زړه له کلي انګازې پورته کړي. نو خود به طبیعي او ښکلی رنګ ولري. لکه:
د لونګین په لړ راخیږه
په اوږۍ شپه که د چارګل وکړه سیلونه
لونګین، ځونډي، اوږۍ، بنګړي، چارګل خو لنډه دا چې ټول د ښځو د سینګار سامان په شاعرۍ کې ډیر زیات کارول کیږي. خو یوه نالوستې میرمن یې څومره په خوند کاروي، بیخې د انسان زړه درزوي او ناممکن ته د ممکن په سترګه ګوري.
په ساینس کې چې انسان د اوج نقطې ته ورسیږي نو منطق اوحقیقت ته نژدې کیږي. خو د شعراوج اسطوره ده چې په دې لنډۍ کی له ورایه څرګنده ده اویاهم:
خدایه!جانان د سرو چارګل کړې
په لوړه پوزه به یې هر وخت ګرځومه
که مې لالی وطن ته راشي
لکه د ګل به یې په اوربل کې ګرځومه
په ما دې ځان د اینځرګل کړ
بوی دې راځي ګل دې په سترګو نه وینمه
د پښتني ټولنې ناوړه دودونه د لنډيو له نقده په امان نه دې پاتې شوي د لور په زېږېدلو خپګان، دعلم له زده کړې بې برخې کیدل، جبري ودونه، ولور او داسې نور.
ستا پرغنمو ږلۍ وشه
زه به ترڅو د دادا کورکې ناسته یمه
ټوکه دې وي چې پښتانه په مړه ګیډه پاړسې وایي.هم یې اقتصادي وضع دومره ښه نه ده اوهم یې د ولورسپیره لمن کلکه نیولې. ترغنم لو پورې د واده مراسمو ته په تمه پاتې کیدل چې یو څو روپۍ پیدا شي چې ناوې پرې واده کړی.که څه لاس ته راغلل خوښه اوښه او کنه نو د واده ډول تر راتلونکي غنم لوه واوره.
د پښتنو بده رواجه
ګلاب ځواني به د سپین ږیرې غیږ ته وړمه
میرمنو په لنډيوکې شوخي هم کړې.خو دا شوخي یې هم له ډیره درده ده، لکه څنګه چې شاعروایی:
ډیرغم نه په خندا شي لیونی لیونی ګرځي.
او یا هم د دوی په خبره:
له زړه مې یو الله خبر دی
زیړي ګلان مې له غوسی ټومبلي دینه
نو په خپل ځای په شوخې کې هم ډیر درد او کړاو رانغښتی دی.
له زړور سپي مې راتیرشه
له دې ملالې خولې به زه درتیره شمه
ما دجانان د کټ بازوکړې
چې په اړخ واوړي لاس په ما راواچوینه
نرۍ نرۍ تبه مې نیسي
چې ودې نه وینم کاږه واږه بریتونه
له موزیګي نه ماشی ښه دی
چې نیمه شپه شي لټ په لټ مې اړوینه
که د افغانستان یا نورې نړۍ په ادبیاتو کې همدومره خوند، رنګ ، هنر او ژوند انځور شوی وي یوازې پنځونکی به یې پرې خبر وي، نور پرې لا نه دې غږېدلي.